کیمیاوي سوځېدنه، بریدونه، برقي شاکونه – غزه‌والو بي‌بي‌سي ته په اسرائیلي توقیف ځایونو کې د شکنجې کیسې کړې

  • Author, الېس کډي
  • دنده, بي بي سي

فلسطیني بندیان چې د اسرائيلو له زندانونو بېرته غزې ته خوشي شوي، بي بي سي ته ویلي چې د اسرائیلو پوځ او د زندان د چارواکو له ‌خوا له ناوړه چلند او شکنجې سره مخ شوي. دا د اسرائیلي پوځ په مرکزونو او زندانونو کې د ناوړه چلند راپورونو ته نور شواهد ور زیاتوي.

د دغو بنديانو له ډلې يو تن محمد ابو طويله چې مستري دی او ۴۶ کاله عمری لري وایي، کیمیاوي مواد پرې استعمال شوي او اور ورته اچول شوی دی. "ما لکه د څاروي په څېر ټوپونه وهل، هڅه مې کوله چې [پر خپل بدن] اور مړ کړم."

موږ له پنځو خوشي شویو بندیانو سره هر اړخيزه ژورې مرکې کړې. دغه کسان پر اسرائيلو د حماس له بريد وروسته چې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول او ۲۵۱ يرغمل شول نیول شوي وو.

دا کسان د اسرائيلو د ناقانونه جنګیالیو د قانون له مخې بندي شوي. د دې قانون له مخې هغه کسان چې د امنيتي ګواښ شک پرې کېږي تر نامحدود وخت پورې بندي کېدلی شي.

دا کسان وایي، دوی له حماس سره د اړیکو په تور نیول شوي وو او د یرغمل شویو او تونلونو د ځای ځايګي په اړه ترې پوښتنې کېدې، خو په دوی ثابته شوې نه ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې بریدونو کې يې لاس درلود.

ځینې نور کسان چې د حماس او اسرائيلو تر منځ د تړون له مخې خوشي شوي، د جدي جرمونو سزا یې تېره کړې، لکه د اسرائیليانو وژل، خو موږ چې له کومو کسانو سره خبرې کړې په داسې قضيو کې ښکېل نه وو. موږ د اسرائيلو د دفاعي ځواکونو او د اسرائيلو د زندانونو له ادارې هم پوښتنه وکړه چې ايا د دوی پر وړاندې کوم تورونه شته يا محکوم شوي وو، خو دوی دې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ.

دغو کسانو په خپلو بیانونو کې ويلي:

  • هره يو ويلي چې لوڅ کړل شوي، سترګې یې تړل شوې، لاسونه یې تړل شوي او وهل شوي دي
  • ځینې وایي برېښنايي شاکونه ورکړل شوي، سپي پرې راخوشې شوي، او له درملنې محروم شوي
  • ځینې وایي د نورو بندیانو مړینه یې لیدلې
  • یو وایي جنسي ناوړه چلند یې لیدلی
  • بل وایي سر یې په کیمیاوي مواد کې دننه کړل شوی او شا ته یې اور وراچول شوی

موږ د یوه وکیل راپورونه هم لیدلي چې له دغو دوو بندیانو سره يې په زندان کې کتلي، او له هغو روغتیايي کارکوونکو سره مو خبرې کړي چې له راستنیدو وروسته يې د دې بنديانو درملنه کړې ده.

بي بي سي د اسرائيلو دفاعي ځواکونو ته د ځواب ويلو يو مفصل لیک استولی، چې پکې د بندیانو تورونه او پېژندګلوي تشریح شوې ده.

د اسرائيلو دفاعي ځواکونو په خپل بیان کې د مشخصو تورونو په اړه ځواب نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي چې د "بندیانو د منظم ناوړه چلند تورونه په کلکه ردوي".

هغوی ويلي، ځینې قضيې چې بي بي سي راپورته کړې، "د اړوندو ادارو له‌خوا به وڅېړل شي". زیاته کړې يې ده چې نورې پېښې "کافي جزییات نه لري، د بندیانو پېژندګلوي نه ده په ډاګه شوې، نو ارزونه یې ناشونې ده".

دوی زیاتوي، "د اسرائیلو دفاعي ځواکونه هر هغه عمل چې د دې ځواکونو له ارزښتونو سره ټکر ولري، ډېر جدي نیسي… هغه مشخص شکایتونه چې د توقیف ځایونو د کارکوونکو ناوړه چلند یا ناسمو شرایطو ته اشاره کوي، اړوندو ادارو ته استول کېږي او لازم اقدامات تر سره کېږي. مناسبو مواردو کې، انضباطي ګامونه اخیستل کېږي او جنایي پلټنې پیلېږي."

