ملګري ملتونه وايي تېره یوه لسیزه کې له پنځو زرو ډېر افغانان د کډوالۍ لارو کې مړه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې په نړیواله کچه له هغو هېوادونو چې له کړکېچ سره مخ دي، ترې وتلو ۵۲ زرو کسانو د کډوالۍ پر لارو ژوند بایللی دی، زرګونه افغانان هم په کې دي.

د دغه سازمان په وینا، دا شمېره په یاده موده کې د ټولو ثبت شویو کډوالو د مړینې ۷۲ سلنه جوړوي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغې ادارې رپوټ ښيي چې په تېرو لسو کلونو کې د کډوالو د ثبت شویو مړینو او ورکېدو نژدې درې پر څلورمه برخه په داسې شرایطو کې پېښې شوي چې خلک د نا امنۍ، شخړو، طبیعي پېښو او نورو بشري ناورینونو له امله له خپلو اصلي ټاټوبو تښتېدلي وو.

د دغه رپوټ له مخې، د دې خلکو یوه پر څلورمه برخه د هغو هېوادونو وګړي وو، چې په بشري ناورینونو کې ښکېل وو او په کې زرګونه افغانان، روهینګیایان او سوریایي وګړي شامل دي چې په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ پر خطرناکو لارو مړه شوي دي.

په رپوټ کې راغلي، په تېره یوه لسیزه کې له ۵۰۰۰ ډېرو کسانو له افغانستانه د تېښتې په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې لوی شمېر یې په ۲۰۲۱ کال کې بیا ځلې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته و.

له ۳۱۰۰ ډېرو روهینګیايي لږکیو له میانماره د تېښتې پرمهال مړه شوي دي، زیاترو یې په سمندري پېښو کې یا بنګله دېش ته د تېرېدو په هڅه کې خپل ژوند بایللی دی.

په تېرو لسو کلونو کې یوازې د مرکزي مدیترانې په لارو کې، چې د نړۍ تر ټولو وژونکې کډوالۍ لارې بلل کېږي، شاوخوا ۲۵ زره کسان مړه شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان عمومي مشره، اېمي پاپ وايي: "دا شمېرې هغه تریخ حقیقت روښانه کوي چې کله نا امني او د راتلونکي لپاره د امکاناتو نشتوالی، خلک په خپلو هېوادونو کې له خوندي انتخابه محروموي، دوی اړ کېږي چې پر خطرناکو لارو خپل ژوند له خطره سره مخ کړي."

د کډوالۍ د نړیوال سازمان مشرې په دې برخه کې د نړیوالې پانګونې غوښتنه کړې، چې په اصلي ټاټوبو کې فرصتونه او ثبات رامنځته کړي او همدارنګه د خوندي او قانوني کډوالۍ لارو غوښتنه یې کړې ده.

دا کډوال تر ډېره د هغو نیمګړو او غیر مسلکي ربړي بېړیو کې د سفر او یا هم سمندرونو کې د زورورو توپانونو پر مهال ډوبېږي. اروپا ته پر لار په ځینو سیمو کې له ایران، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو د تېرېدو پر مهال د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې هم وخت ناوخت کډوال مړه او ژوبلېږي.

تېر کال اپرېل کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت ویلي وو په" ترکيه کې ۲۲ تنه افغانان" د يوې کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شوي‌ دي.

وړم کال بیا لږ تر لږه ۴۱ کډوال د ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نژدې د کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شوي وو چې افغانان هم په کې وو. هغه مهال چارواکو ویلي وو، د کښتۍ په ناستو کسانو کې یوازې ۱۵ یې د ژغورنې واسکټونه په تن کړي وو. دوی ویلي وو، چې د ایټالیا سمندري ساتونکو یو شمېر کسان وژغورل او بیا یوه سمندر غاړي ته یوړل شول.

دې وروستیو کې د اروپا ډېرو هېوادونو او بریتانیا خپلو پولو کې امنیتي تدبیرونه سخت کړي چې د کډوالو د ناقانونه ورتګ مخه ونیسي.