د طالبانو حکومت وایي، ایران ته د هلمند له سینده د اوبو ورکړه خپل شرعي مسوولیت ګڼي

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي چې د تهران فورم په نامه نړیواله غونډه کې غږېده وویل، په تېرو نژدې څلورو کلونو کې چې دوی واک ته رسېدلي د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو په اړه د شوي تړون له مخې د امکان تر حده ایران ته اوبه ورکړل شوې او په راتلونکې کې به هم ورکړل شي.
ښاغلی متقي چې د ۵۳ هېوادونو د استازو په شتون کې غږېده وویل، د ایران خلک باید پوه شي چې ایران ته د هلمند له سینده د اوبو ورکړه دوی خپل اسلامي او شرعي مسوولیت ګڼي.
نوموړي زیاته کړه چې "تر نن ورځې پورې خو اوبه روانې دي او د ایران لوري ته ځي. له دې وروسته هم زموږ هڅه دا ده چې اوبه ضایع نه شي او په ښه ډول ایران ته ورسېږي. کله چې یو مسلمان له تندې ځورېږي، دا زموږ اسلامي او شرعي مسوولیت دی چې که وکولای شو مرسته ورسره وکړو. دا کار هم ثواب او هم یو ښه سیاست ګڼو."
ښاغلي متقي دا هم وویل، چې ایران ته د اوبو د ورکړې په برخه کې کوم بد نیت نه لري او هغسې چې دوی د هلمند، نیمرزو او فراه ولایتونو له خلکو سره مینه او خواخوږي لري هماغسې یې له ایراني ولس سره هم لري.
ښاغلي متقي د دې لامل چې کله کله پر ایران اوبه کمېږي، په سیمه کې پرلپسې وچکالي یاده کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې حکومت یې د اوبو په برخه کې د افغانستان او ایران ترمنځ شوي تړون ته ژمن دی او په تېرو نژدې څلورو کلونو کې هم د همدې تړون له مخې عمل شوی دی.
ښاغلي متقي د طالبانو د حکومت د رییس ولوزرا ملا محمد حسن اخوند هغه خبره هم تکرار کړه چې شاخوا څلور میاشتې مخکې یې کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته کړې وه او ویلې یې وو چې که د اوبو تړون هم نه وي دا خپل مسوولیت ګڼي چې د سیستان او بلوچستان بې وزلو خلکو ته اوبه ورسوي.
د یادونې ده چې د افغانستان او ایران ترمنځ د ۱۳۵۱ کال هلمند اوبو د تړون له مخې، په عادي حالت کې هر کال د هلمند له سینده ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه د ایران حق دی خو د افغانستان پخوانیو حکومتونو او اوسني واکمنانو ویلي چې په دغه هېواد کې پرلپسې جګړو او د سرحدي اوبو برخه کې د منظم مدیریت د نشتوالي له امله ایران ډېر کله د ۱۳۵۱ کال تړون کې د اوبو له ټاکلې اندازې ډېرې اوبه ترلاسه کړې دي.
د شوي تړون له مخې په یوه ثانیه کې باید ۲۲ متر مکعبه اوبه ایران ته ورکړل شي خو د افغان کارپوهانو له خولې رپوټونه وايي چې ایران په تېرو ډېرو کلونو کې په هره ثانیه کې شاوخوا ۲۶ متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي او کله کله له دې کچې هم ناخوښي څرګندوي.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د ايران له ولسمشر سره کتلي

