حماس: "اسرائیلو له شل زرو ډېر فلسطینیان وژلي"، جوبایډن له نتنیاهو د ولسي وګړو د خوندیتوب غوښتنه کړې

د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت ویلي، د جګړې له پیل راهیسې غزه کې تر دې دمه لږ تر لږه شل زره او څلور سوه فلسطینیان وژل شوي دي.

یاد وزارت دا شمېرې نن (یکشنبه) د ډسمبر پر ۲۴مه فلسطین کې د اسرائیلو له خوا د اوښتو زیانونو په اړه خپرې کړي دي.

د دغې بیان له مخې په تېرو څلور ویشتو ساعتو کې چې اسرائیلو خپل عملیات لا پراخ کړي '۱۶۶ فلسطینیان وژل شوي او ۳۸۴ نور ژوبل شوي دي.'

په تازه بریدونو کې اسرائېلو هم د لږ تر لږه خپلو ۱۴ سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

اسرائیلو ویلي، ۱۴ پوځیان یې پرون په بریدونو کې وژل شوي دي.

د اسرائېلو پوځ د دغې اعلان پر مهال خبرداری ورکړی چې، په غزه کې به روان عملیات لا سخت او اوږدمهاله وي.

د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند ویلي " وروستیو ورځو کې یې د غزې په شمال او جنوب کې ځمکني عملیات ډېر کړي دي."

د جوبایډن او نتنیاهو ټلیفوني خبرې

سره له دې چې بریدونو کې له دواړه خواو ولسي وګړو ته سخته مرګ ژوبله اوړي، د امریکا ولسمشر جوبایډن د ولسي وګړو پر خوندیتوب ټینګار کړی.

ښاغلي جوبایډن د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره ټلفیوني خبرو کې ویلي:"د ولسي وګړو خوندیتوب یوه جدي اړتیا ده."

ځواب کې یې د اسرائېلو لومړي وزیر پر جګړه ټينګار کړی او ویلي یې دي "د اسرائیلو ټولو موخو ته د رسېدو تر وخته به جګړه روانه وي."

د دغو خبرو وروسته جوبایډن خبریالانو ته ویلي "له نتنیاهو یې د اوربند غوښتنه نه ده کړې."

د تېرې جمعې پر ورځ له اوربند پرته غزې ته د مرستو لېږد لپاره د امنيت شورا پرېکړه لیک تصويب شو.

د جګړې له دې ټينګار سره حماس ډلې اسرائیلي ځواکونه په غزه کې د "ملکي وګړو په ډله ییزه وژنه" تورن کړي.

دې ډلې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، اسرائیلي پوځ "لږ تر لږه ۱۳۷ فلسطینیان د غزې په شمال یوه کنډواله کې په ډزو وژلي دي."

اسرائیل وايي، د دې پېښې په اړه "هېڅ معلومات" نه لري.

خو حماس دا یو جنایت او "بې شرمه" عمل او د اسرائیلو له خوا یې د فلسطینیانو نسل وژنه بللې ده.

بي بي سي په خپلواکه توګه دغه رپوټ کې یادې شوې شمېرې او ادعاوې نه دي تایید کړي.