هولي ۲۰۲۵: هند د رنګونو له جشن سره ژوندی کېږي

میلیونونه هندیان هولي؛ د رنګونو جشن لمانځي.

دا پسرلنی جشن پر بد د ښو بریا نمانځي او د ژمي پای ته رسېدل ښيي.

خلک اور بلوي، یو بل ته رنګونه او اوبه پاشي او د دې ځانګړې ورځې لپاره تیار شوي دودیز خواړه خوري.

دا د هند له سترو جشنونو څخه دی، چې میلیونونه کسان خپل پلرني ټاټوبي ته ستنېږي چې له خپلو عزیزانو سره یې ولمانځي.

تاریخي اسناد ښيي چې دا جشن د ښه حاصلاتو د لمانځلو او د ښېرازې ځمکې د غوښتنې لپاره له ډېر پخوا راهیسې نمانځل شوی دی.