ټرمپ وايي که چین غچ اخیستونکې تعرفې لرې نه کړي، امریکا به ۵۰٪ تعرفه پرې ولګوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چین ته خبرداری ورکړی چې که بیجینګ خپله ۳۴ سلنه غچ اخیستونکې تعرفه لرې نه کړي نو امریکا به پر چينايي توکو نوره تعرفه ولګوي.
ټرمپ ګواښ کړی چې پر بیجینګ به ۵۰٪ اضافي تعرفه ولګوي.
چین د جمعې په ورځ د ټرمپ د تعرفو په ځواب کې پر امریکایي محصولاتو ۳۴ سلنه تعرفه ولګوله.
د دوشنبې په ورځ پر ټولنيزو رسنیو یوه پوسټ کې، ټرمپ چین ته تر سې شنبې وخت ورکړ چې خپل تعرفه لرې کړي ګنې ۵۰٪ مالیې سره به مخ شي.
په ځواب کې، په امریکا کې د چین سفارت واشنګټن په "اقتصادي ځورونې" تورن کړ، او زياته کړې يې ده چې بیجینګ به "په کلکه له خپلو مشروع حقونو او ګټو ساتنه وکړي".
که چېرې ټرمپ له خپل ګواښ سره سم عمل وکړي، نو امریکا ته د چين پر ورداتي توکو به ټولټال ۱۰۴٪ تعرفه وضع شي. له پخوانۍ ۴۶ سلنه تعرفې وروسته په مارچ مياشت کې ۲۰ سلنه نوره تعرفه ولګول شوه او که ۳۴ سلنه پرې اضافه شي د تعرفې کچه به ۱۰۴ سلنې ته پورته شي.
له دې سره داسې وېره شته چې دا ښايي د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو او نړیوالو سیالانو ترمنځ سوداګریزه جګړه لا ژوره کړي.
خو دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو لویو تعرفو ملاتړ کړی چې پر وارداتي توکو یې لګولې دي. په دې سره د ونډو نړیوالو بازارونو کې لویه ګډوډي رامنځته شوه او ویلې یې دي: "ځینې وخت باید د رغېدو لپاره درمل واخلئ."
ټرمپ د یکشنبې په ورځ د هوایي ځواک په یوه الوتکه کې خبریالانو ته وویل، د دې تعرفو له امله به کارونه او پانګونې بېرته امریکا ته راشي او دغه هېواد به "داسې شتمن کړي، چې مخکې یې ساری نه و."
د ټرمپ لوړ پوړو چارواکو ټینګار وکړ چې د تعرفو پلي کولو بهیر به له پلان سره سم دوام وکړي او د اقتصادي رکود وېره به کمه شي.
د ټرمپ له دې څرګندونو یوازې څو ساعته وروسته، د دوشنبې په سهار د اسیا بازارونه له پرځېدو سره مخ شول. د جاپان نیکي ۲۲۵ شاخص د ۷.۸٪ په کچه راښکته شو او د هانګ کانګ 'هانګ سینګ شاخص' له ۱۲٪ زیات له لاسه ورکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جمعې په ورځ، د امریکا درې واړه لوی شاخصونه له ۵٪ زیات راټیټ شول، په داسې حال کې چې S&P 500 د ۶٪ په نژدې کچه راښکته شو، چې دا له ۲۰۲۰ راهیسې تر ټولو بده اونۍ وه.
د سعودي دولتي رسنیو په وینا، د سعودي عربستان د ونډو بازار - چې د یکشنبې پر ورځ پرانیستل کېږي - شاوخوا ۷٪ ټیټ شوی، چې د وبا له پیله یې تر ټولو لوی ورځنی کمښت ثبت کړ.
د امریکا د بانکونو لوی کاروباري 'جې پي مورګن' وړاندوېینه کړې چې د ټرمپ د تعرفو له اعلان وروسته، د امریکا او په ټوله کې نړیوال اقتصادي رکود ۶۰٪ شونی دی.
