افغانستان کې لمریزه برېښنا ډېره شوې او د شمسیو بیې نیمايي ته رالوېدلې

  • Author, مامون درانی
  • دنده, بي‌بي‌سي

افغانستان کې چې د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو او د انرژۍ له اوږدمهاله کمښت سره مخ دی، لمریزې برېښنا د یوې ګټورې او دوامداره حل لارې په توګه راڅرګندېږي.

د کابل په ګډون د افغانستان په نورو لویو ښارونو کې د کورونو او سوداګریز ودانیو د بامونو پر سر د لمریزې برېښنا د تولید په سیسټمونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کېږي، چې ورسره د صنعت او کرنې برخه کې هم له دغه نوې کېدونکې انرژۍ کار اخیستل کېږي.

افغان سوداګر او انجنیران، چې په دغه سکټور کې کار کوي وايي په تېرو دوو کلونو کې د شمسیو بیې ۵۰ سلنه لوېدلې، چې ورسره د انرژۍ د تولید له دې سرچینې ګټه اخیستنه هم په بې‌ سارې توګه زیاته شوې ده .

افغانستان د ۳۰۰ لمریزو ورځو په لرلو سره د نوې کېدونکې انرژۍ یا لمریزې برېښنا له سرچینې د ګټې اخیستنې ستره وړتیا لري.

په افغانستان کې، چې شاوخوا ۷۰ سلنه وګړي یې د باور وړ او ډاډمنې برېښنا ته لاسرسی نه لري اوس د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼو ښارونو او کلیو کې خلکو له لمریزې برېښنا ګټه اخیستنه پیل کړې ده.

د کابل ښار یو اوسېدونکی ګل نبي احمدزی وايي د دوامدارې برېښنا نشتوالی او لوړو بېلونو اړ کړی، چې په کور کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب کړي:

"دوه کاله کېږي، چې د لمريزې برېښنا سیسټم مي کور کې نصب کړی، د ورځې له خوا د کالیو مینځل، د ډوډۍ پخلۍ، د اوبو رایستل او اوتو کوو او د شپې یې یوازې د ګروپونو د لګولو لپاره کاروو."

ښاغلی احمدزی وايي کله چې ورېځ وي یوازې د ټیلیفونو د چارج او تلویزیون د روښانه کولو وړتیا لري.

په صنعت کې د نوې کېدونکې انرژۍ اغېز

د افغانستان صنعتي سکټور که څه هم نوی دی، خو تېرو دوو لسیزو کې د دوامداره او ارزانه برېښنا نشتون ددغه سکتور د ودې پر وړاندې ستر خنډ او په کور د ننه بازارونو کې یې د وارداتي توکو پر وړاندې سیالي ګرانه کړې وه.

یو شمېر هغه صنعتي فابریکې، چې وړاندې یې پر حرارتي برېښنا تکیه کوله، لمریزه برېښنا یې اوس د تولیدي ماشینونو د څرخ اصلي سرچینه بلل کېږي.

د کندهار صنعتي پارک کې د موزاییک خښتو جوړولو د فابریکې مشر حاجي محمد ظاهر وايي لمریزه برېښنا نه یوازې پایښت لرونکې انرژي ورته برابروي، بلکې دده په خبره د ښاري برېښنا پرتله یې لګښت خورا کم دی:

" وړاندې موږ له جنراتور کار اخیست، چې هره ورځ یې ۱۰۰۰افغانۍ د سون توکو لګښت و، چې د میاشتې دېرش زره افغانۍ کېږي تر څنګ یې تخنیکي عوارض وو، خو لمریزې برېښنا له دې ټولو ستونزو خلاص کړي یو."