د اسرائيلو د زندانونو ادارې ویلي، دوی په راپور کې د راغلي ناوړه چلند له هېڅ تورونو خبر نه دي. "تر کومه چې موږ ته معلومه ده، د زندانونو ادارې تر چتر لاندې دا ډول پېښې نه دي رامنځته شوې."

د بريتانیا برېستل پوهنتون د نړيوال قانون مرکز يو مشر ډاکټر لارنس هېل کوترن، وايي د دغو کسانو له خوا ياد شوي چلندونه "نه یوازې د نړیوال قانون، بلکې د اسرائیلو د قانون خلاف هم دي"، او په ځینو مواردو کې دا "د شکنجې کچې ته رسېږي".

نوموړي ویلي، "د نړیوال قانون له مخې، د وسله‌والې شخړې قانون ایجابوي چې له بندیانو سره انساني چلند وشي… د بندیانو د اساسي اړتیاوو پوره کول د هغوی له احتمالي جرمونو سره هېڅ تړاو نه لري."

هغه پنځه فلسطینیان چې موږ ورسره هر اړخيزې مرکې کړې، د حماس سره د اوربند تړون له مخې سږکال له بنده خوشي شوي. حماس پر اسرائيلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اوومې برید مشري کوله.

دغه پنځه کسان د شاوخوا ۱۹۰۰ فلسطینیانو له ډلې دي چې د ۳۳ اسرائيلي یرغمل شویو (۸ مړه او ۲۵ ژوندي) په بدل کې تبادله شوي. ځینې یرغمل شويو ویلي چې حماس له خوا د شکنجې، لوږې او ګواښونو سره مخ شوي دي.

وړاندې خوشي شويو ښځینه یرغملو هم د فزیکي او جنسي ناوړه چلند يادونه کړې وه.

اسرائيل وایي، عدلي معاینې ښيي ځینې خوشي شوي ماشومان او نور یرغمل د حماس له خوا وژل شوي، که څه هم حماس دا ردوي.

دغه پنځه فلسطینیان وایي، د نیولو له شېبې تر خوشې کېدو پورې له ناوړه چلند سره مخ شوي دي.

د بي بي سي له خوا له نورو لسګونو بېرته راغلو بندیانو سره لنډې مرکې هم شوې، هغوی هم د وهل کېدو، لوږې او ناروغیو راپورونه ورکړي.

د خوشي شويو بنديانو دغه خبرې له نورو راپورونو سره چې د اسرائیلو بشري حقونو ادارې "بڅېلم" او ملګرو ملتونو ته ورکړل شوې لکه د بنديانو لوڅولو، خوراک او اوبو نه ورکول، خوب ته نه پرېښودل، برېښنايي شاکونه ورکول، په سېګرېټو سوځول او په سپيو داړلو په څېر له ادعاو سره اړخ لګوي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو یو بل راپور هم ورکړی چې پکې د جنسي تېریو او ناوړه ګواښونو یادونه شوې ده او ویلي یې دي چې دا ډول چلند د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د "معیاري عملیاتو کړنلاره" ده. خو اسرائیلو دا تورونه "بې‌اساسه" بللي او په کلکه يې رد کړي دي.

لکه څنګه چې اسرائیل نړیوالو خبریالانو ته په ازاده توګه غزې ته د ورتګ اجازه نه ورکوي، زموږ مرکې د ټیلیفون، پیغام او یا زموږ د همکارو خبریالانو له خوا چې هلته شته، ترسره شوې دي.

ټولو پنځو کسانو ویلي چې د نیولو له شېبې یې شکنجه پیل شوې، او ویل یې چې لوڅ کړل شوي، سترګې یې پټې شوې او وهل شوي.

مستري محمد ابو طویله وايي، څو ورځې یې شکنجه تېره کړې.

د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۴ کال مارچ کې د پوځيانو له خوا له نیولو وروسته هلته نژدې یوې ودانۍ ته بېول شوی و، او هلته دری ورځې یوازې د پوځيانو له خوا ترې پوښتنې او ګروېږنې کېدې.

