د ملګرو ملتونو له مرستندویه ډلو د امریکا پوښتنه، کمونيستي تړاو خو نه لرئ؟

 د ملګرو ملتونو له ادارو سره وېره ده چې ښايي امریکا د دوی له ملاتړه لاس واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ملګرو ملتونو له ادارو سره وېره ده چې ښايي امریکا د دوی له ملاتړه لاس واخلي.

امریکا د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته پوښتنلیکونه لېږلي او ترې پوښتلي یې دي چې ایا دوی د "امریکا ضد" باورونه لري؟

دغه پوښتنلیک چې د امریکا د مدیریت او بودجې دفتر (OMB) لخوا لېږل شوی او بي بي سي لیدلی ۳۶ پوښتنو کې یې یوه دا ده چې، دوی له کمونېزم سره کوم تړاو لري که نه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ګډون د نړۍ ځینو سترو بشري سازمانونو دا پوښتنلیک ترلاسه کړی دی.

د ټرمپ ادارې د میلیاردر ایلان ماسک په مشرۍ د حکومت د لګښتونو کمولو چاره پیل کړې او خپلې ډېرې بهرنۍ مرستې یې بندې کړې دي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ډلې وېره لري چې د (او ایم بي) له دې کړنې داسې ښکاري چې امریکا غواړي بشري خیر ښېګڼې ان تر دې چې ښايي ملګري ملتونه په بشپړ ډول یوازې پرېږدي.

امریکا د ولسمشر ټرمپ د دویمې دورې پر لومړۍ ورځ د روغتیا له نړیوال سازمانه ووتله.

او دا اونۍ د بهرنیو چارو وزیر یې مارکو روبیو اعلان وکړ چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) ډېر پروګرامونه پای ته رسېدلي دي.

که څه هم امریکا د اروپايي هېوادونو پرتله د خپل ناخالص کورني تولید کمه برخه پر مرستو لګوي خو د خپل لوی اقتصاد له امله د نړۍ د بشري مرستو ۴۰ سلنه برابروي.

د ملګرو ملتونو ډېرې مرستندویه ادارې چې پوښتنلیک وراستول شوی و، نه یوازې له یو ایس ای ډي بلکې په مستقیم ډول د امریکا له حکومته هم مالي ملاتړ ترلاسه کوي.

یوه پوښتنه پکې دا ده: ''تائیدولی شئ چې ستاسو سازمان له کمونیست، سوسیالیست، یا مطلق العنان ګوندونو یا داسې کوم ګوند سره کار نه کوي چې د امریکا ضد باورونو ملاتړ کوي؟''

له ادارو بله پوښتنه دا شوې چې تائید کړي دوی له چین، روسیې، کیوبا یا ایرانه هېڅ ډول ملاتړ نه ترلاسه کوي. دا هېوادونه ښايي د واشنګټن ښه ملګري نه وي خو د ملګرو ملتونو د ټولو ۱۹۳ غړو هېوادونو په څېر دوی هم د سترو بشري ادارو مالی ملاتړ کوي.

نورې پوښتنې له مرستندویه ادارو دا روښانول غواړي چې ډاډ ترلاسه کړي پروژې یې د (تنوع، برابرۍ، او شمولیت) په څېر چارو یا اقلیمي بدلون پورې اړوندې نه وي.

دا ډول پوښتنه د یونیسف یا د ماشومانو خوندیتوب په څیر ادارو لپاره ټکان ورکوونکې کېدلی شي، ځکه چې تعلیم ته د نجونو د مساوي لاسرسي ملاتړ کوي، یا د خوړو نړیوال پروګرام ته چې له وچکالۍ ځپلو ټولنو سره د اقلیم پر وړاندې مقاومت لرونکو فصلونو د کر په مرسته د لوږې مخنیوي هڅې کوي.

د جینیوا پوهنتون د بشري څېړنو د مرکز یو څېړونکی کارل بلانچېټ پر دې باور دی چې مرستندویه ادارې د ناکامۍ پر لور روانې دي" لا دمخه پرېکړه شوې. د دې ډېر امکان شته چې امریکا به د ملګرو ملتونو هره اډانه کې خپله ښکېلتیا ودروي."

"څو اړخیزه همکاري او "امریکا تر هرڅه مخکې" دا دوه تګلارې یوبل سره ټکر کې دي."

هغه مرستندویه ادارې چې پېچلو بشري چارو کې بوختې دي ډېر نامعلوم او ګونګ حالت کې دي.

یوې مرستندویې کارکوونکې ویل "پوښتنې داسې دي لکه له چا چې وپوښتې، 'ایا د خپل ماشوم وهل مو بند کړي، هو یا نه؟" یوه داسې پوښتنه چې هر ډول ځواب یې ننګونی دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې پر دې باور دي چې پوښتنلیک کې د دوی د بې طرفۍ او بې پرېتوب اصلي اصول سم نه دي درک شوي - دا چې د جګړې یا طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو سره باید د سیاسي باورنو له پام کې نیولو پرته مرسته وشي او دا چې مرستې باید د یو ځانګړي هېواد د پیاوړتیا لپاره د وسیلې په توګه ونه کارول شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې لا دمخه پرېکړه کړې چې پوښتنې ځواب نه کړي.

یوه ویاند یې بي بي سي ته وویل "د دې لپاره چې ډېرې یې هو/نه پوښتنې وې او د توضیحاتو لپاره ځای ډېر محدود و او دا چې ځینې پوښتنې د ملګرو ملتونو چارو ته اړوندې نه وې نو موږ داسې دریځ کې نه وو چې مخامخ پر لیکه پوښتنلیکونو ته ځواب ووایو."

"پرځای یې موږ د برېښنالیک له لارې هغو پوښتونو ته ځوابونه او توضیحات ورکړل چې کولی مو شوای."

ځینې پوښتنې د ولسمشر ټرمپ ادارې د اقتصادي ګټو ښکارندويي هم کوي.

د هغو پروژو په اړه پوښتنه شوې چې ښايي "د امریکا اکمالاتي لړۍ یا د نادره ځمکنیو منرالونو خوندي کولو هڅې" اغېزمنې کړي.

بي بي سي په دې تړاو د امریکا د مدیریت او بودجې دفتر (او ایم بي) او په نیویارک او جینیوا کې د ملګرو ملتونو له اډانې د امریکايي ادارو نظرونه هم غوښتي دي.