ټرمپ د چین پر صادراتي توکو تعرفه ۱۲۴ سلنې ته لوړه او د نورې نړۍ اضافي تعرفه ۹۰ ورځې وځنډوله

د عکس سرچینه، Getty
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان کړی چې له چین څخه پر وارداتو تعرفه ۱۲۵ سلنې ته لوړوي.
خو نوموړي هممهاله له نورو هېوادونو څخه پر وارداتي توکو په دې وروستیو کې لګولې اضافي تعرفه د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې او ویلي یې دي چې دمګړۍ به ترې یوازې ۱۰ سلنه تعرفه اخیستل کېږي.
هغه پر خپله تروت سوشیل خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي، تر ۷۰ ډېرو هېوادونو له امریکايي چارواکو سره اړیکه نیولې چې د خپلمنځي سوداګرۍ برخه کې موجودې ستونزې حل کړي.
دا په دې مانا ده چې له چین پرته به د نړۍ تر ۶۰ ډېر نور هېوادونه چې ټرمپ مخکې "ناوړه سرغړوونکي" بللي او اضافه تعرفه پرې لګولې وه، اوس امریکا ته پر صادرېدونکو توکو یوازې لس سلنه تعرفه ورکوي.
ډونلډ ټرمپ ویلي چې پر چین وضع شوې تازه تعرفه په سملاسي ډول عملي کېږي.
نوموړي لیکلي: "چین به یو وخت، هیله ده چې په نږدې راتلونکې کې، پوه شي چې د امریکا او نورو هېوادونو د لوټلو ورځې نورې دوام نه شي موندلی یا د منلو نه دي."
د ټرمپ په تګلاره کې تر دغه ډراماتیک بدلون لږ ورمخکې چین اعلان کړی و چې د امریکا د وروستیو تعرفو په غبرګون کې له دغه هېواده پر وارداتو تعرفه ۵۰ سلنه لوړوي.
له دې سره چین ته له امریکا څخه پر صادرېدونکو توکو ټوله لګېدلې تعرفه ۸۴ سلنې ته رسېږي.
بېجېنګ ویلي چې دا نوې تعرفه به له پنجشنبې پلې شي. دغه هېواد د ټرمپ حکومت پر "سر زورۍ" تورن کړی او ټینګار کړی و چې له ځوابي ګامه نه شا ته کېږي.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان چارشنبه یوې خبري غونډې ته وویل، که ټرمپ پر "سوداګریزې جګړې" ټینګار ته دوام ورکوي، نو بېجېنګ به هم "اړ شي چې تر وروستیو وجنګېدېږي."
چین تر امریکا وروسته دویم ستر اقتصاد لري او د دغو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه جګړه د ټولې نړۍ اقتصاد اغېزمنولی شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډونلډ ټرمپ تېره اوونۍ د نړۍ له نږدې ټولو هېوادونو امریکا ته پر صادرېدونکو توکو لس سلنه تعرفه اعلان او د اروپايي ټولنې، ویتنام، سویلي افریقا او چین په ګډون پر ځینو هېوادونو له پخوا لګېدلې تعرفه لوړه کړه.
هغه دغه هېوادونه له امریکا سره سوداګرۍ کې په غیر عادلانه چلند تورن کړي او "ناوړه سرغړوونکي" بللي وو.
خو دا تعرفې د ګڼو هېوادونو له غبرونونو سره مخامخ شوې او د امریکا په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ونډو بیې ورسره په کمساري ډول راپرېوتوې. دې ډېری امریکایان د بیو لوړېدو ته اندېښمن کړي او ځینو شنونکو د سوړ بازارۍ او اقتصادي رکود د زیاتوالي د احتمال وړاندوینه کړې.
همدا پرون (چارشنبه د اپرېل ۹مه) تر دې مخکې چې ټرمپ له ګڼو هېوادونو څخه پر واردېدونکو توکو د اضافي تعرفې د ځنډولو اعلان وکړي، د امریکا د حکومت پر پورونو د سود کچه ۴ اعشاریه ۵ سلنې ته لوړه شوه. دا له تېرې فبرورۍ راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ټرمپ تر دغه تازه علان څو ساعته وروسته امریکا کې د ونډو له ټولو لوی بازار "اېس اېنډ پي ۵۰۰" کې چې د پنځهسوه غټو امریکايي کمپنیو ونډې پکې پلورل کېږي، د ونډو بیې په چټکۍ سره ۷ سلنه بېرته لوړې شوې.
په هره توګه، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ټینګار کړی چې ټرمپ د اضافي تعرفو تګلاره د ونډو د بیو راپرېوتو له کبله نه ده بدله کړې.
خو کانګرس کې د دیموکراټ ګوند جګپوړي غړي چک شومر بیا ویلي، له دې پرېکړې داسې ښکاري چې ټرمپ "ټکنۍ شوی او د شاتګ" په حال کې دی.