ده وویل عسکرو د صفايۍ لپاره له استعمالېدونکو کیمیاوي موادو په يوه لوښي کې مخلوط جوړ کړی و، او د ده سر يې په کې غوټه کړ. دی وايي پوښتونکي په سوک وواهه چې پر ځمکه راپرېوت، سترګه يې ژوبله شوه. دی زياتوي بيا يې هغوی سترګه په يوه ټوکر وتړله چې له هغې سره يې "زخم نور هم خراب شو".

ده وايي چې هغوی اور هم ورته اچولی و.

"هغوی د سپرې او لايټر له لارې زما پر شا اور ولګاوه. زه د يوه حيوان په څېر رغړېدم، هڅه مې کوله چې اور مړ کړم. اور زما له غاړې تر پښو پورې خپور شو. دوی بیا څو ځله په ټوپک ووهلم. سوټي هم ورسره و، زه يې پرې وهلم او په اړخونو يې څوخلم."

ده وويل، ورپسې یې "پر ما تيزاب واړول. نژدې یوه نیمه ورځ مې ورسره تېره کړه".

"هغوی پر سر راته توې کړل، په داسې حال کې چې پر څوکۍ ناست وم دا مواد زما پر بدن ښکته روان و."

ده وویل، بالاخره عسکرو يې پر بدن اوبه واچولې او اسرائیلو ته یې ولېږداوه، په روغتون کې يې درملنه وکړه چې په هغو کې له يوې برخې بلې ته د پوستکي وړل هم شامل وو.

ده وویل، چې د درملنې ډېره برخه يې د اسرائیلو په جنوب کې د دفاعي ځواکونو اډې روغتون کې ترسره شوه.

دی وايي، هلته لوڅ له بستر سره ولچک شوی و، او تشناب ته د تلو پر ځای ورته پمپر ورکړل شوی. په دې روغتون کې اسرائیلي ډاکټرانو، مخکې بي بي سي ته ویلي چې د بنديانو تړل او هغوی مجبورول چې پمپر واچوي، عادي عمل بلل کېږي.

کله چې بي بي سي له ښاغلي ابو طویله سره تر خوشې کېدو لږ وروسته مرکه وکړه، د هغه شا په سرو تغمو پوښلې وه. ده وویل چې د سوځېدنې درد يې لا هم له خوبه راویښوي، او د د سترګو ليد يې کمزوری شوی دی.

بي بي سي ونه توانېده چې له داسې چا سره خبرې وکړي چې د ښاغلي ابو طویله د برید شاهد وي، خو د سترګو يو متخصص ډاکټر، چې غزې ته له ستنېدو وروسته يې د ده درملنه کړې وه، تائید کړه چې د هغه سترګه د کیمیاوي سوځېدو له امله زیانمنه شوې، او د شاوخوا پوستکي ته يې هم تاوان رسېدلی. ډاکټر وویل چې د ښاغلي ابو طویله لید کمزوری شوی، ښایي دا د کیمیاوي موادو یا نورو صدمو له کبله وي.

موږ د ده د ټپونو انځورونه یو شمېر بریتانوي ډاکترانو ته وښودل، او د هغه بیان مو هم ورسره شریک کړ. دوی وویل چې ټپونه د هغه له کیسې سره سمون لري، که څه هم یادونه یې وکړه چې یوازې د انځورونو پر بنسټ سم قضاوت نشي کېدی.

بي بي سي دا تفصیلي معلومات د اسرائيلو دفاعي ځواکونو سره شریک کړل، او هغوی ته یې پنځه ورځې وخت ورکړ چې څېړنه وکړي. هغوی د ښاغلي ابو طویله ادعاوو ته مستقیم ځواب ورنکړ، خو و يې ويل، هر عمل چې د "دوی له ارزښتونو سره په ټکر کې وي، جدي نیول کېږي."

هغوی زياته کړه چې ځینې قضیې به "وڅېړل شي"، خو دا یې نه دي ويلي چې ایا په هغو کې د ښاغلي ابو طویله قضیه هم شامله ده او که نه.

يوه فارم کې د چرګانو حلالوونکی ۳۳ کلن عبدالکریم مشتهی وايي،"موږ یې ولچک کړو او وهلو يې. هېڅوک نه و چې یوه څاڅکی اوبه راکړي". نوموړی د ۲۰۲۳ کال د نومبر په مياشت کې داسې مهال نيول شوی و چې له خپلې کورنۍ سره يې د اسرائیلو له خوا د وتلو امر پر ځای کاوه.

