له میانماره د تښتېدونکو روهنجیا مسلمانانو کښتي ډوبه شوې، ۲۳ مړه او ۳۰ ورک دي

لږ تر لږه د ۲۳ هغو روهنجیایانو مړي موندل شوي چې د میانمار له راخین ایالته په تېښته وو او سمندر کې یې کښتي ډوبه شوې ده.‌

په کښتۍ کې د سپرو له ډلې یوازې اته تنه له دې پېښې ژوندي وتلي خو ۳۰ نور تري تم دي‌ او لا یې د ژوند او مرګ درک نه دی مالوم.

له پېښې ژوندي وتلي کسان وايي، دوی غوښتل مالیزیا ته لاړ شي خو د یکشنبې په ورځ د کښتۍ سمبالوونکي په خپله ښکته شول او ټول پنځوس تنه یې په سمندر کې په کښتۍ کې پرېښودل.

د یادولو ده چې هر کال زرګونه روهینجیا مسلمانان وګړي مالیزیا ته د اوښتو په تکل دغه خطرناک سمندري سفرونه کوي.

دوی په میانمار کې له مسلمانانو سره د کېدونکي ناوړه وضعیت او ځورونې او په بنګله دېش کې د کډوالو د ډېروالي له کبله مالیزیا ته پناه وړي.

د ژغورونکو یوې ډلې بي بي سي ته ویلي، په ترلاسه شویو مړو کې ۱۳ ښځې او ۱۰ نارینه دي چې دوی ټول روهینجیايي مسلمانان دي.

يوې لویې څپې کښتي په بل لټ واړوله

میانمار یا برما یو بودايي هېواد دی چې اکثریت یې د بودايي مذهب پېروان دي او مسلمان روهینجیایان پکې لږکي دي.

ګڼ شمېر روهیجیایان په ۲۰۱۷ کې هله بنګله دېش ته وکوچېدل چې د برما پوځ‌ له لوري له ټول‌وژنې سره مخ شول.

هلته تر اوسه پاتې مسلمانان په ۲۰۲۱ کې تر پوځي کودتا وروسته له دغه هېواده د تېښتې لارې لټوي.

د کښتۍ د ډوبېدو له دې پېښې ژوندي وتلي کسان وايي چې د میانمار راخین ایالت سیتوې سیمې اړوند سمندر کې له یوې لویې څپې سره مخ شول چې کښتي يې په بل لټ واړوله او په سیند لاهو شوه.

دوی زیاتوي چې قاچاقچیانو مالیزیا ته د رسولو په موخه د نفر په سر شاوخوا څلور زره ډالر ترې اخیستي وو خو بیا یې هم د سمندر په منځ کې کښي پرېښوده او په خپله مخه ترې لاړل.

د دوی مړي یا نورو کښتیو راټول کړي او یا هم د سمندر څپو غاړو ته څپ وهلي دي.

میانمار کې د ټول‌وژنې وېره او بنګله دېش کې توپيري چلند

مالیزیا ته دغه ژوند ګواښونکی او اوږد سفر تر ډېره د کب نیونې په کښتیو کې کېږي چې قاچاقچیان د ډېرې ګټې په موخه ګڼ مساپر پکې سپروي.

دغه سفر په ځانګړي ډول د کال په همدې شپو ورځو او بیا په توپاني موسمونو کې تل ډېر خطرناک وي.

تر ډېره روهینجیایان په اکتوبر او مې میاشتو کې له میانماره په تېښته دغه سفر ته زړه ښه کوي.

په میانمار کې د بودایانو په لاس د دوی د نسل د ورکونې په مقابل کې حاضر دي چې د دغه سفر ټول خطرونه ومني او د لګښت لپاره یې هلته شته ځمکې او ټول شته وپلوري.

په میانمار کې د ټول‌وژنې له وېرې په تېښته روهینجیایانو خپل ګاونډي مسلمان هېواد بنګله دېش ته پناه وړې وه خو هلته هم پوځ په داسې پنډغالو کې مېشت کړل چې سخته ګڼه ګوڼه پکې ده او د توپيري چلند تر څنګ یې پر تګ راتګ هم ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي.