"شاګرد مې د ډيپ فېک په مټ زما جعلي لوڅ عکسونه جوړ او خپاره کړي وو"

ليګایون (مستعار نوم) یوه مور ده چې اوس پر کور ناسته ده، هر وخت ژاړي او اته کلن زوی یې دلاسه کوي.
دې شاوخوا یوه لسیزه د جنوبي کوریا په بوسان ښار کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې او خپل کار یې خوښېده.
خو د تېر کال مارچ کې یې خوشاله نړۍ هله پر بل مخ واوښته چې یوه شاګرد یو عکس ور وښود. په هغه عکس کې د دې مخ په یوه لوڅ بدن پورې نښلول شوی و او هغه زدکوونکي دا کار د 'ډيپ فېک' ټېکنالوژۍ په مټ کړی و.
ډيپ فېک یا 'ژوره جعلکاري' د مصنوعي ځيرکتیا په مټ په خورا دقت ترسره کېږي چې کله یې ځينې پر جعلکارۍ شکمنېږي او ښايي ریښتیا یې وګڼي.
دا عکس پر ټېليګرام خپور شوی و او هلته شاوخوا ۱۲۰۰ تنو د دې ښوونکې د نامه له هشټېګ سره خورا ناوړه خبرې لیکلې وې. اغلې ګایون باوري ده چې ګڼو زدکوونکو يې دا عکس لیدلی دی.
دا وايي، "کله به یې چې سترګې راکې ونیولې نو ما به زړه کې ویل چې لکه عکس یې لیدلی او اوس سپيناوی رانه غواړي. هماغه وه چې نور مې نو د دوی سترګو ته د کتلو تاب نه درلود او نه مې هم درس ورښودلی شو."
اوس دا ښوونکې د ناروغۍ پر اووه میاشتنۍ رخصتۍ تللې ده او زیاتوي، "ما له تازه ځوانۍ راهیسې غوښتل ښوونکې شم او هغه هیله مې لا هم نه ده بدله شوې. خو اوس پر ژور خپګان او ذهني ګډوډۍ اخته شوې یم او د ورځې پنځه ګولۍ خورم. ځان بې وسه راته برېښي او ګمان کوم چې رغېدل به مې وخت ونیسي."
په یوه کال کې داسې ۲۴۹۲ پېښې
نژدې کال وړاندې د سویلي کوریا په جیونګي ولایت کې د منځني ښوونځي د انګریزي ژبې یوې بلې ښوونکې چې موږ یې په مستعار نامه (پارک سيهي) بولو، جعل شوی عکس پر ډسينسایډ وېبپاڼه باندې خپور شو.
د اغلې سیهي عکس په اصل کې له هغه مسېنجر یا پیغام رسوونکي اپ اخیستل شوی و چې دې په کې یوازې له خپلو شاګردانو سره د ښوونځي اړوند چارو همغږي کوله. په دغه عکس کې دوه بېزوګان پر یوه او بل سپاره وو خو د یوې شادي په سر پورې د استاد سیهي د مخ عکس نښلول شوی و او پر بل بیزو د یوه نااشنا سړي مخ. له عکس سره لیکل شوي وو چې، "پارک سيهي له خپل زوی سره پر معلوماتي ټېکنالوژۍ لګیا ده."

ښوونکې سیهي وايي د عکس په لیدو یې زړه ټکان وخوړ او ساه یې بنده شوه. دا زیاتوي، "یوه موده به د نیمې شپې له خوبه راپاڅېدلم او له ډېره قهره به مې خپل بالښت ته سوکان ونیول. خپله غوسه مې هېڅ نه شوه کابو کولی. ځان ډېر بې وسه راته ښکارېده او دا خبره خو بیخي راته د زغملو نه وه چې دوی ان زما زوی هم په دې مسئله کې راګډ کړی و."
پارک سیهي همدا راز وايي، "زه له لومړي کاله د دغو زدکوونکو ښوونکې یم، درې کاله کېږي، پر دوی ډېر پام کوم، زه هم ورباندې ګرانه یم او زموږ اړیکه ډېره صمیمي وه. نو ځکه داسې یوه کار سخته حیرانه کړې یم."
دې استاذې خپلو زدکوونکو ته ویلي دي چې که د دغه کار ترسروونکی پر خپلې ګناه اعتراف وکړي نو دا به یې په اړه پولیسو ته شکایت ونه کړي خو تر اوسه هېڅ شاګرد هم نه دی ورمخکې شوی.