د لسیزو جګړو، کمې پانګونې او پر وارداتي او حرارتي برېښنا ډېره تکیه د افغانستان د برېښنا بنسټونه ډېر زیانمن کړي او د رسمي شمېرو له مخې د دغه هېواد یوازې شاوخوا ۳۰ سلنه وګړي له ښاري شبکو برېښنا تر لاسه کوي. په داسې حال کې چې د افغانستان د کلیوالي سیمو لویه برخه لا تر اوسه د برېښنا له ښاري شبکو سره نه دي تړل شوي، خو لمریزه برېښنا اوس په افغانستان کې انرژۍ ته د لاسرسي برخه کې د بدلون راوستلو وړتیا لري، ځکه نه یوازې پاکه او دوامداره انرژي برابروي ترڅنګ یې پر ګران بیه او حرارتي برېښنا تکیه هم کموي.

په کندهار کې د لمري برېښنا د تولید توکو یو سوداګر انجنیر محمد سعید معروفي وايي په نړیوالو بازارونو کې د لمریزې برېښنا د دړو (شمسیو) بیې تر ۵۵ سلنه پورې رالوېدلې، چې ورسره په کور د ننه بازارونو کې غوښتنه هم زیاته شوې ده:

"خلک له ښاري برېښنا نهیلي دي، ځکه نو لویه برخه یې د لمریزې برېښنا کارولو ته مخ کړی، دویم د لمريزې برېښنا د دړو بیې هم له ۵۰ نه تر ۵۵ سلنه را لوېدلې، چي دا هم د خلکو د لېوالتیا لامل شوې."

د لمریزې برېښنا د کارونې په برخه کې د نویو پرمختګونو په رامنځته کېدو اوس د کورنیو لپاره له دغې انرژۍ ګټه اخیستل لا ډېر اغېزمن شوي دي. د بېلګې په توګه اوس هایبرډ انورټور invertor کارول ډېر عام شوي دي. دا ټکنالوژي کاروونکو ته دا فرصت ورکوي، چې د ورځې له خوا له بټرۍ پرته په مستقیمه توګه له لمري دړو برېښنا ترلاسه کړي او کله چې ښاري یا عمومي برېښنا موجوده وي، به بټرۍ یا باریو کې یې زېرمه کړي.

که څه هم په افغانستان کې اکثره کورنۍ د ورځې په اوږدو کې د لمري برېښنا په مرسته له کالیو مینځلو نیولې، تر پخلي او اوتو پورې سرته رسوي، خو د شپې لپاره د برېښنا زېرمه کول یوه ستونزه او زیات لګښت ته اړتیا لري.

یو افغان سوداګر حکمت الله حقاني، چې له چینه د لمري برېښنا د تولید توکي افغانستان ته راوړي وايي اوس د شپې لپاره د برېښنا زېرمه کول د پخوا پرتله په لږ لګښت سره شوني دي:

"وړاندې یو کور اړ و چې د برېښنا د زېرمه کولو لپاره له څلور تر اتو بټرۍ وپېري، خو اوس بازار ته د لیتیم بټرۍ راغلي، چې ارزانه او هایبرډ انورټور invertor د همدې بټرۍ دننه نصاب دي".

په افغانستان کې د طالبان حکومت هم وايي له کورنیو سرچینو د نوې کېدونکې برېښنا د ترلاسه کولو په موخه یې پنځه کلن پلان چمتو او دمګړۍ د ۲۵ مېګاواټه لمري برېښنا پر یوه پروژه کار روان دی.

د اسیا پرمختیایي بانک د افغانستان د نوې کېدونکې انرژۍ د وړتیا په اړه یوه راپور کې راغلی، دغه هېواد د اوبو (هایډرو پاور) په مټ د۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید سرچینې لري، همدا ډول له لمریزې برېښنا د ۲۲۰ زره میګاواټه او د باد په مرسته د ۷۰ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ اتیا سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو پوره کوي او له دې اړخه هر کال له ۲۲۰ میلیونه تر ۲۸۰ میلیونه ډالرو پورې ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا د لګښت له کبله ور کوي.