یو وکیل چې وروسته له ښاغلي مشتهی سره زندان کې لیدلي، راپور ورکړی چې "نوموړی تر هغه چې زندان ته ولېږدول شي "سخت وهل شوی، سپکاوي یې شوی او جامې ترې ايستل شوې دي. "

دوو کسانو وویل چې ساعتونه بهر په يخ کې درول شوي او دوو نورو ويل چې اسرائیلي پوځيانو د دوی سامانونه او پیسې غلا کړې.

بي بي سي د دغو غلاوو شکایتونه هم د اسرائيلو دفاعي ځواکونو سره شریک کړل، هغوی دا کار "له قانون او د دفاعي ځواکونو له ارزښتونو سره په ټکر کې" وباله. هغوی وویل که نور جزئیات ورکړل شي، نو دا قضیې به "په جدي ډول وڅېړل شي".

د ښاغلي مشتهی په ګډون له ټولو کسانو سره چې موږ خبرې وکړې، وويل چې دوی د اسرائيلو سدې ټېمن پوځي اډې يا مرکز ته لېږدول شوي، ابوطويله هم وويل چې په همدې ځای کې يې درملنه شوې وه.

يوه کس چې د لېږد پر مهال ورسره بد چلند شوی د غچ اخيستنې له وېرې د نوم نه خپرېدو غوښتنه وکړه. موږ په دې لکنه کې ورته د "عمر" مستعار نوم کارو.

نوموړي وویل، اسرائيلي پوځيان ودرېدل پر ده او هلته نورو کسانو يې لاړې تو کړې. دوی یې "د خنزیر زامن" او "د سنوار زامن" وبلل. اشاره یې د حماس مشر یحیی سنوار ته وه، چې د اکتوبر د ۷ نېټې بریدونو پلان کوونکی ګڼل کېږي او پنځه مياشتې وړاندې د اسرائيلو به بريد کې ووژل شو.

دغه ۳۳ کلن چې د برېښنايي کېبلونو په يوه شرکت کې يې کار کاوه وويل، "هغوی موږ ته یو غږیز پیغام را واوراوه چې په کې ویل کېدل، 'څه چې تاسو زموږ له ماشومانو سره کړي، موږ به یې ستاسو له ماشومانو سره وکړو'".

د سدې تېمن پوځي اډې په اړه د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له بريد وروسته جدي شکايتونه شوي. هلته څو پوځيان د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې محکوم شول. هلته له يوه بندي سره د ناوړه چلند ویډيو ثبت شوې وه چې له کبله يې روغتون ته يوړل شو، د کولمو خوله يې شلېدلې وه او سږی يې سوری شوی و.

په یوه بله قضیه کې، یوه پوځي چې منلې يې وه د غزې له فلسطیني بندیانو سره يې سخت ناوړه چلند کړی و، هم سزا ورکړل شوه.

دریو کسانو چې موږ ورسره خبرې کړې، وویل چې سپي د بندیانو د وېرولو لپاره په سدې تېمن او نورو مرکزونو کې کارول کېدل.

ښاغلی ابو طويله چې په ياده پوځي اډه کې بندي و او روغتون کې يې درملنه شوې وايي، "هرکله به چې موږ له اډې څخه کلینیک يا د پلټنو خونې ته لېږدول کېدو، موږ به یې وهلو، [بنده خوله] سپيان به یې راباندې خوشي کول، ولچکونه به یې راته تنګول."

بي بي سي د اسرائيلو له دفاعي ځواکوونو وپوښتل چې ایا دوی په دوامدار ډول د بندیانو وېرولو لپاره سپيان کاروي. هغوی په ځواب کې وویل، "بنديانو ته د تاوان رسولو لپاره د سپیانو کارول منع دي."

هغوی همداراز وویل چې "د اسرائيلو دفاعي ځواکونو په توقیف ځایونو کې ځینې بندیان خورا خطرناک ترهګر ګڼل کېږي، او په ځانګړو مواردو کې په اوږدمهاله توګه بندي ولچک کېږي."

یو شمېر بندیانو ویل چې دوی اړ ایستل شوي د فزیکي فشار حالت کې واوسي، لکه د ساعتونو لپاره پر سر د لاسونو پورته نیول.

ابو طويله وويل، "موږ به د سهار له ۵ بجو د شپې تر ۱۰ بجو، د خوب تر وخته پر ګونډو ناست وو. "

يو بل کس حماد الدوحدوح چې بي بي سي ورسره خبرې کړې وايي، په پوځي اډه کې دوی پر حساسو ځايونو لکه سترګو او غوږونو وهل کېدل.

