ډاکټران وايي یو بل غېږ کې نیول اضطراب کموي

د عکس سرچینه، Danny Fullbrook/BBC
- Author, دانې فلبروک
- دنده, بي بي سي
سامي ووډ له هرو دوو اونیو وروسته په یوه داسې غونډه کې ګډون کوي، چې نا اشنا کسان یو بل ته غېږ ورکوي. د دې غونډو ګډونوال له ځان سره نیالۍ او بالښتونه هم راوړي او یوه بل ته صمیمیت څرګندوي.
۴۱ کلنه سامي د بریتانیا په بېډفورډ سیمه کې په خوا پورې د نیولو مسلکي ماهره ده او په همدې برخه کې خدمات وړاندې کوي.
دا وايي: " د سیروټونین کچه، چې د ښه احساس هارمون دی، لوړیږي او د اکسیټوسین کچه هم ورسره لوړېږي چې د مینې او اړیکې هارمون دی."
دا زیاتوي لمس د انسانو د اضطراب کچه کموي او دغه راز د عصبي نظام د ارامښت لامل کېږي. د سامي د خدمتونو ځینې مشتریان د عصبي نظام له ستونزو، له غمجنو پېښو وروسته ذهني ځور یا یوازیتوب سره مخامخ وي.
دا وايي، ځینې خلک فکر کوي، چې زما د خدمتونو مشتریان به غمځپلي، لالهاند کسان وي، خو داسې نه ده، بلکې ښځې، سړي او د هر عمر کسان زموږ غونډو ته راځي.
۳۶ کلن پیپ والیریو له څو میاشتو راهیسې د سامي غونډو ته ورځي. دی وايي، ''دا په پټه خوله درملنه ده. مهمه نه ده، چې د خلکو په ستونزو خبرې شې، یوازې په دې پوهېږې چې لمس دې له دوی سره مرسته کولای شي.''
سامي وايي، د ډلې په صورت کې بیا ګډونوالو ته ویل کېږي، چې د یوې ځانګړې سیناریو تصور وکړي، چې یو ځانګړی رواني احساس ورسره پیدا شي. دا وايي، ''ځینې وختونه زه ورته وایم، 'فکر وکړه هغه څوک یو ځل بیا په غېږ کې نیسې چې تر ټولو ډېر درباندې ګران دی.' دا مې معمولاً احساساتي کړي، ځکه بیا ګورم چې انسانان د یوه بل په غېږ کې غریو نیسي، ژاړي.''
د دوو کسانو په غېږنیونه کې بیا معمولا دغه کسان د یوه بل تر څنګ کېني، د یوه بل پر اوږو لاس اچوي او خبرې کوي یا د یوه بل تر څنګ څملي او پر یوه بل لاس اړوي. پر ملا ټپول یا ځنګول هم په دې کې شامل وي.

د عکس سرچینه، Samii Wood
ځینې خلک ښايي د چارې لپاره د پیسو پر ورکړه اعتراض وکړي، خو سامي وايي، ''دا بې لباسي نه ده او د پالنې یو خدمت'' دی.
دا وايي، ''تر ډېره حده د مشتریانو خپله خوښه پکې مهمه ده، دوی سره سلا، مشوره کېږي او هر څوک خپل حد او حدود له مخکې څرګندوي. دا وايي صمیمي لمس کله-کله د غریزې پارېدو لامل کېږي، خو دوی بیا په داسې صورت کې د اړخ بدلون یا له یوه بله د لېرې کېدو مشوره ورکوي، چې په غېږ کې د نیولو یوازینی هدف پالنه او د یوه بل خیال ساتل پر ځای پاتې شي.
په بریتانیا کې داسې کومه اداره نه شته، چې په غېږ کې د نیولو چاره چې یو ډول درملنه ګڼل کېږي، تنظیم کړي، خو د سامي په څېر مسلکي کسان بیا د غېرنیونې ماهرینو له نړیوالې ادارې (سي پي ای) نه رسمي تائید ترلاسه کوي.
دغه اداره په ټینګار سره له خپلو غړو غوښتنه کوي، چې ''د لمس اخلاقیاتو پروټوکول'' مراعت کړي. که څه هم ډېری ماهرین ښايي دا معیارونه په پام کې ونیسي، خو د دوی د کار چاپېریال داسې دی، چې ښايي په اسانۍ سره د ناوړه ګټې اخیستنې یا له اصولو سرغړوونه پکې وشي.
سامي وايي، که له چا سره کوم ناوړه چلن وشي، باید پولیسو، ځایي چارواکو یا سي پي ای مسوولینو ته شکایت وکړي.
دغه اداره د کلائر مینډلسن لخوا تاسیس شوې، چې د دې خپلې وېبپاڼې په وینا ''په مسلک کې یې د مقرراتو اړتیا پېژندلې ده.''

