مسعود پزشکیان څومره پېژنئ؟
د ایران دولسمشریزو ټاکنو اصلاح غوښتونکی نوماند مسعود پیزشکیان خپل سخت دریځه محافظه کار سیال سعید جلیلي ته په ماتې ورکولو سره د ایران نوی ولسمشر وټاکل شو.
ټاکنې وروسته له هغه وشوې چې د ایران پخوانی ولسمشر ابراهیم رئیسي په می میاشت کې د یوې چورلکې د غورځېدو په پېښه کې له اوو تنو نورو سره ووژل.
درځئ وګورو چې مسعود پزشکیان څوک دی او د ایران تر ولسمشرۍ څنګه راورسېد.