اضطراب یا تشویش څه دی او موږ ورسره څرنګه مقابله کوو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, بیوې تهیو
- دنده, بي بي سي
په اندېښنه کې ډوبېدل یا له اضطرابي کیفیت سره مخامخېدل د انسانانو له خورا لومړنیو تجربو یوه ده.
دا د ننګول کېدو یا احتمالي خطر ګواښ پر وړاندې طبیعي انساني غبرګون دی. کله ناکله له اندېښنې سره مخامخ کېدل د انسانانو د ژوند یوه طبیعي برخه ده. له دې سره احتمالي خطر سره مخامخ کېدو ته چمتو کېږو، خو که اوږدمهاله وي، له طبیعي کچې بهر وي یا ډېرې شي بیا نو ستونزې راپیدا کوي.
د اضطراب بېلابېل ډولونه پېژندل د هغو کسانو لپاره چې خپله یې تجربه کوي یا له نورو سره د ملاتړ برخه کې کار کوي او دغه راز د ټولنې لپاره مهمه چاره ده، ځکه چې د عامې روغتیا وضعیت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي.
اضطراب څه دی؟
د رواني ماهرینو له نظره اضطراب د ډار، وېرې او ناکرارۍ یو کیفیت دی. دا زموږ په شاوخوا کې د ذهني فشار، ځینو پېښو، یا خپله زموږ له رواني کیفیته راپورته شویو اندېښنو، تاوتریخجن یا ناکرار حالت ته هم ویل کېږي.
پهیونګ لي چې په امریکا او ویتنام کې یې د رواني ماهر په توګه دنده ترسره کړې، په دې هکله وايي:
''ځینې خلک چې د اضطراب له کیفیته تېر شوي وايي، دا حالت د فزیکي درد په څېر قوي هم کېدای شي او له همدې کبله پر ذهني روغتیا خورا ډېر اغېز کوي، چې د ارامتیا موندلو ته لېوالتیا ورسره ډېرېږي.''
دی وايي، د اضطراب کم یا متوسط حالت بیا ځکه ګټور دی، چې د احتمالي خطرونو په هکله د شعور کچه ورسره زیاتېږي او دغه راز د تمرکز او توجه زیاتېدو کې هم مرسته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ذهني فشار او اضطراب تر منځ توپیر شته؟
ذهني فشار معمولا د کورنیو ستونزو یا کاري مسائلو او ضرب الاجلونو په څېر ورځنیو ستونزو له کبله رامنځته کېږي او د دې مسائلو له حل کېدو وروسته له منځه ځي.
خو اضطراب بیا اکثر وخت د نامعلومو لاملونو له کبله راپیدا کېږي، د اندېښنو له کبله نور هم زیاتېږي او د عادي ذهني فشار پرتله اوږدمهاله وي.
له اضطراب سره معمولا له عادي حالته زیاتې اندېښنې، ویره او د ناکرارۍ احساس هم مله وي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اضطراب څرنګه زموږ پر روغتیا اغېز کوي؟
دا چې اضطراب معمولا اوږدمهاله کیفیت دی، نو په ټول کې زموږ پر روغتیا او ژوند اغېز کوي. پهیونګ لي وايي، تر اوږدې مودې پورې یا سخت او پرلپسې ذهني فشار پر اضطراب د اخته کېدو لامل کېدای شي. دی وايي:
''تر اوږدې مودې پورې د ذهني فشار لوړې کچې تجربه کول په ذهن کې د هغو (نیوروټرانسمیټرونو) ګډوډۍ لامل کېدای شي چې د انسانانو د مزاج کنټرول مسوولیت لري. د فشار دغه پرلپسې حالت پاتې کېدل بالاخره د اوږدمهاله روغتیايي ستونزو لامل کېدای شي، چې د اضطراب او مزاج دواړو ستونزې هم پکې شاملې دي. "
دی وايي، همدا ورځني مسايل دي، چې انسان د اضطراب تر کیفیته رسوي:
''څېړنې دا هم ښيي، چې د ژوند داسې پېښې چې د ذهني فشار لامل کېږي، په اوږده مهال کې د اضطرابي حساسیت ډېرېدو لامل کېدای شي. معنی یې دا ده، هغه کسان چې تر اوږدې مودې پورې ذهني فشارونه ګالي، د اضطرابي علایمو موندلو لپاره زیات کمزوري کېږي. د همدې لپاره دا ډېره مهمه ده، چې پر اضطراب یا نورو ذهني ناروغیو د ذهني فشار بدلېدو مخنیوي لپاره مناسبې لارې، چارې ولټول شي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
اضطراب زموږ له بدن سره څه کوي؟
د اضطراب پرلپسې کیفیت په ټوله کې زموږ پر روغتیا اغېز لري. پهیونګ لي وايي، ''د اضطراب سخت کیفیت د زړه ناروغیو، زړه حملې، لوړ فشار او دماغي حملې په څېر ستونزې رامنځته کولای شي.''
