ایران پلوه وسله والې ډلې پر امریکايي ځواکونو د بریدونو درولو اعلان وکړ

ولسمشر بایډن وايي، د غبرګون پرېکړه یې کړې، خو تفصیل یې نه دی څرګند کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ولسمشر بایډن وايي، د غبرګون پرېکړه یې کړې، خو تفصیل یې نه دی څرګند کړی.
  • Author, ماکس ماتزا
  • دنده, بي بي سي

په عراق کې یوه ملېشه ډله، چې ګومان کېږي په اردن کې یې د هغه ډرون برید تر شا لاس درلود چې درې امریکايي سرتېري پکې ووژل شول وايي، د امریکا پر ضد عملیات یې لغو کړي دي.

د کتائب حزب الله په نامه ډله چې د یکشنبې ورځې برید مسوولیت یې منلی وايي، هدف یې د عراق حکومت د خجالت مخنیوی کول دي.

له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن ویلي، پرېکړه یې کړې، چې دې برید ته به څنګه غبرګون ښيي، خو تفصیلات یې نه دي بیان کړي.

ایران بیا وايي، پر خپلو ''ګټو'' هر برید ته به ځواب ووايي. مخکې یې د امریکا او بریتانیا هغه تورونه رد کړي وو، چې په دې برید کې لاس لري.

امریکایانو د یوه وسله وال غبرګون اشاره څرګنده کړې، چې کېدای شي په څو پړاوونو کې څرګند شي.

د امریکا پر ضد له بریدونو د ډډې کولو په ترڅ کې د کتائب حزب الله عمومي منشي ابو حسین الحمیداوي پر سې شنبه یوه اعلامیه کې ویلي: ''په داسې حال کې چې موږ د اشغالګرو ځواکونو پر ضد د امنیتي او دفاعي عملیاتو لغو کولو اعلان کوو- او هدف یې د عراقي حکومت خجله کولو مخنیوی کول دي- موږ به په غزه کې د خپلو خلکو دفاع لپاره له نورو لارو چارو کار اخیستل روان وساتو.''

امریکايي پوځیان ویلیم جیروم رایورس، کینیډې لاډون ساندرس او بریونا الکساندریا موفیت په ډرون برید کې وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، US DEPARTMENT OF DEFENSE

د عکس تشریح، امریکايي پوځیان ویلیم جیروم رایورس، کینیډې لاډون ساندرس او بریونا الکساندریا موفیت په ډرون برید کې وژل شوي وو.

درې امریکايي سرتېري د سوریې او اردن تر منځ د پولې په سیمه کې د هغه ډرون برید له کبله ووژل شول، چې په امریکا کې د بي بي سي ملګرې رسنۍ سي بي ایس د رپوټونو له مخې په ایران کې چمتو شوی و.

په دې برید کې لسګونه نور پوځیان په داسې حال کې ټپیان شوي وو، چې پر ۲۲ ټاور د ډرون برید پر مهال د خوب په حال کې وو. امریکا د دې برید تور پر ایران پلوه ملېشه ځواکونو پورې کړی و، خو په ځانګړې توګه یې د کتائب حزب الله نوم نه و اخیستی.

خو د امریکا دفاع وزارت یوه ویاند بیا په برید کې د لاس لرلو په تړاو د دې ډلې د نښو، نښانو یادونه کړې وه.

د پیڼاګان ویاند پاټ رېډر خبریالانو ته له هغه وروسته چې یادې ډلې پر امریکا د بریدونو درولو اعلان وکړ، وویل: ''عمل له خبرو زیات برالا وي.'' نوموړي زیاته کړه، چې ''عواقب به ولري.''

بل لور امریکا متحده ایالتونه د ټاور-۲۲ نومې اډې امنیت لا غښتلی کوي، چې نژدې ۳۵۰ امریکايي سرتېري پکې اسلامي دولت نومې ډلې سره د جګړې لپاره پکې ځای پر ځای شوي دي.

پر سې شنبه یوه امریکايي چارواکي سي بي ایس خبري شبکې ته وویل، چې د دافع هوا اضافي الات او دغه راز د ډرون مخنیوي نوي طرح شوي وسائل دې اډې ته استول شوي دي.