دغه ۴۴ کلن، چې د جګړې ترمخه کروندګر و، وویل د وهلو له امله یې شا او غوږ ته لنډمهالی زیان رسېدلی، او د سینې هډوکي یې مات شوي دي.

د اسرائيلو پوځ دې ادعا ته ځواب نه دی ورکړی.

ښاغلي دحدوح او ځینو نورو خوشي شویو بندیانو ویلي چې د پلټنو پر مهال یا د سزا ورکولو په توګه، برېښنايي شاکونه هم کارول کېدل.

نوموړی وايي، "د ظلم ځانګړې ډلې به سپي، لښتې، او برېښنايي وسلې راوړې، موږ ته به یې شاک راکاوه او وهلو به يې".

ښاغلي ابو طویله زیاته کړه چې دوی به هر ځل د لېږد پر مهال وهل کېدل او وېرول کېدل.

"هر ځل چې به یې له اډې څخه کلینیک یا د پلټنې خونې ته وړو، موږ به یې وهلو، [بنده خوله] سپي به یې راباندې خوشي کول، ولچکونه به یې راپسې تنګول".

نوموړي زیاته کړه چې د پلټنو پر مهال به یې له حماس سره د اړیکو تور پرې لګاوه.

مشتهی وايي، "هر بندي ته به… هغوی ویل: 'تاسو ترهګر یاست'. هغوی تل هڅه کوله موږ ته ووايي چې د اکتوبر اوومې په بریدونو کې مو برخه اخیستې. هغوی له موږ سره شخصي کینه لرله."

"ما ورته وویل، 'که زه د حماس غړی وای یا بل څوک، نو ایا ما به د امن دهلېز له لارې تګ کاوه؟ ایا ما به ستاسو د وتلو غوښتنو ته غوږ اېښی وای؟'"

ده وويل، چې پلټنې به ټوله شپه روانې وې.

"دری شپې مې خوب ونه کړ، ځکه دوی به زه شکنجه کولم. زموږ لاسونه يې تړل او په ساعتونو به مو پورته پر سر نيولي وو. هېڅ شی مو نه وو اغوستي. کله به مو چې وويل 'زما ساړه کېږي'… دوی به د يخو اوبو ډک ستل، پر سر را توې کړ او پکه به یې چالانه کړه."

ښاغلي دحدوح وويل، د دوی پلټونکو ورته ويلي وو، څوک چې له غزې وي، "هغه د ترهګرو ډلو سره تړاو لري"، او کله به چې بنديانو پوښتنه وکړه چې دا تورونه په محکمه کې چلېنج کولی شي، دوی ته به ويل کېدل چې د دې لپاره وخت نشته.

نوموړي وايي چې ده ته له وکيل سره د لیدو اجازه نه وه ورکړل شوې. د اسرائيلو دفاعي ځواک بي بي سي ته وويل، "د اسرائيلو قانون په ملکي محکمه کې د قضايي بیاکتنې، د وکيل لخوا د قانوني استازيتوب، او ستره محکمه کې د اپیل حق ورکوي."

د عمر په نامه بندي وايي، کله چې هغه سدې تېمن اډې ته ورسيد، دری ورځې ترې پلټنې وشوې.

ده وويل چې بنديان په نری لباس کې وو او په يخه خونه کې ساتل کېدل، هلته به په لوړ اواز سره اسرائيلۍ موسیقي غږېده.

کله چې پلټنه پایته ورسېده، نارینه بنديان په تړلو سترګو بېرته بندخونو ته بوتلل شول.

عمر وويل، "موږ نه پوهېدو چې شپه ده که ورځ. لمر مو نه ليده. هېڅ مو نه ليدل".

د اسرائيلو دفاعي ځواک وايي دوی د سي سي ټي وي کامرو په ګډون د "د نظارت ميکانيزمونه" لري، "تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د توقیف مرکزونه د اسرائيلو دفاعي ځواکونو د احکامو او قانون له مخې اداره کېږي."

عمر او مشتهی وايي دوی بيا د کېتزات زندان ته ولېږدول شول.

عمر وايي په کېتزات زندان کې د جنسي ځورونې شاهد و.

"هغوی به د ځينو کسانو کالي وايستل او شرموونکي کارونه به یې ورسره کول… دوی به يې مجبورول چې يو له بله سره جنسي عملونه وکړي. ما دا هر څه په خپلو سترګو وليدل. په دې کې د دخول عمل نه و، خو یوه کس ته به يې ويل چې د بل کس خصوصي ځای وزبېښي. دا جبري کار و."

