فعالان وايي، د آسکر جایزې ګټونکی فلسطینی فلم جوړونکی وهل شوی او نیول شوی

د ویډیو تشریح، د آسکار جایزه ګټونکی فلسطینی وايي اسرائیلي مېشت ځایونو کې استوګنو وهلی دی

د آسکر جایزې ګټونکی، فلسطینی فلم جوړونکی، اسراییليو مېشتېدونکی وهلی دی. دا خبره هغو فعالانو کړې چې دغه پېښه یې په خپلو سترګو لیدلې ده. دوی وايي نوموړی وروسته اسراییلي پوځ نیولی هم دی.

حمدان بلال، د "نو آدر لنډ" (بله خاوره نشته) فلم له جوړونکو یو دی. فعالانو ويلي د دوشنبې پر ورځ یې کور چې په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې دی یهود مېشت شویو کسانو محاصره کړ.

د ده همکار یووال ابراهیم ویلي ښاغلی بلال لومړی مېشتو شویو یهودانو وهلی او بیا هغه مهال چې دی په امبولانس کې وو اسراییلي سرتېرو نیولی دی.

د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) ویلي چې هیڅ فلسطینی په امبولانس کې نه دی نیول شوی. ښاغلي ابراهیم نن (سه‌شنبې) ماسپښین وویل چې ښاغلی بلال اوس بېرته ازاد شوی دی.

اسراییلي دفاعي ځواکونو ویلي درې فلسطینیان او یو اسراییلی په دې جرم چې پر امنیتي ځواکونو یې "ډبرې ویشتې" نیول شوي وو.

د یهود عدم تشدد مرکز (CJNV) پنځه فعالانو ویلي دوی یاد کلي ته د دې پېښې ثبتولو لپاره تللي وو او پخپله تر برید لاندې راغلل. مېشت شویو یهودانو یې د موټر کړکۍ ماتې کړې، او په سوکانو او لرګیو یې ووهل.

مخکې له دې، یو فعال چې په سیمه کې و، بي‌بي‌سي ته وویل، د ښاغلي بلال په ګډون، درې نیول شوي فلسطینیان، د مېشت شویو په دې برید کې ټپیان شوي او په لویدیځه غاړه کې د اسراییلي پولیسو په یوه مرکز کې ساتل شوي دي.

فعال ویلي پر دوی تور پورې شوی چې ډبرې یې وار کړي او په پایله کې یې یو ځوان یهود شپون ټپي کړی دی. په همدې دلیل له دوی پوښتنې کېدې او هېڅ وکیل ته یې لاسرسی نه درلود.

Hamdan Ballal poses with Rachel Szor after they won Best Documentary Feature Film for No Other Land at the Oscars

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، حمدان بلال او رېچل زور له اسکار جایزې سره.

د فعالانو په وینا، برید په ځايي وخت د دوشنبې ماښام شپږ بجې پیل شو. شاوخوا دولس مخ‌پټومېشت شويو کسانو پر سوسیا کلي برید وکړ. مېشت شویو یهودانو د ښاغلي بلال کور محاصره کړ.

یووال ابراهیم، هغه اسراییلي فلم جوړونکي چې تېره میاشت یې له بلال سره یوځای آسکر جایزه وګټله، ویلي، په یاد برید کې خلک ټپیان شوي او ملکیتونه ویجاړ شوي دي.

هغه فعال چې له بي‌بي‌سي سره یې خبرې کولې وویل چې دوی اسراییلي سرتېرو ته - چې سیمې ته ورغلي و- شکایت وکړ او ورته ویې ویل چې پر دوی هم برید شوی دی.

وايي پوځ په پیل کې برید څاره، بیا یوازې هغه وخت چې پر موټر برید پای ته رسېده ور نژدې شول.

فعال وویل سرتېرو نه غوښتل د مېشت ځایونو په بریدګرو پسې ولاړ شي. پرېښول شول چې د غونډۍ بلې غاړې ته ولاړ شي او پر کورونو بریدونه وکړي.

اسراییلي دفاعي ځواک تایید کړې چې سرتېري او پولیس یې د شخړې ختمولو لپاره سیمې ته ورغلي وو. ویل یې پر امنیتي ځواکونو "ډبرې" ویشتل شوې وې.

د ویډیو تشریح، د بي بي سي نیوز لپاره د فعالانو ویډیو "په لوېدیځه غاړه کې د مېشتو خلکو لخوا برید" ښيي

اسراییلي دفاعي ځواک وویل: "په ځواب کې، ځواکونو درې فلسطینیان چې شک کېده ډبرې یې ویشتلې ونیول. یو ملکي اسراییلی وګړی هم چې په تاوتریخوالي کې ښکیل و نیول شوی."

"نیول شوي د اسراییلو پولیسو لخوا د نورو پوښتنو لپاره یوړل شول. په پېښه کې یو اسراییلی تبعه ټپي شو او طبي درملنې لپاره روغتون ته یوړل شو."

نو ادر لنډ (هېڅ بله خاوره نشته) فلم د مسافر یاتا سیمې کیسه کوي. شل کلي پکې دي. د دو کسانو(انډرا او ابراهیم) د ملګرتیا سفر پکې نغښتی دی. د اکاډمۍ جایزو په ۹۷ پړاو کې غوره مستند فلم وبلل شو او آسکر ورکړل شو.

اسراییل له ۱۹۶۷ کال راهیسې پر لویدیځه غاړه کنټرول لري. په دې سیمه کې د اسراییلو مېشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني ګڼل کېږي، که څه هم اسراییل دا ردوي. په تېرو ۵۵ کلونو کې مېشت‌ځایونه پراخ شوي.

په ۲۰۲۳ کال کې د اسراییلو او حماس د جګړې له پیل راهیسې، لویدیځه غاړه کې د فلسطیني ملکي وګړو پر وړاندې د مېشت ځایونو د اوسېدونکو تاوتریخوالی هم زیات شوی دی.