د اروپا په بازارونو کې د ونډو ارزښت خورا ډېر راټیټ شو. د ورځې په پیل کې د جرمني ډيایاېکس شاخص شاوخوا اوه سلنه سقوط وکړ، په داسې حال کې چې د لندن فوتسي شاخص نژدې شپږ سلنه کموالی درلود.
مخکې له دې هم د اسیا د ونډو بازارونه د بازار پرانیستلو په لومړیو ساعتونو کې د ټیټېدو شاهدان وو. په اروپا او اسیا کې د ونډو بازارونو بېثباتي د ټرمپ د تعرفو له پلي کولو وروسته رامنځته شوې چې بازارونه یې حیران کړي او د نړیوال رکود وېره یې زیاته کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورته وخت کې چین د ونډو په بازار کې له بېثباتۍ سره سره امریکایي شرکتونو ته ډاډ ورکړی چې د پانګوالو لپاره به یو خوندي ځای پاتې شي. د چین د سوداګرۍ مرستیال وزیر لینګ جي د یکشنبې په ورځ د بسټ امریکایي شرکتونو له استازو سره ولیدل، چې په کې ټېسلا هم شامل وه. ښاغلي جي هغوی ته وویل چې بېجینګ تل د بهرنیو شرکتونو د حقونو ملاتړ کوي. د نړۍ دویم لوی اقتصاد، د ټرمپ لخوا د چین پر وارداتو بادې د پنځوس او څلور سلنه تعرفو د اعلان په غبرګون کې، پر امریکایي مالونو د ۳۴ سلنې تعرفو د پلي کولو اعلان وکړ.
د تعرفو له اعلان وروسته پر درېیمه ورځ د هانګ کانګ د بازار شاخص "هنګسن" سقوط دوامداره شو او اوس شاوخوا ۱۲ سلنه کموالی ښیي. په جاپان کې، د نیکي شاخص ۶.۵ سلنه سقوط کړی دی، په داسې حال کې چې د چین د اسهامو بازار اصلي شاخص هم له ۶ سلنې زیات کموالی ښودلی دی. پانګوال اندېښمن دي چې تعرفې کېدلی شي د نړیوال رکود لامل شي.
د نیکي شاخص چې د جاپان د ۲۲۵ غوره شرکتونو فعالیت ښیي، د ۲۰۲۴ کال له اګست میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره له ۳۳ زرو واحدونو ټیټ شو. د توپیکس شاخص هم چې زیات شمېر شرکتونه په کې شامل دي او د جاپان د بورسي ټولیز فعالیت ښیي، له ۷.۵ سلنې زیات کموالی ښودلی، که څه هم له خورا زیات کمي ژغورلی شوی.
د جاپان لومړي وزیر شیګرو ایشیبا د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د جاپان حکومت به لا هم له ولسمشر ټرمپ وغواړي چې د جاپان پر ضد لګول شوې تعرفې کمې کړي، خو ټینګار یې وکړ چې "یوه شپه کې پایلې نه ترلاسه کېږي".
ډونلډ ټرمپ د یکشنبې په شپه الوتکې ته د ختلو پر مهال وویل چې د اروپا او اسیا هېوادونه "تړون لاسلیکولو ته لېواله دي. "
هغه همدارنګه د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا خلکو د بیو د زیاتوالي او د بازار د رکود په اړه د اندېښنو پر وړاندې څه ډول زغم لري، سخت ځواب ورکړ.
ټرمپ وویل: "زما په اند ستاسو پوښتنه ډیر ابله ده. نه غواړم څه خراب شي، خو ځینې وختونه تاسو اړ یاست چې درمل واخلئ چې د یو درد درملنه وکړئ."

ولې د توکیو د ونډو شاخص سقوط مهم دی؟
بهرنګ تاجدین، د بي بي سي اقتصادي خبریال
د توکیو د ونډو د بازار سقوط مهم ځکه دی چې دا بازار د نړۍ درېیم لوی بورس دی او د جاپان د ځینې لویو او مشهور شرکتونو لکه ټویوټا، سوني او میټسوبیشي د ونډو تبادله په کې کېږي. د دې بازار ټیټېدل پر نړیوال اقتصاد په پراخه کچه اغېزه کولی شي.
