تېرو ۵۰ کلونو کې تر ټولو ډېر انسانان ۲۰۲۲ کال کې مړه شوي

  • Author, رابرټ کف او راچل شرایر
  • دنده, بي بي سي نیوز

بریتانیا کې ۵۶۰۰۰۰ کسان په ۲۰۲۲ کال مړه شوي. دا د ۲۰۱۹ پرتله ۹ سلنه لوړه مړینه ده. دا د مړینو تر ټولو لویه کچه ده چې په تېرو پنځوسو کلونو کې لیدل کېږي. که څه هم دا د وبا له مهاله په ټیټه کچه کې دي، خو بیا هم له خلکو سره دا پوښتنه شته چې ولې دومره ډېر کسان په عادي حالت کې ژوند بایلي.

مالوماتو ښودلې چې له وبا پاتې اغېز او د برېتانیا د روغتیا پر ملي چوپړونو یا این ایچ ایس ادارې د فشار ډېرېده یې هم لامل کېدلی شي. 

ایا کورونا اوس هم مرګونې ده؟

کورونا خلک وژني خو د وبا درنې څپې پرتله هومره شمېر مړینه نه لري. په ۲۰۲۲ کال کې ۳۸ زره کسان کورونا مړه کړي، په ۲۰۲۰ کې بیا له ۹۵ زرو ډېر کسان ترې مړه شوي وو. 

د تاریخ په وروستیو کلونو کې ځکه دا شمېر ډېر بلل کېږي، له ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ سره یې توپیر دا دی چې هغو کلونو کې د مړینو اصلي لامل کورونا وه، خو ۲۰۲۲ کې یې کورونا یوازې یو لامل یادېدلی شي.

یو شمېر کسان او ان ځینې رنځپوهان د روغتیايي چوپړونو ملي اداره پړه ګڼي. د ۲۰۲۲کال پیل کې مړینه وه د جون په میاشت کې د مړینې کچه بیخي پورته ولاړه او ګړي پر ګړۍ د مړینو شمېر ډېرېده د تمې خلاف روغتونونو کې د خلکو د مړینو خبره تر ساړه ژمي هم لوړه شوه څه چې په موسمي ډول د دوبي پرتله د انګلستان روغتونونو کې ژمی مړینه ډېره وي.

د رویل کالج روغتیايي څانګې مشر د ۲۰۲۳ د جنورۍ پر لومړۍ نېټه وویل د روغتونونو په بېړنیو خونو کې ناورین کولی شي په اونیز ډول له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کسان مړه کړي.

دا هم د لوستلو دي

که څه هم دا شمېر د بریتانیا د روغتیايي چوپړونو ملي ادارې په رسمي توګه نه دی منلی، خو په اټکلیز ډول هغه کسان چې ډاکټر ته ډېر وخت په لیکه کې پاتې کېږي له پنځو تر ۱۲ ساعتونو انتظار د یوه سخت ناروغ ژوند ګواښلی شي.

ښايي د مړینو کره شمېر په تړاو خبرونه وي، خو د خلکو ترمنځ بحث پر دې دی چې درملنې ته د یوه ناروغ ډېر په تمه پاتې کېده، پر وخت د امبولانس نه رسېده او بېړنیو خونو او بسترونو کې ناوړه حالت د مرګ کچه لوړه کړې څه په ګوته شوي لاملونه ډېرو ته د باور وړ دي.

د بېلګې په ‌ډول په نومبر میاشت کې په منځنۍ کچه د زړه ناروغ د لېږد لپاره د امبولانس ورتګ ۴۸ دقیقې نیولي، په داسې حال کې ۱۸ دقیقو کې باید د زړه مشکوک ناروغ ته روغتیايي اسانۍ ورسېږي.

رنځپوهان دا هم وايي چې د کورونا وبا پرلپسې اغېز اوږده مهال کې د مړینو ډېرېدو دلیل کېدلی شي.

ځینو څېړنو ښودلې چې کورونا ځپلی انسان ښايي په اونیو او یا میاشتو کې د زړه له ناروغۍ سره مخ شي، ځينې داسې خلک هم شته چې د کورونا وبا پر مهال یې پر وخت د خپلې روغتیا غم نه دی خوړلی او ناروغۍ یې په وجود کې زیان د وخت په تېرېدو پراخ کړی. دا ټولې پېښې چې په مړینه کې شمېرل شوې ښايي دا یې یوازینی لامل نه وي.

لیدل کېږي چې د وینې د فشار درملنې لپاره کارېدونکي درمل راتلونکي کې د زړه روغتیا سره هم مرسته کوي.

له ۵۰ تر ۶۴ عمر کې نارینه تر ډېره دې مړینو ځای لري، چې وايي ډېر یې د زړه درېدو له امله مړه شوي. 

 پر انټرنېټ یو شمېر کسان ادعا لري چې ګواکې د کورونا واکسین اغېز د مړینو ډېرېدو یو مهم لامل دی، خو دا ډول شواهد تراوسه نه دي موندل شوي او نه هم روغتیاپالان کوم څه پرې ویلي چې ګوندې واکسین دې دا وړ اغېز ولري.

د واکسینو یو څرګند اغېز چې په ځینو کسانو کې لیدل شوی پر وجود دانو ختل او د زړه د پړسوب دی، خو دا هم ځکه د مړینو له دې شمېر سره سمون نه خوري چې دا پېښې په ځوانو هلکانو کې ډیرې وي او د مړینو ډېره برخه له ۵۰ کلونو پورته کسان ښودل شوي.

د ۲۰۲۲ کال جون پورې دا هم مالومه شوې چې له واکسین شویو کسان ناواکسینه هغه ډېر مړه شوي.

روغتیا پالان باوري دي چې واکسین د روغ وجود ساتنه کې مرسته کوي او دا به له یوه مخه بدل پایله وي چې واکسین دې یې لامل وښودل شي، ورسره دا هم که واکسین ريښتیا د مړینو لامل کېده دا شمېر به لا لوړ و.