د افغانستان او روسیې ترمنځ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک شوي

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
د طالبانو سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک ترمنځ پنځه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي.
د طالبانو اقتصادي معاونیت چې مشري یې ملا عبدالغني برادر کوي، وايي دغه هوکړه لیکونه په کازان کې د افغانستان د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت او د روسیې د ترانسپورت وزارت ترمنځ د ترانسپورت او ترانزیت، د روسیې او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د پراختیا او همدا راز د یوشمېر لویو خصوصي شرکتونو ترمنځ په افغانستان کې د تېلو او ګازو د اکتشاف او استخراج او تصفیې او د سیمهییزې سوداګرۍ او صنعتي- لوجستیکي کمپلکس جوړولو برخو کې دي.
د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر راپور ورکړی چې یاد هوکړهلیکونه د روسیې او افغانستان د لومړني سوداګریز فورم په پای کې لاسلیک شوي دي.
د یادو تفاهمنامو لاسلیک د ملا عبدالغني برادر اخوند او د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک په حضور کې ترسره شوی دی.
د افغانستان- روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیستل شو

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال الکسي اویرچوک د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان – روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست.
ملا عبدالغني برادر ویلي، د هېواد د بیارغونې په موخه بېلابېلو سکتورونو کې لویې او وړې پروژې پیل شوې چې د سوداګرۍ پراختیا ته پکې پاملرنه شوې چې په دې سره به د سیمې او لیرې هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره شي.
ملا برادر روسیه د افغاني او تولیداتو او محصولاتو لپاره ښه بازار بللی چې په وینا یې افغانستان پکې د اسانه شرایطو رامنځ ته کېدو غوښتنه کوي.
نوموړي دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت له روسیې او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په موخه د سالنګ دویم تونل ایستلو ته چمتو دی او په دې برخه کې د روسیې همکاري غواړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک ویلي، "روسیه د باثباته او پر مختللي افغانستان طرفداره ده او دا د ټولې سیمې په ګټه بولي".
هغه زیاته کړې، روسي شرکتونه چمتو دي چې له افغانستان سره د کانونو استخراج، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید، سیمهییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو کې ګډ کار وکړي.
په دې غونډه کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال وویل، د موټر جوړونې تاتارستاني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي او تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې د حکومتونو په کچه له افغانستان سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړي.

د عکس سرچینه، @FDPM_AFG
وړاندې، د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر رپوټ ورکړی و چې دغه ناسته کې د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره هم خبرې کړي دي.
د طالبانو حکومت له روسیې سره دې وروستیو کلونو کې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي دي.
د روسیې سترې محکمې د اپرېل پر۱۷مه د طالبانو نوم له هغه نوملړه لرې کړ چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي یې د هغوی فعالیتونه منع کړي و او طالبان یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل.
د طالبانو حکومت لپاره منځنۍ اسیا او د روسیې جمهوریتونه اوس مهال هغه پرانیستې دروازې دي چې دوی ورسره په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې راشه درشه کولی شي.
د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د زدکړو او کار د حقونو، نه ورکولو له امله د طالبانو پر حکومت په نړیواله کچه تندې نیوکې کېږي او تر اوسه هېڅ هېواد دې نه دی چمتو شوی چې په رسمیت یې وپېژني.
د لویدیځو هېوادونو له لوري ځيني بندیزونه هم د دې لامل شوي چې د افغانستان اوسنی اقتصادي حالت کمزوری کړی.