که څه هم دا پولیسو ته ورغلې خو وايي پولیسو ان خبرې هم ورسره ونه کړې او په دې دلیل یې دا قضیه تړلې چې ګواکې د نامعلوم تورن په اړه کوم ثبوت نه شته. وروسته دې هم په چا پسې له ګرځېدو لاس واخيست.
د جنوبي کوریا ښوونځي په دې وروستیو کې د لوڅو جعلي عکسونو جوړونې او خپراوي قضیو پر سر اخیستي دي. تېر سپتمبر کې بيبيسي رپوټ ورکړ چې له دې کبله له ۵۰۰ ډېر ښوونځي او پوهنتونونه اغېزمن شوي دي.
د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د (کېټيیو) په نامه د کوریا ښوونکو او د ښوونيزو ادارو کارکوونکو یوې ټولنې یوه ټولپوښتنه وکړه چې کوم ښوونکی یا زدکوونکی خو به په ناقانونه ډول د جوړو شوو عکسونو په مټ ځورول شوی نه وي. دوی داسې ۲۴۹۲ پیښې وموندلې.
په دوی کې ان د وړکتونونو او ځينو هغو ښوونځيو واړه شاګردان هم شامل وو چې د ذهني ناروغیو له کبله په ځانګړو ښوونځيو کې پر زدکړو بوخت وو. په پلټنه کې جوته شوه چې له پوښتل شوو کسانو ۵۱۷ تنه له ورته قضیو اغېزمن شوي وو چې ۲۰۴ یې ښوونکي، ۳۰۴ یې زدکوونکي او پاتې نور د ښوونځيو کارکوونکي وو.
که څه هم له دوی یې ډېرو په دې اړه پولیسو ته شکایت نه و کړی خو دا پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.
"پولیسو ته شکایت ځای نه نیسي"
په جنوبي کوریا کې له پولیسو سره په ۲۰۲۱ کال کې د ډيپ فېک سېکس یا د جعلي عکسونو په مټ د جنسي ځورونې ۱۵۶ پېښې ثبت شوې وې او په ۲۰۲۴ کې دا پېښې ۱۲۰۲ ته وختلې.
د ځايي پولیسو له لوري د تېر کال خپرو شوو شمېرو له مخې، د دغه جرم په تور ۶۸۲ کسان نیول شوي وو چې ۵۴۸ په کې کم عمره ماشومان وو چې دا جرم یې کړی و. له ۱۰۰ ډېر داسې کسان په کې وو چې عمرونه یې له ۱۰ تر ۱۴ کلونو وو. د دوی د عمر کموالی د دې لامل شو چې هغوی ته جزا ور نه کړل شي.

پر دې هر څه برسېره اوس خلک له ډيپ فېک پورن یا په جعلي ډول د جنسي فلمونو جوړولو سره په بلدېدو دي خو ښوونکي وايي چې پولیس یې شکایتونو ته چندان غوږ نه نیسي.
د لیسې یوې ښوونکې چې دلته یې په مستعار نامه'جي هي' یادوو، پر اېکس ټولنيزې رسنۍ داسې یو عکس ولید چې د دې د بدن ځینې برخې په کې له ډېر نژدې ښودل شوې وې. دا ښوونکې وايي چې له شکایت سره سره یې پولیسو پر اعتراض چندان غوږ ونه ګراوه او دا مجبوره شوه چې پخپله لاس په کار شي. دې د ټولګي جوړښت او په کې د ناستو زدکوونکو څوکیو او زاویو ته په کتو معلومه کړه چې هغه عکس چا اخیستی و. هماغه وه چې پر یوه زدکوونکي یې د "شک" پر بنسټ عریضه وکړه.
خو دا هله ناهیلې شوه چې له ډېرو ثبوتونو او د لسو پاڼو یوه رپوټ برابرولو سره سره پولیسو ورته وویل چې ګواکې ثبوتونه یې کافي نه دي.
خو هماغه زدکوونکی د یوه بل ټولګیوال/ټولګیوالې له لوري په یوه جلا قضیه کې مجرم ثابت شو.
