افغانستان کې دا درېیم کال هم د نوروز جشن و نه لمانځل شو

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کې افغانستان کې د نوروز پر لمانځلو "رسما" بندیز ولګاوه او نوروز لمانځل یې "غیر اسلامي جشن" وباله او د افغانستان له رسمي کلیز یې د نوروز عمومي رخصتي هم رسما حذف کړه.
د عکس تشریح، د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د نوروز پر لمانځلو "رسما" بندیز ولګاوه.

د درېیم کال لپاره، د افغانستان د شمال بلخ ولایت مرکز مراز شریف ښار کې چې اوسېدونکي یې د دې لرغوني جشن زېږدځای ګڼي، نوروز نه لمانځل کېږي.

ظاهرا د اسلام د څلورم خلیفه حضرت علي 'کرم الله وجهه' ته منسوبه روضه کې د نوروز جنډه نه پورته کېږي.

د طالبانو حکومت د نوروز پر رسمي لمانځنه بندیز لګولی دی خو لکه څنګه چې مزار شریف ته د بي‌بي‌سي استول شوی خبریال حسیب وايي، پر دې بندیز سربېره ډېرې کورنۍ د نوروز هرکلي ته سمنک پوخ کړی او 'هفت‌مېوه' اوه مېوې یې تیارې کړې دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۳ کال کې افغانستان کې د نوروز پر لمانځلو "رسما" بندیز ولګاوه او نوروز لمانځل یې "غیر اسلامي جشن" وباله او د افغانستان له رسمي کلیز یې د نوروز عمومي رخصتي هم رسما حذف کړه.

ښاغلی عمار وايي، وړاندې به خلک د نوروز جشن ته خوشاله وو، اوس د دغه جشن د نه کېدو له کبله ښار کې هغه پخوانی برم او خوشحالي نه ده پاتې.

نوموړی چې د مزار شریف روضې ته نژدې یې نور حال راکاوه، وویل مخکې کلونو کې به دې روضې ته په دې ورځ زرګونه خلک او لمانځونکي ورتلل، چې د روضې انګړ کې نوروز د جنډې پورته کېدو مراسم له نژدې وګوري.

ښاغلی عمار هم‌مهاله په روژه کې د نوروز جشن او د کوچني اختر راتلل هم یو له هغو لاملونو ګڼي چې نوروز ته د خلکو پر چمتووالي یې سیوری غوړولی دی.

کابل کې څه حال و؟

کابل
د عکس تشریح، افغانستان ته د بي‌بي‌سي‌ استول شوی خبریال وايي کابل کې امنیتي تدابیر کلک دي.

افغانستان ته د بي‌بي‌سي استول شوی خبریال یما بارز چې دا مهال کابل کې دی، وايي هلته نن د نوروز لمانځنې نښې نښانې ډېرې کمزورې دي او هېڅ نه تر سترګو کېږي، خو امنیتي تدابیر برعکس ډېر ټینګ دي.

ښاغلی بارز وايي، د کابل کارته سخي سیمه چې یو مهال د نوروز د لمانځنو مرکز و، د سخي په زیارت کې به جنډه پورته کېده، اوس امنیتي تدابیر ډېر تر سترګو کېدل، زیارت ته ټولې غځېدلې لارې بندې وې، د طالبانو ځانګړي ځواکونه له ټانکونو او همداراز له پوځي ګاډو سره هلته ولاړ وو.‌

زموږ خبریال وايي، په بلخ کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر ریاست په امر له ماښام وروسته د ماخوستن لمانځه او تراوېح لپاره د هټیو او بازار د بندېدو امر شوی او دوکانونه او کاروبارونه تړلي وي.

په مزار شریف کې ځینې هټیوال وايي، سږ کال نوروز د تېرو کلونو پرتله ډېر پیکه دی او د خلکو زړونو او څېرو کې هغه پخوانۍ خوشالۍ پاتې نه دي.

مزار شریف ښار کې د حکمت‌الله په نامه د وچې مېوې یوه هټیوال بي‌بي‌سي ته وویل، مخکې به خرڅلاو ډېر ښه و، خلکو به د نوروز چمتووالي ته هم مېوه پېرله او هم هفت مېوه، خو سږ یې چندان مزه نه شته.

د عبدالحمید په نامه د خوږو او وچې مېوې یو بل دوکاندار وايي، اوس د څو کاله پخوا وخت پرتله ډېر توپیر راغلی: "وړاندې به د مولا جنډه پورته کېدله، ځینې دودونه به ترسره کېدل، د افغانستان له ۳۴ ولایتونو به خلک مزار شریف ته د دې جشن او مېلې لپاره راتلل، ټول ښوونځي به تړل کېدل او مېلمستونونه به جوړېدل، پارکونه به له خلکو ډک وو، خو اوس هرڅه کمرنګه دي، ځکه چې تګ راتګ کم دی، مسافر نه راځي او نوروز کمزوری ښکاري".

عبدالحمید وايي څلور کاله وړاندې به دوی د نوروز له راتګ درې یا څلور ورځې مخې هفت‌مېوه جوړوله او خلکو به د هفت‌مېوې ټول مواد ترې اخیستل.

عبدالحمید
د عکس تشریح، عبدالحمید وايي څلور کاله وړاندې به دوی د نوروز له راتګ څو ورځې مخې هفت‌مېوه جوړوله او خلکو به ټول مواد ترې اخیستل.

د خلکو د تفرېح او ساتېرۍ سربېره نوروز د مزار شریف خلکو او کاروباریانو ته د عاید یو مهم لامل هم ګڼل کېده. هلته به د نورو ولایتونو خلکو د استوګنې لپاره کورونه او هوټلونه په کرایه نیول، خوړنځایونو کې به یې خواړه خوړل او د ښار ترانسپورت به د نور وخت پرتله ډېر عایداتي تمامېده.

په افغانستان کې د نوروز په درشل کې، یو له دودیزو او لرغونو رواجونو د نجلۍ (کوژدنې) کور ته د هلک (زوم) د کورنۍ له خوا د نوروزي یا نوروزي ډالۍ وړل دي.

په دې ډالیو کې تر ټولو ډېرې مشهورې یې د کب او جلبۍ نوروزي ډالۍ دي.

ځینې خلک باور لري چې کبان د ژوند او نوې پیل سمبول دی او جلبۍ هم د کورنیو د خوږوالي لپاره د نوروزي ډالۍ په توګه غوره شوې ده. دا رسم لا هم په ډېرو کورنیو کې د نوروز په ورځو کې کېږي.

په ۲۰۲۱ کال کې بېرته واک ته د طالبانو له رسېدو وړاندې، د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې، نوروز او "دهقان جشن" هر کال د حمل (وري) میاشتې پر لومړۍ نېټه په پراخه توګه لمانځل کېدل.