د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د نړۍ د لویو ونډو شاخصونو په شدت وپرځېده او ځینې کسان هیلمن وو چې د ډونلډ ټرمپ لخوا په سپینه ماڼۍ کې اعلان شوې تعرفې کولی شي له بېلا بېلو هېوادونو سره د خبرو اترو لپاره بنسټ شي او د نوې اونۍ په پیل کې د بازارونو منفي جریان بند شي.
خو د امریکا د حکومت چارواکو ټینګار وکړ چې د وارداتي محصولاتو لپاره د ګمرکي تعرفو لوړول یوه جدي او دوامداره پالیسي ده، چې د بازار د پانګوالو اندېښنې زیاتوي او د سوداګریزې جګړې منفي پایلې ته لار هواروي.
د توکیو پر ونډو سربېره، د بازارونو له پرانیستلو مخکې، داسې اټکل کېږي چې په امریکا کې د سهامونو شاخص هم کموالی ته دوام ورکوي. یوازې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې اټکل کېږي چې د امریکا د شرکتونو ارزښت شاوخوا پنځه ټرېلیونه ډالر (پنج زره میلیارد ډالر) کم شوی دی.

د هېوادونو له خوا نوې تعرفې:
- د اروپايي ټولنې ۲۷ غړي ٪۲۰
- چین: ۵۴٪ له پخوانیو تعرفو سره
- ویتنام: ۴۶٪
- تایلند: ۳۶٪
- جاپان: ۲۴٪
- کمبودیا: ۴۹٪
- جنوبي افریقا: ۳۰٪
- تایوان: ۳۲٪
- د تعرفو تر ټولو ډېر زیاتوالی په اسیایي هېوادونو کې راغلی چې ډېر شمېر امریکایي شرکتونه خپل محصولات هلته تولیدوي.
د آسیا-اقیانوسیه سیمې لوړ پوړی اقتصادپوه چیان وانګ بي بي سي ته وویل: "اوس مهال، اسیا د امریکا د تعرفو د زیاتوالي تر ټولو زیات زیان ویني."

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه زیاته کړه: "که څه هم ښایي د خبرو اترو لپاره لږه هیله پاتې وي، خو نوي قوانین د لوړو تعرفو پلي کول دوام لري. دا د نړیوال اقتصاد او د اسیا لپاره منفي ټکی دی."
همدارنګه د چین غبرګون ممکن له امریکا سره د سوداګریزو شخړو ته نور تشویش اضافه کړي.
بیجینګ اعلان کړی چې د امریکا د اقدامونو ځواب کې به ۳۴٪ تعرفې پلي کړي.
امریکا وایي چې د نړۍ له ۵۰ زیات هېوادونو مشران د نویو تعرفو په اړه د خبرو کولو غوښتنه کړې ده.
د تعرفو په اړه خبرې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ د اصلي خبرو موضوع ده چې په سپینه ماڼۍ کې به ترسره شي.
هغه لومړنی نړیوال مشر و چې د ټرمپ د دویم ځل د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته یې له هغه سره ولیدل او اوس لومړنی مشر دی چې د نویو تعرفو په اړه د امریکا له ولسمشر سره خبرې کوي.
د ونډو بازارونه د بېپروایۍ حالت کې خورا زیان اړونکي دي او اوس هم د ټرمپ د ولسمشرۍ د تعرفو ډېری ابعاد او پایلې نامعلومې دي.
لکه، دا لا معلومه نه ده چې ایا د وارداتو مالیه به د پلان له مخې پلي شي یا هېوادونه کولی شي د خبرو اترو له لارې ټیټ نرخونه ترلاسه کړي.
پینځه اسیایي هېوادونه د هغو لسو هېوادونو او سیمو په منځ کې دي چې تېره اونۍ له تر ټولو لوړو تعرفو سره مخ شول. دا موضوع د سیمې ډېرې سوداګریزې ته اندېښنې راولاړوي؛ ځکه چې دا امریکا ته د مالونو پلورلو لګښت لوړوي.