کرېکټ: افغانستان د شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې له بنګله دېش مخکې شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د نړیوالو شل اوریزو سیالیو (ټي-۲۰) په درجه بندۍ کې یوه درجه پورته تللې او نهم ځای یې خپل کړی دی.

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) په تازه درجه بندۍ کې افغانستان د بنګله دېش ملي لوبډلې ځای نیولی، چې له نهمې درجې یوه درجه کښته شوې او لسم مقام ته رسېدلې ده.

هند، اسټرالیا، انګلنډ، نیوزیلنډ، ویسټ‌انډیز، سویلي افریقا، شري لنکا او پاکستان لوبډلو بیا په ترتیب سره له لومړي تر اتم مقامونه خپل کړي دي.

د ای سي سي په نورو درجه بندیو کې بیا افغان کرېکټ ملي لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې اووم ځای او په ټېسټ لوبو کې یوولسم ځای لري.

افغان لوبډلې په دا وروستیو کې پاموړ پرمختګونه کړي او ځینې لوبغاړي یې هم د کرېکټ نړیوالې درجه بندۍ کې لوړو مقامونو ته رسېدلي دي.

په دا وروستیو کې د کرېکټ معتبرې وېب‌پاڼې "کرېک اینفو" افغان کرېکټ ستوری راشد خان په تېرو ۲۵ کلونو کې د ۲۰ اوریزو لوبو تر ټولو غوره لوبغاړی ونوماوه.

د کرېک اینفو وېب‌پاڼې په همدې موده کې ۲۴ نور لوبغاړي هم په ترتیب سره په لوبو کې د دوی د کړنو اغېز ته په کتو غوره کړي دي، خو راشد خان د ټولو په سر کې بلل شوی.

یو لوی دلیل چې راشد خان له نورو مخکې دی، هغه دا دی چې دی په کمه موده کې، یعنی د نړیوال کرېکټ په لس کلن مزل کې بې ساری ځلېدلی دی.

له دې مخکې یو بل افغان لوبغاړی عظمت الله عمرزی د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د یو ورځنیو لوبو ټولچارو (الراونډرانو) په تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی و.

د روان کال مارچ میاشتې په لومړیو کې د کرېکټ نړیوالې شورا پر خپله وېبپاڼه لیکلي و، د نړۍ غوره استعداد، عظمت الله عمرزی په چټکه او حیرانوونکې توګه راڅرګند شوی دی.

عظمت الله عمرزي د اتلانو جام سیالیو کې د انګلنډ لوبډلې پر وړاندې پنځه وېکټې واخیستې او د اسټرالیا پر وړاندې یې ۶۷ چټکې منډې وکړې. که څه هم هغه لوبه د باران له کبله بې نتیجې اعلان شوه، خو عمرزي په کې لومړۍ وېکټه اخیستې وه.

عظمت الله عمرزی له بل افغان لوبغاړي محمد نبي چې دا مقام یې ډېر وخت په واک کې و، مخکې شو. محمد نبي عیسی خېل د الرونډرانو ترمنځ اوس په نړیواله کچه دویم مقام لري.

راشد خان هم شپږم ځای موندلی. درېیم ځای د زیمبابوې لوبغاړي سکندر رضا او څلورم مقام بیا د بنګله دېشي لوبغاړي مهدي حسن میراز سره دی.

عظمت الله عمرزی څه موده وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا له لوري د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی هم اعلان شوی و.