بي بي سي ته د دې ډول نورو پېښو راپور نه دی ورکړل شوی، خو د فلسطیني بنديانو ټولنه، چې په اسرائيلي زندانونو کې د فلسطيني بنديانو حالات څاري، د کېتزات په زندان کې جنسي ځورونه "عامه پېښه" بولي. دوی وايي په دې کې له جنسي تېري، جنسي ځورونې او تر جنسي غړو د وهلو پورې شکنجې شاملې دي.

دې ډلې ويلي، که څه هم دوی د بنديانو ترمنځ د جبري جنسي عملونو شاهدۍ نه دي ترلاسه کړې، خو ورته ویل شوي چې ځيني بندیان مجبور شوي وو چې یو بل ته لوڅ وګوري او یو پر بل باندې لوڅ واچول شي.

د بشري حقونو سازمان "بتسلیم" هم د جنسي تاوتریخوالي ادعاوې ثبت کړې دي. د یوه بندي له خولې چې وايي ساتونکو هڅه وکړه چې د ګازرې په واسطه جنسي تېری پرې وکړي.

بي بي سي دا ادعا چې بنديان مجبور شوي وو يو پر بل جنسي عملونه ترسره کړي، د اسرائيلو د زندان ادارې ته وړاندې کړه. هغوی ځواب ورکړ چې دوی "له دې ډول جنسي ځورونې یا نورو ادعاوو نه دي خبر".

دوی وويل. "د اسرائيلو د زندان اداره یوه د قانون پلي کوونکې اداره ده چې د قانون د احکامو له مخې او د دولت د څارونکو او نورو رسمي ادارو تر څار لاندې فعالیت کوي."

"ټول بنديان د قانون له مخې توقيف شوي. ټول اړین بنسټیز حقونه، د مسلکي روزل شويو ساتونکو لخوا پوره پلي کېږي. موږ له هغو ادعاوو نه يو خبر چې تاسو يادې کړې، او تر کومه چې موږ پوهېږو، داسې پېښې د اسرائیلو د زندانونو د ادارې تر مسؤلیت لاندې نه دي رامنځته شوې."

"خو بيا هم، بنديان او توقیف شوي کسان حق لري چې شکايت ثبت کړي، چې په بشپړ ډول څېړل کېږي او د رسمي مقاماتو لخوا ځواب ورکول کېږي."

عمر وايي چې دوی په کېتزات زندان کې د پوليسو په ډنډو وهل شوي.

"له شکنجې وروسته، ټوله شپه له سر تر پښو زما بدن درد کاوه. هلکانو به زه له خپل بستره تشناب ته لېږدولم. زما ټول بدن، زما شا، زما پښې له وهلو شنه شوي وو. نژدې دوه میاشتې مې حرکت نه شوای کولی."

ښاغلي مشتهی وايي، د دوی سرونه به له دروازې سره وهل کېدل، او د دوی جنسي غړي به وهل کېدل.

"هغوی به زموږ جامې ايستلې. موږ ته به يې برېښنايي شاکونه راکول. دوی به موږ په حساسو ځایونو وهلو. دوی به ویل: 'موږ تاسو خصي کوو'."

دی وايي د وهلو هدف دا و چې "هډوکي مو مات کړي"، او کله کله به يې بندیان یو ځای راټول کړل او جوش اوبو به پرې تویولې.

ده زياته کړه چې "د شکنجې اندازه ډېره زياته وه".

دواړو عمر او مشتهی هغه پېښې هم یادې کړې چې د روغتیايي بې پروايۍ سبب شوې وي.

ښاغلي مشتهی وويل، "زما لاسونه پړسېدلي وو او دانې پرې راختلې وې."

"که چا زما پښې ليدلې وای، نو ویل به يې چې بايد پرې شي، دومره پړسېدلې وې… [ساتونکي] به راته ویل چې خپل لاسونه او پښې په اوبو او سابون ومينځه."

"خو ما دا څنګه کړي وی، موږ يوازې د ورځې یو ساعت اوبه درلودې، صابون او يوه کاشوغه شامپو به مو په اوونۍ کې يوزاې يو ځل ترلاسه کوله."

ښاغلي مشتهی وايي، ساتونکو به ورته ويل، "تر څو دې چې نبض خوځېږي، ته ښه یې. تر څو چې درېدلی شې، ته ښه یې. کله چې ستا نبض ودرېد، موږ به دې درملنې ته راشو."