د عکس سرچینه، Samii Wood
سي پي ای اوس د تکاملي دارو-درملو طبي ټولنې لخوا ثبت او راجستر شوی کالج دی، چې د تکاملي درملنې ماهرینو روزنې نړیوال انسټیټیوټ دی.
سامي وايي، په غېږ کې د نیولو تراپي ته د یوه مستند له لیدو وروسته پام واوښت.
دا وايي، په بریتانیا کې خلک د نورو لمس کولو یا خپله لمس کېدو ته ډېر زړه نه ښه کوي، خو په وینا یې د کووېډ وبا او قرنطین د دې لامل شول، چې په ورته وخت خلک "ډېر لیوال" هم شي، خو "له دې ډېره وېره هم لري".
دا زیاتوي، ''په امریکا او نوره اروپا کې دا ډېره عامه چاره ده، دلته ډېره عامه نه ده، خو موږ سخته اړتیا ورته لرو او که اړتیا مو نه درلودی، خلک به زما په څېر ماهرینو ته نه راتلل. موږ فکر کوو، چې موږ له یوه بل سره اړیکه کې یو، ځکه چې موږ انلاین یوو، خو خبره دا ده، چې له همدې کبله موږ له یوه بله ډېر لېرې یوو. موږ ټول د دې اړیکې لټون کوو او دې کې هېڅ شرم نه شته، چې ووایو، زه غواړم چې یو څوک مې غېږ کې ونیسي، زه غواړم له دېوالونو بهر شم او یو چا سره ووینم.''
د جرمني روهر پوهنتون کې د عصبي نظام کارپوه ډنمارکي ډاکتر جولیان پاکهیزر او همکارانو یوه څېړنه ښيي چې لمس د فزیکي او رواني روغتیا لپاره ګټوره ده. د دوی څېړنه ښيي، چې د پالنې د یو مسلکي روغتیاپال یا د یو بل کوم بالغ انسان د لمس تر منځ د روغتیا له پلوه هېڅ توپیر نه شته.
خو، د لندن پوهنتون کالج کې د ادراکي عصبي علومو پروفیسره سوفي سکاټ بیا استدلال کوي چې که څه هم لمس څرګندې ګټې لري، خو د ښکېلو خلکو ترمنځ اړیکه پکې مهمه ده.
دا یوې بلې څېړنې ته په اشارې سره وايي:
"دوی خلک سکېن کړل او په فزیکي توګه یې ټپي کړل، د درد په صورت کې د خلکو د دماغ غبرګون برالا و، خو کله چې یو ملګري د دوی لاس ونیوو، د درد پر وړاندې یې لږ غبرګون درلود، نو کیمیاوي بدلونونه شته، چې تاسو ورسره ښه احساس کوئ، خو دا یو نا اشنا انسان نه دی، بلکې دا یو داسې څوک دی، چې ورسره بلد یاست. زما اندېښنه هغو کسانو ته ده، چې دا چاره په مسلکي توګه کوي، ځکه دا اړیکه باید رامنځته شي، داسې څوک هر چا ته اجازه نه ورکوي، چې لاس یې ونیسي.''
نوموړې زیاتوي:
" خلک د وېښتو کمولو ته یا د نوکانو پرې کولو لپاره ښايي یو ځای ته لاړ شي یا کېني، خو په غېږ کې نیول ښايي خطرناک حد ته نژدې کېدل وي. د خبرې هدف مې دا دی، چې خلک باید ځان خوندي محسوس کړي او که دوی دا احساس و نه کړي، له داسې کولو سره به مخالفت خورا ډېر وي.''

د عکس سرچینه، Kimberley Piper/BBC
ګڼ شمېر نورو څېړنو هم د لمس ګټې او د رواني او فزیکي روغتیا لپاره د دې چارې احتمالي ګټې یادې کړې دي.
ښاغلی والیریو بیا د پالنې او درملنې په لړ کې د ګوتو لمس او تای-چای یادونه د بدیل په توګه کوي.
دای وايي: ''دا اضطراب کموي، ارامتیا زیاتوي او یوځای کېدل رامنځته کوي.''
دی وايي، سامي د ارامې موسیقۍ او د تمرین له لارې یو خوندي او ارام چاپېریال رامنځته کړی دی.
نوموړی زیاتوي: ''یو څو تمرینونه دې چې وکړل، هغه دېوالونه له منځه ځي، بیا نو پر غولي څملاستل او په غېږ کې د نا اشنا کسانو نیول عادي چاره درته ښکاري.''
ده له سامي سره دوه په دوه هم تمرین کړی او په وینا یې دا د لا زیات کلک تړاو لامل کېږي: ''نوموړی وايي، د شا له لوري په غېږ کې نیول ځینې وختونه یو څه عجیب محسوسېږي او په ځانګړې توګه کله چې ته یو نر یې او بیا دې یوه ښځه په غېږ کې ونیسي، خو بالاخره احساس کوم چې یو چا ونیولم، ملاتړ مې ترلاسه کړ، یو څه بار مې سپک شو او دېوالونه مې ټیټ شول.''