دغه راز اضطراب د کولمو خارښ، (ای بي اېس) هاضمې ګډوډي، معدې زخم، نس ناستې، خوا ګرځي او قبضیت لامل هم کېدای شي.
له اضطراب سره د بدن دفاعي نظام هم کمزوری کېدای شي، چې دا بیا د انفکشنونو پر وړاندې د انساني بدن بې دفاع کېدو لامل کېدای شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کله چې انسان په اضطراب اخته وي، معمولا له سر دردي یا بدن درده هم کړېږي.
اضطراب د ژور خپګان او مخدراتو کارولو احتمالي خطر هم رامنځته کوي. بالاخره اضطراب د ژوند کیفیت اغېزمنوي او ورځنی ژوند سختوي، چې کاري ژوند او شخصي اړیکي هم رانغاړي.
په ځینو سختو مواردو کې داسې هم کېږي، چې ځینې خلک ځان وژني.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ورځني ژوند کې له اضطرابه د ځان ژغورنې مناسبې لارې، چارې کومې دي؟
لومړی - عام تخنیکونه
موږ په خپل ورځني ژوند کې یو شمېر لارې، چارې عملی کولای شو، چې علامات یې وپېژنو او د کنټرول لپاره یې راسره مرسته کوي.
- ځیرکتیا
له قضاوت پرته پر حاضره شېبه تمرکز یوه داسې چاره بلل کېږي، چې راتلونکي ته اندېښنې کموي او موږ ورسره (اوس او همدلته) حالت ته ستنېږو.
د سوکه او ژورې ساه اخیستو، بدن غړو ارامښت یا د منظرو او تصویرونو تصور تخنیکونه هم د بدن په ارامښت کې مهم رول لري.
- ساه اخیستل
د بدن تنفسي نظام له جوړښت سره سم د سمې ساه اخیستو تخنیک په تیزۍ سره د ساه اخیستو مخنیوي کې مرسته کوي، چې په انساني بدن کې د اضطراب له عامو علائمو یو بلل کېږي.
په تدریجي ډول د ژوند له ستړیو ستونزو سره په داسې ډول مخامخېدل، چې د بریا احتمال پکې زیات وي، له انسانانو سره مرسته کوي چې د خپل اضطراب کچه معلومه کړي او کرا-کرار یې پر ځان باور ډېر شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
- د اندېښنې وخت
ځینې خلک د دې لپاره چې بل وخت پرې اضطراب برلاسی نه شي (د اندېښنې لپاره ځانګړی وخت) په پام کې نیسي.
په دې لړ کې د یاداښتونو اخیستل او هغه وختونه پېژندل چې اضطراب پکې زیاتېږي، مرسته کولای شي.
له دوستانو، خپلوانو یا ماهرینو سره د خپلو احساساتو په هکله غږېدل داسې احساس راکوي، چې یو څوک مو خبرې ته غوږ نیسي.
د داسې کسانو ناسته پاسته چې ورته تجربه لري هم بې ګټه نه ده او د تجربو شریکول ګټه لري. د اضطراب په کمولو کې د داسې مشغولا یا بوختېدنې رول هم ګټور دی، چې خوند ترې اخیستل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
راځئ په دې هکله خبرې وکړو
د اداراکي چلن درملنې (سي بي ټي) تخنیکونه
سي بي ټي د اضطراب کنټرول لارې، چارې رازده کوي. له دې سره د بې ځایه اندېښنو پېژندلو او مخنیوي کې مرسته ترلاسه کولای شو. دې سره د منفي فکرونو په معلومولو کې مرسته مومو او حاضر دماغي سره بې قضاوته فکر پېژنو او فکر تعادل مو ورسره ښه کېږي.
د چلن فعالول
دا هم د سي بي ټي تخنیکونو له ډلې یو دی، چې پر مټ یې معانا لرونکي فعالیتونه ستایل کېږي، تمرکز پرې کېږي او دا بیا د مزاج په ښه کېدو او اضطراب په مخنیوي کې مرسته کوي.
د مخامخ کېدو تراپي یا درملنه چې د اضطراب مخنیوي کې د سي بي ټي تخنیکونو له ډلې یو دی، په تدریجي ډول له هغه وضعیت سره د مخامخ کېدو ډولونه رازده کوي چې ترې ډارېږو. دا زغم راښيي او له داسې چلنه د ډډې کولو هنر راښيي چې نه یې خوښوو.
د ارامتیا تخنیکونه
په سي بي ټي کې د ذهني فشار کمولو او ارامتیا موندلو تخنیکونه هم شته، چې د عصبي نظام ارامښت او عادي اضطراب کنټرول کې مرسته کولای شي.
یاداښتونه په دې لړ کې د منفي فکرونو، اندېښنو په معلومولو کې په زړه پورې رول لرلای شي.
