د سوریې شمال منبج ښار کې موټربم چاودنې د ۱۴ کارګرو ښځو په ګډون ۱۵ تنه وژلي

د عکس سرچینه، Syria Civil Defence
د سوریه د ملکي دفاع اداره وايي، د حلب ختیځ ته د دغه هېواد شمالي منبج ښار کې موټربم چاودنه شوې چې له کبله یې د "۱۴ ښځو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي" او ۱۵ نورې ښځې ټپیانې شوې دي. په وژل شویو کې یو سړی دی.
د ملکي دفاع اداره زیاتوي، چې د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی چې "ورسره د ټپیانو د مړینې احتمال شته. ټول ټپيان د کرنې کارګران دي."
د سوریې د بشري حقونو څارونکو مرکز وویل "یوې شدیدې چاودنې" د حلب د ختیځ منبج ښار لړزولی. دا سیمه د "ملي پوځ" ډلې تر کنټرول لاندې ده.
سرچینه زیاتوي، "په اصلي اوتوستراد لاره کې له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر چاودلی" چې ګڼ کسان یې ووژل او ټپيان کړل. ژغورندویه ډلې سیمې ته رسېدلې او ټپیان روغتونونو ته وړل شوي، خو هلته وضعیت "ډېر ګډوډ ښکارېده".
ددغه مرکز په وینا دا "شپږم ځل دی چې په وروستیو کې د ترکیې له ملاتړه برخمنو وسلهوالو تر کنټرول لاندې سیمه کې دا ډول پېښې کېږي."
همداراز د مرکز په وینا، په یوه بله چاودنه کې د "ملي پوځ" ډلې یو شمېر غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي چې پکې ملکي کسان او ماشومان هم شته دا چاودنه د شنبې پر ورځ د منبج ښار په یوه پوځي سیمه کې د موټر پر مټ شوې وه.
منبج ښار د اقتصادي فعالیتونو له مخې، له حلب ښار سره د فرات سیند دواړو غاړو ته د تګ راتګ لپاره یوه مهمه اقتصادي لاره ده. دا ښار د حلب شمال ختیځ کې موقعیت لري او د حلب له ښاره ۸۰ کیلومتره او د فرات له سینده ۳۰ کیلومتره لرې دی.
د ۲۰۰۴ کال د مرکزي احصائې دفتر په حواله، د منبج ښار اوسېدونکي شاوخوا ۱۰۰ زره کسان وو، خو وروسته د نورو سیمو لکه حلب، کوباني (عین العرب)، او عفرین څخه د خلکو د کډوالۍ له امله دا شمېر څو برابر زیات شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د کوردي ولس د ساتنې کنډکونو لپاره، منبج یوه مهمه اقتصادي سیمه ګڼل کېږي؛ ځکه چې دا د حلب ښار له ختیځ او لوېديځ فرات سیمو لکه قامشلي، الرقه، حسکه او دير الزور ختیځ سره تجارتي اړیکې لري.
په ښار کې د نړیوالې ټلوالې پوځي اډې هم شته او دا د کورد ځواکونو لپاره د لوجستیکي ملاتړ یوه حیاتي لاره ده، چې دوی ته د تجهیزاتو د ترلاسه کولو اسانتیا برابروي.
د منبج ښار په اړه د جګړې له پیلېدو وروسته، څو ځله دا ښار لاس په لاس شو، خو په ۲۰۱۴ کال د (سوریې خپلواک پوځ) پر ښار برید وکړ او ترکیې یې ملا وتړله.
وروسته، د "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د دغه ښار کنټرول ترلاسه کړ او دوه کاله پرې واکمن وو.
په ۲۰۱۶ کال کې، د "سوریې دیموکراتیک ځواکونه" بریالي شول او د داعش ډلې غړي یې له دې ښاه وشړل.
په ۲۰۱۷ کال کې، د منبج نظامي شورا چې کوردان او عربان پکې دي جوړه شوه او د کردي ولس د ساتنې کنډکونو او نړیوالو ائتلافي ځواکونو سره یې ګډې روزنې او مشورې لرلې.
په وروستیو کې، ترکیې پر منبج ښار د برید ګواښونه ډېر کړل او کورد ځواکونه له دې ښاره وتلو ته اړ شول.
په ۲۰۱۸ کال د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په پیل کې، د امریکا د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چې له منبج خپل پوځونه وباسي، کوردانو له روسیې سره یو تړون وکړ او د سوریې حکومتي ځواکونو ۳۰۰ پوځیان منبج ته ولېږل، چې له روسي ځواکونو او د منبج له نظامي شورا سره یو ځای فعالیت وکړي.