د یوه وکيل په راپور کې، چې د تېر کال په سپتمبر کې کېتزات زندان ته د عمر او مشتهی د کتنې لپاره تللی و، راغلي: "دا بندي، لکه نور ټول بنديان، پر خپلو لاسونو، پښو او شا د دانو له کبله په درد دي، هلته صفايي نشته او هېڅ درملنه يې نه ده شوې."

ښاغلي مشتهی بي بي سي ته له غزې د ډاکټر یو راپور وړاندې کړ، چې تأييدوي د خوشي کېدو پر ورځ يې هم په بوستکي دانې موجودې وې.

عمر وويل چې د روغتايي مرستې د غوښتنې له امله بندیان وهل کېدل.

وکيل لیکلي چې عمر د پوستکي پر سر خپرېدونکو دانو لپاره روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري، چې د سختو زنداني شرايطو له امله، لکه د سابون نشتوالی او ککړې اوبو، له کبله رامنځته شوي. "بندي وايي، ان که د ده د ځان مينځلو نوبت لپاره راشي هم، دی هڅه کوي چې غسل ونه کړي، ځکه اوبه… خارښت او التهاب رامنځته کوي."

ټولو بنديانو ويلي چې د بند پر مهال یې خوړو او اوبو ته محدود لاسرسي درلود، او څو کسانو ويلي چې د پام وړ وزن یې له لاسه ورکړی.

عمر وايي، ده ۳۰ کیلوګرامه وزن له لاسه ورکړ. وکیل وايي، عمر ورته ويلي چې په لومړیو میاشتو کې خواړه "په نشت حساب وو"، که څه هم وروسته شرایط "یو څه ښه شول".

ښاغلي مشتهی وايي، خواړه به د دوی له قفسونو بهر کېښودل کېدل، چې لومړی به ترې پيشوګانو او مرغانو خوړل.

د احمد ابو سیف په نامه يو بل کس چې موږ ورسره خبرې کړې وايي، د نیول کېدو پر مهال، چې د ده د اوولسمې کلیزې ورځ وه، د اشغال شوې لوېديځې غاړې ته څېرمه د مجيدو زندان ته یووړل شو.

دی وايي، اسرائيلي چارواکو به هلته په منظم ډول پر بندخونو یرغل کاوه او اوښکې بهوونکي ګاز به يې پرې استعمالاوه.

احمد چې په وینا يې د زندان د ځوانانو په څانګه کې ساتل کېده وايي، "موږ به د ګازو له بريد وروسته څلور ورځې تنفس نه شوای کولی او د ساه بندۍ احساس به مو کاوه".

"دې ته هېڅ پام نه کېده چې موږ ماشومان یوو، دوی به له موږ سره لکه د اکټوبر د اوومۍ د بریدګرو په څېر چلند کاوه."

نوموړی وايي د پلټنو پر مهال يې د پښو نوکان ايستل شوي. له خوشي کېدو يوه ورځ وروسته کله چې بي بي سي ترې فلم اخيست نوموړي د پښو نوکان وښودل چې اغېزمن شوي وو او همدا راز يې پر لاسونو زخمونه وو چې ده ويل د زولنو او د سپي د داړلو له کبله رامنځته شوي دي.

د اسرائيلو د زندانونو ادارې د دې ادعاوو په اړه هېڅ غبرګون ونښود.

دوو کسانو وويل چې په سدې تېمن زندان کې يې د نورو بندیانو مړينه ليدلي چې يو د وهلو ټکولو چې سپی هم په کې کارول شوی او بله د روغتیايي بې پروايۍ له کبله مړ شو.

دوی چې کوم نومونه او نېټې ورکړې، هغه د رسنیو د راپورونو او د بشري حقونو د سازمانونو له معلوماتو سره سمون لري.

د فلسطیني بنديانو ټولنې بي بي سي ته وويل، لږ تر لږه ۶۳ فلسطيني بنديان چې ۴۰ یې د غزې اوسېدونکي وو د ۲۰۲۳ د اکټوبر له ۷مې راهیسې د اسرائيلو په زندانونو کې مړه شوي دي.

د اسرائیلو د زندانونو ادارې د فلسطينيانو د مړینې په اړه هېڅ ځواب نه دی ورکړی، خو د اسرائيلو پوځ وايي دوی "د بنديانو د مړینې له قضیو خبر دي، چې له مخکې ناروغ وو او يا د جګړې له امله ژوبل شوي وو".

