بریتانیایي ټاپو کې دویم کال هم د 'لویانو زدکړې فیسټیوال' کېږي

Jane Fears encouraged adults not be afraid of returning to education

د عکس سرچینه، The Guernsey Institute

د عکس تشریح، جین فرېزر: "موږ هیله لرو چې نور لویان وهڅوو چې نوې هڅې وکړي."

د فرانسې سمندرغاړې ته نژدې، د بریتانیا د چنل ټاپوګانو په یوه (ګرنزي) کې سږکال بیا د لویانو د زدکړې فیسټیوال کېږي.

دې فیسټیوال کې ګډونوال پر دې ټینګار کوي چې کواګې تعلیم یا زدکړې وخت یا عمر پورې اړه نه لري او باید تر هغو چې یې انسان کولی شي و دې یې کړي. دا د فیسټیوال دویم کال دی.

د ګرنزي انسټیټیوټ لخوا تنظیم شوی، دغه فیسټیوال چې یوه اوونۍ به دوام وکړي برخه‌وال ته وړیا تعلیمي نمونې، ټولګي، ورکشاپونه او نندارې وړاندې کوي.

جین فرېزر، چې د دغې سیمې د لوړو زدکړو اداره کې د سوداګرۍ پراختیا برخې مشره ده، وايي: "موږ هیله لرو چې نور لویان وهڅوو چې نوې هڅې وکړي."

دا زیاتوي "موږ غواړو ورته وښیو چې فرصتونه شته."

هغې زیاته کړه: "زدکړه باید داسې څه نه وي چې خلک ترې وورېږي."

"نورې زدکړې کولی شي په ژوند کې واقعا بدلون راوړونکی اغېز ولري او موږ خوښ یو چې خلکو ته همدا ښیوو."

تنظیمونکی انسټیټیوټ وايي د دې فیسټیوال هدف دا دی چې د دې سیمې ټول خلک برخه پکې واخلي، ښکېل شي، د لویانو زدکړې ولمانځي او هغه مثبت اغېز نورو ته وښيي چې زدکړې یې درلودلی شي.

دغه فیسټیوال د اپریل له پنځمې تر ۱۱مې د ګرنزي ټاپو په مختلفو ځایونو کې کېږي.