د ډیلي هوايي ډګر یوې برخې نړیدو له کبله یو کس وژل شوی

د هند پلازمېنې ډیلي د هوايي ډګر بام یوه برخه نړېدلې، چې له کبله یې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

په خپرو شویو ویډیويي کلیپونو کې لیدل کېږي، چې هغه سترې ستنې، چې د هوايي ډګر لومړي ټرمینل بام پرې ولاړ و، هلته د ولاړو ګاډو د پاسه غورځېدلې دي.

د هوايي ډګر مسوولین وايي، د بیا اعلان تر مهاله پورې له دې ټرمنیله ټولې الوتنې لغو شوې دي. پېښه له ځايي مهال سره سم ګهیځ پنځه بجې شوې.

د هوايي ډګر یوه ویندوی کس په وینا: ''په داسې حال کې چې د پېښې لاملونو ارزونه کېږي، په ظاهره داسې ښکاري چې د تېرو څو ساعتونو پرلپسې باران له کبله بام نړېدلی دی.''

مسوولین وايي، په دې پېښه کې څلورو ګاډو ته زیان رسېدلی او اته کسان برسېرن ټپیان شوي دي.

بل لور د هند هوايي چلن همغږې کوونکې ادارې هوايي شرکتونو ته مشوره ورکړې، چې د مسافرو لپاره یا خو بدیل الوتنې ومومي او یا هم د ټکټونو بیه بېرته ورکړي.

د دې پېښې له کبله د زرګونو کسانو د سفر پلانونه ګډوډ شوي، ځکه د هند له پلازمېنې ډېری هغه الوتنې چې په هېواد کې دننه سفر کوي، له همدې ټرمینله الوتنې کوي.

ځینو هوايي شرکتونو بیا خپلې الوتنې د یاد هوايي ډګر دوو نورو ټرمینلونو ته بدلې کړې دي. د ډیلي نړیوال هوايي ډګر شرکت مسوولین وايي، یوه تخنیکي کومېټه په کار ګومارل شوې، چې د پېښې لاملونه وڅېړي.

د هند هوايي چلن فدرالي وزیر رام موهن نائډو د هغه کس کورنۍ ته د دوو میلیونو هندي روپیو ورکولو اعلان کړی، چې په دې پېښه کې وژل شوی او د هر ټپي کس لپاره یې د درې سوه زره روپیو ورکړې اعلان کړی دی.

د دې پېښې له کبله پر خواله رسنیو ګڼ شمېر کسانو سختې نیوکې هم کړې، چې وايي، د دې ټرمینل پر بیا رغاونه څو میلیارده روپۍ لګښت راغلی او په تېره مارچ میاشت کې د هند له ټولټاکنو یوه میاشت مخکې یې لومړي وزیر نرېندرا مودي پرانیسته وکړه.