دوی زياتوي، "د کړنلارې له مخې، د هر بندي د مړینې په صورت کې د پوځ د جنایي تحقيقاتو څانګه پلټنې پيلوي."

ځينې کسان وايي چې تر خوشي کېدو پورې ظلم دوام درلود.

ښاغلی مشتهی وايي، "د خوشي کېدو په ورځ يې له موږ سره ډېر ظلم وکړ. لاسونه یې کلک راوتړل، او کله يې چې غوښتل و مو لېږدوي، تړلي لاسونه به يې پر سر راته کېښودل او راکاږلو به يې. "

"هغوی ويل: 'که تاسې د حماس سره اړیکه ولرئ یا ورسره کار وکړئ، نو هدف به وګرځئ.' هغوی ويل: 'موږ به پر تاسې مستقیم توغندی وتوغوو.'"

۱۷ کلن احمد وايي، د جنورۍ د اوربند تړون له لاسلیک وروسته حالت نور هم خراب شو. "سرتېرو نور هم زياتی ډېر کړ، ځکه پوهېدل چې ژر به خوشي کېږو."

عمر وايي، يوازې هغه وخت يې د "خونديتوب" احساس وکړ، کله چې د غزې لپاره د سره صلیب بس ته ولېږدول شو.

ویډیوګانې ښيي چې ځینې بندیان په هغو جاکټونو کې راستنېدل چې د داود ستوری پرې انځور شوی و او په عربي ژبه لیکل شوي وو، "موږ نه هېروو او نه بښنه کوو."

د غزې په اروپايي روغتون کې یوه چارواکی، چې د خوشې شويو بنديانو طبي ارزونه یې کړې وه، وايي، د پوستکي ناروغۍ لکه دانې (سکبي) عامې وې، او ډاکترانو ګڼ شمېر د "سختې ډنګرتيا او خوارځواکۍ" پېښې ليدلې، همداراز "د شکنجې فزیکي اغېزې".

قانون پوه ډاکټر لارنس هېل کوتهورن وايي، "یقيناً، د بندي د سوځولو لپاره د کيمياوي موادو کارول، سر يې پر اوبو کې غوټه کول، برښنايي شاک، د نوکانو ایستل، سخت وهلو او ټکولو د شکنجې له معیار سره برابر دي. دا ټول اعمال یا ورته کارونه د نړیوالو ادارو لخوا د شکنجې په توګه پېژندل شوي، لکه د فشار حالتونه او په لوړ اواز موسيقي هم."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي)، چې له خوشي شويو بنديانو سره مرکې کوي، وايي چې د محرميت له کبله د انفرادي کسانو د حالت په اړه تبصره نه شي کولی.

خو زياته يې کړه، دوی هيله لري هغو کسانو ته چې اوس هم په زندان کې دي د ورتګ اجازه ورکړل شي، هغه چې د اکټوبر له ۷مې وروسته نه ده ورکړل شوې.

یادې ادراې بي بي سي ته وويل، "ای سي ار سي د بنديانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري او ټينګار کوي چې ټولو زندانونو ته د ورتګ بيا اجازه ورکول ډېر مهم دي. موږ لا هم له اړوندو خواوو سره په دوه اړخیز او محرمانه ډول د لاسرسي غوښتنه کوو".

اوس هم ۵۹ یرغمل په غزه کې ساتل کېږي، چې ويل کېږي ۲۴ تنه یې ژوندي دي. د سره صليب ادارې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له دوی سره وګوري، د دوی خپلوان يې د وضعیت په اړه ژورې اندېښنې لري.

د ډېرو خوشي شويو فلسطيني بنديانو لپاره، بېرته غزې ته ستنېدل هم د خوشحالۍ او هم د غم یوه شېبه وه.

ښاغلي ابو طويله وايي، کله چې خوشی شو کورنۍ يې د وضعيت له کبله سخته شاک شوه او وايي لا يې هم هغه څه چې له ده سره شوي اغېزمنوي.

"زه هېڅ نه شم کولی، ځکه چې ټپي شوی یم، سترګه مې خوږېږي، اوښکې ترې بهیږي او خارښت کوي، او د ټول بدن سوځېدلي ځایونه مې هم خارښت کوي. دا مې ډېر ځوروي."

تنکی احمد وايي، اوس غواړي له غزې ووځي.

"زه ، د هغه څه له امله چې په بند کې مې ولیدل، او د بمبارۍ د دهني شکنجې له امله غواړم له غزې ولاړ شم. موږ د مرګ هیله لرله، خو مرګ نه راتلو."