ادراکي جوړښت
ادراکي جوړښت بیا منفي فکرونو ته سخته بیا کتنه ده او داسې هڅه کول راښيي چې په تړاو یې له سره په زیاته رښتیني توګه غور وکړو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د اضطراب ضد درمل څرنګه کار کوي؟
اېس اېس ار ای ډوله درمل چې سیرترالین (لوسترال یې یو برانډ نوم دی) او فلوکسټین (پروزاک بیا یو مشهور نوم دی) په دماغ کې د سیروتونین کچه برابروي.
سیروتونین یو ډول کیمیاوي ماده ده، چې پر احساساتو او مزاج اغېز کوي. د دې ټیټه کچه له اضطراب او ژور خپګان سره اړوند بلل کېږي. اېس اېس ار ای ډوله درمل په ډېره چټکۍ سره په دماغ کې د سیروتونین بیا جذب مخه نیسي او دغه راز د اضطراب مخنیوي او مزاج ښه کېدو کې رول لوبوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پهیونګ لي مشوره ورکوي، چې درمل باید د نورو مېتودونو کارولو تر څنګ وکارول شي. نوموړی وايي، درمل هر چا ته ګټه هم نه کوي.
دی وايي: ''د ځینو ناروغانو لپاره د انټي ډپرېسنټس (چې اېس اېس ار ای پکې شامل دي) په څېر وړاندیز شوي درمل د مزاج په ښه کېدو او له ناروغۍ سره مقاومت کې مرسته کوي، خو دا مهمه ده، چې له ډاکتر سره مشوره وشي، چې ایا درمل مناسب انتخاب دی او که (ځکه) دوی کولای شي تشریح کړي چې درمل څنګه کار کوي، احتمالي جانبي عوارض یې څه کېدای شي او له اړتیا سره سمې لارې، چارې ښوولای شي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
د اضطراب په هکله ناسمې انګېرنې
پهیونګ لي وايي، په ځوان کول کې د اضطراب ډېرېدو ته په ناسمه توګه د کمزورۍ په نظر کتل کېږي. دی وايي، د مرستې ترلاسه کولو هیلې او عامه پوهاوي په تړاو هلې ځلې د ناروغانو شمېر کمولای شي. نوموړی په دې هکله د ناسم پوهاوي په تړاو د واقعیتونو او ثبوتونو پر بنسټ پر بحث ټینګار کوي:
''واقعیت دا دی، چې اضطراب یوه جدي روغتیايي مسائله ده، چې د لنډمهاله اندېښنې او ډار پرتله د ذهن په جوړښت او فعالیت کې بدلون رانغاړي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
بل ناسم تصور دا دی، چې یوازې کمزوري کسان په اضطراب اخته کېږي، خو واقعیت دا دی، چې دا هر څوک اغېزمن کولای شي او معمولا له بیالوژیکل، چاپېریالي او یا جېنیټک عنصرونو سرچينه اخلي.
دی خبرداری ورکوي، چې دا هم ناسم پوهاوی دی، چې ځینې فکر کوي اضطراب به پخپله ښه شي، ''له درملنې پرته اضطراب نه یوازې پخپل ځای پاتې کېدای شي، بلکې داسې احتمال شته، چې د وخت له تېرېدو سره لا ناوړه بڼه غوره کړي. خو سمه درملنه بیا کولای شي پاموړ ډول علامات کم کړي.''

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې دارو-درمل یو غوراوی دی، داسې تصور چې همدا د درملنې یوازینۍ لار ده، ناسم فکر دی: ''ګڼ شمېر ګټورې لارې، چارې شته، چې سایکوتهراپي، د معمول په ورځني ژوند کې د بدلون په ګډون درملنه پکې شامل دي.''
د هغه تصور برعکس چې وايي، د اضطراب په هکله خبرې د دې وضعیت لاخرابوي، په ازادنه ډول د دې په هکله خبرې د درملنې برخه کې مرستې ته لار هواروي او ناروغو کسانو ته داسې احساس ورکوي، چې یوازې نه دي پاتې شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د پهیون لي په خبره یوه بله ناسمه کیسه داسې بیانېږي، چې ګواکې اضطراب په خورا لږ کسانو کې پیدا کېږي. دی وايي، دا د ذهني مسائلو تر ټولو عامه بڼه ده او د ګڼو نورو ستونزو لامل ګرځي، چې پر ټول بدن اغېز کولای شي. په ټول کې اضطراب یوه پېچلې موضوه دهو چې ګڼ رواني او بایولوجیکل اړخونه لري.
په داسې حال کې چې په ځینو مواردو کې دا زموږ فعالیت ډېروي، دا ډېری مهال یوه کمزورې کوونکې ستونزه شي، چې د مقابلې لپاره یې ځینې وختونه د درملو په ګډون ځینو تخنیکونو ته اړتیا لرو.

د عکس سرچینه، Getty Images