ټرمپ وايي اسرائیل به غزه د جګړې له پای ته رسېدو وروسته امریکا ته وسپاري

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا خپل دا لیدلوری تکرار کړی هېواد به یې د غزې کنټرول په لاس کې اخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي د ادارې ځینو چارواکو په دې تړاو د هغه له مخکینیو څرګندونو سره متضاد نظرونه مطرح کړل.
ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ وویل: " د جګړې پای کې به د غزې تراړه د اسرائیل لخوا متحدو ایالتونو ته وسپارل شي."
هغه یو ځل بیا وویل دا نظریه نورو سیمو کې د فلسطینیانو د مېشتولو مانا لري، او دا چې دغه کار لپاره به امریکایي سرتېرو ته هېڅ اړتیا پېښه نه شي.
ټرمپ پر خپله تورتسوشیل خواله رسنۍ لیکلي، د ده د پلان له مخې به "د غزې خلک لا دمخه سیمه کې د نویو او عصري کورونو په ډېرو خوندي او ښکلو ټولنو کې میشت شوي وي".
نوموړي زیاته کړې، چې امریکا به تر دې وروسته د دې تړانګې د بیارغونې د هڅو برخه وي.
خو هغه دا نه ده روښانه کړې چې تر دې وروسته به د غزې شاوخوا دوه میلیونه اوسېدونکي بېرته دې تراړې ته ور وغوښتل شي که نه؟
د ټرمپ د ادارې ځینو چارواکو په دې هکله د هغه له مخکینیو څرګندونو وروسته ویلي و چې د فلسطینیانو بېځایه کېدنه به لنډمهاله وي.
د یادونې ده چې د مصر او اردون په ګډون نورو سیمو کې د فلسطینیانو مېشتولو په تړاو د ټرمپ مخکینۍ څرګندونې د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ډلو، عرب مشرانو او بېلابېلو هېوادونو لخوا غندل شوې وې.
که څه هم شنونکي د دغه پلان پر عملي کېدو اړه شک لري، خو ځینو خواو دا طرحه "قومي تصفیه" بللې وه.
د ټرمپ دغه تازه څرګندونې داسې مهال مخ ته راغلي چې د اسرائیل دفاع وزیر خپل پوځ ته ویلي، داسې پلان چمتو کړي چې "د غزې هر اوسېدونکي ته چې غواړي ووځي اجازه ورکړي ولاړ شي".

د عکس سرچینه، Getty Images
اسراییل کاتز وویل د غزې خلک باید "د حرکت او مهاجرت آزادي" ولري او هغه هېوادونه چې له حماس سره د اسرائیلو پر جګړې نیوکې کوي "مکلف" دي چې دوی ومني.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د غزې د بیارغونې په جریان کې به بیا مېشتېدنه لنډمهاله وي، که څه هم ټرمپ ویلي وو چې دا به دایمي وي.
فلسطیني مشرانو او عربي هېوادونو دا پلان رد کړی او ویلي یې دي چې د خلکو جبري بې ځایه کول به له نړیوال قانون سرغړونه وي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم خبرداری ورکړی چې "د هر ډول قومي تصفیې مخنیوی اړین دی" او ټینګار یې کړی چې غزه به د راتلونکي فلسطیني دولت یوه مهمه برخه وي.
د اسراییلو پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر څلورمه پر دوی د حماس د برید په ځواب کې د حماس د له منځه وړلو لپاره پوځي کمپاین پیل کړ. د حماس برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او ۲۵۱ کسان یرغمل شول.
د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې په غزه کې له ۴۷،۵۵۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۱۱،۶۰۰ ټپیان شوي دي.
د غزې ډېری وګړي څو ځله بې ځایه شوي هم دي او اټکل کېږي شاوخوا ۷۰٪ ودانۍ ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.
د روغتیايي پاملرنې، اوبو، حفظ الصحې او نورو خدماتو سیسټمونه ویجاړ شوي او د خوړو، سونګتوکو، درملو او سرپناه کمښت هم شته.