د عکس سرچینه، TALIBAN
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي له ايراني چارواکو سره د ليدونو په لړ کې له ولسمشر مسعود پزشکيان سره کتلي دي.
امير خان متقي، د تهران فورم په نامه غونډه کې چې د روانې مې میاشتې پر ۱۸ او ۱۹ نېټه کېږي، ګډون لپاره د شنبې پر ورځ (مې ۱۷) تهران ته رسېدلی دی. پتېيل شوې چې نوموړی به د تهران د خبرو اترو فورم کې هم ګډون وکړي.
د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند، پر ټولنیزه رسنۍ اېکس ويلي، په ناسته کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخيزو اړيکو او ايران کې مېشتو افغان کډوالو په اړه خبرې شوې دي.
حافظ ضيا احمد وايي، ايراني ولسمشر له افغانستان سره په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختيا ژمنه کړې او د افغان کډوالو ته يې د اسانتیاوو په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
تر دې یوه ورځ وړاندې امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو له وزير سره کتلي وو.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره لیدنه کې "له ايراني لوري وغوښتل چې د افغان کډوالو په راګرځولو کې د تدريج اصل په پام کې ونيسي."
په وينا پاڼه همدا ډول راغلي چې امير خان متقي په ايران کې د افغان بنديانو د لېږد او اسانتياو په اړه د ايران له چارواکو د پاملرنې غوښتنې کړه ده.

د عکس سرچینه، Taliban foreign ministry
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد ضیا تکل وايي، ملا امیر خان متقي د ایران د بهرنیو چارو د وزیر عباس عراقچي په رسمي بلنه تهران ته تللی دی.
ځينو سرچینو ویلي، امیر خان متقي به له ایراني چارواکو وغواړي دغه هېواد کې دېره افغان کډوال دې له یوه مخه په جبري ډول افغانستان ته نه ستنوي.
د طالبانو حکومت د اقتصاد وزرات مرستیال عبداللطیف نظري چې دغه سفر کې له ښاغلي متقي سره ملتیا کوي پر خواله رسنۍ ایکس خپاره کړي یوه پیغام کې ویلي "د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د اسلامي امارت په بهرنۍ تګلاره کې لومړیتوب لري."
د طالبانو حکومت د کورنیو او نړیوالو فشارونو سربېره، د خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان له خوا هم له یو لړ فشارونو سره مخامخ دی چې سرحدي شخړې، د اوبو پر سر ترینګلتیا او له دواړو هیوادونو د میلیونونو افغان کډوالو جبري اېستل پکې شامل دي.
ایران، چې اوس مهال د یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو او طالب ضد څېرو کوربه دی، ویلي، په هېواد کې یې دوه میلیونه بې اسنادو افغان کډوال شته چې باید وشړل شي. پاکستان هم ورته چاره پلې کوي.
که څه هم ایران ته د امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي سفر کې به له ایراني لوري سره د افغان کډوالو د جبري اېستلو پر موضوع خبرې وشي، خو څارونکي وايي، په دې تړاو د ایران د تګلارې د بدلون کوم څرک نه ویني.

د عکس سرچینه، ISNA
د نورو هېوادونو په څېر ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دوی ترمنځ کلکې ډیپلوماټیکې اړیکې او په لوړه کچه راشه درشه شته.
شاوخوا څلور میاشتې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د رییس الوزرا ملا حسن اخوند په ګډون د طالبانو حکومت له نورو لوړ پوړو چارواکو سره یې هم لیدلي وو.
یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي چې د ملي مقاومت په نامه د جبهې مشر احمد مسعود هم ایران ته سفر کړی او ویلي یې دي چې دا سفر یې د افغانانو د ستونزو هواري لپاره کړی دی، خو نه یې ده روښانه کړې چې کومو ستونزو ته په کوم ډول رسېدنه کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ایران ته داسې مهال سفر کوي چې سیمه په څو اړخیزو برخو کې د بدلونونو شاهده ده.
دا وضعیت په ځانګړي ډول د طالبانو حکومت لپاره چې د نړۍ هیڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني، حساس ګڼل کېږي. د طالبانو حکومت دغو بدلونونو کې له داسې غوراویو سره مخامخ دی چې نه غواړي چې خپل ګوښي حالت او له نړېوالې ټولنې سره په نازکو پړاونو کې خپل غلیمان ډېر کړي.