له داسې زدکوونکو سره باید څه وشي؟
په عمومي ډول له داسې پېښو سره مخ شوو ښوونکو نه تمه کېږي چې که هماغه شکمن شاګردان یې په ټولګي کې وي هم، دوی باید خپل تدریس او ښوونې ته دوام ورکړي. خو د اغلې لي په څېر ځینې ښوونکې رخصتي اخلي. که ترې یوې اوونۍ ډېر رخصت غواړي نو باید د ښوونځي د استاذانو له کمېټې ځانګړې اجازه ترلاسه کړي.
د پوسان په نامه یوه ښوونځي یو چارواکی کم سون وايي، "تر اوسه داسې قانون نه شته چې پر بنسټ یې په سملاسي ډول د پېښې ښکار شوې ښوونکې له زدکوونکو جلا کړل شي."
په وینا یې، "هغه زدکوونکي چې نورو ته مزاحمت کوي، عموماً د ټولګي په وروستیو کتارونو کې کېنول کېږي. د هغوی له میندو او پلرونو هم هیله کېږي چې داسې زدکوونکو ته د ښوونځيو پر ځای پخپلو کورونو کې درس ورکړي. خو که هغوی پر دې کار راضي نه وي، نو بیا موږ څه نه شو کولی."

خو استاذه لي وايي چې د ډيپ فېک پورن یا د جعلي لغړو جنسي فلمونو په اړه باید زدکوونکي وپوهول شي چې له دې کار لاس واخلي.
تېر کال د دغه هېواد د پوهنې وزارت په منځنیو ښوونځیو او لیسو کې له ۲۰۰۰ زدکوونکو یوه ټولپوښتنه وکړه چې په کې په ډاګه شوه چې ډېری شاګردان لا د ډيپ فېک په مټ له جرمونو نه دي خبر. له دوی يې ۵۴ سلنه ویلي وو چې دا کار هسې د ساتېرۍ لپاره کوي.
خو اغلې لي وايي چې باید زدکوونکي د دې کار له پایلو خبر او په جدي توګه وپوهول شي.
چارواکي څه وايي؟
د سویلي کوریا روغتیا وزارت یوه چارواکي جونګ اېل سېن وايي دا د ډيپ فېک مسئله د جنسي جرمونو په برخه کې یوه جدي او مهمه موضوع ګڼي.
په وینا یې، د ټول هېواد ښوونځيو او انضباطي کمېټو ته لارښوونه شوې چې په داسې پېښو کې بايد له ښکېلو کسانو سره هېڅ ډول مراعات او ګوزاره ونه شي او پر ضد یې بايد تر ټولو سخت ګامونه اوچت شي.
دی وايي، د پوهنې وزارت هم اوس خپل پام پر دې ورټول کړی چې د لارښوونو او عامه پوهاوي په مرسته باید خلکو وپوهول شي چې دا کار ټوکې نه، یو جرم وګڼي.
د کوریا د ملي پولیسو ادارې یوه لوړپوړي افسر لي یونګ سي هم ویلي چې د دا ډول جنسي ځورونې پېښو په اړه يې د پلټنو لپاره ځانګړې ډلګۍ جوړې کړې دي.
امنیتي ادارو ویلي د داسې پېښو شمېر په منځنۍ کچه چې پخوا به د ورځې ۱۷ وې، اوس په میاشت کې دوو ته راټیټې شوې دي.
ښوونکې جي هي هم اوس هیلمنه ده چې بېرته به خپل هغه نورمال ژوند پیل کړی شي چې د عکس تر لیدو مخکې يې لاره.
دا وايي، د هغې ورځې په هیله ده چې "دا فکر یې له ذهنه ووځي او د پخوا غوندې یو ځل بیا خپل عادي ژوند پيل کړي."
دا له خپلو هغو شاګردانو منندویه ده چې د هغه تورن کس په موندلو کې یې له دې سره مرسته کړې وه.
ښوونکې لي بیا د هغې ورځې په تمه ده چې هغه زدکوونکی د بښنې غوښتلو لپاره ور وړاندې شي چې د ډيپ فېک په مرسته یې د هغې او د هغې د زوی عکس جوړ او خپور کړی و.
دا زیاتوي، "غواړم خلک وپوهېږي چې دا ټوکې نه دي. ډاډه یم چې تر دې هر څه وروسته به هغوی ځان ګرم وګڼي. ځکه، تا چې څه د ټوکې او ساعت تېرۍ لپاره کړي وو، هغې زه ډېره ځورولې یم. دې پېښې زما ژوند په بل مخ اړولی دی."