د پاکستان پوځ پر مشر د خلیلزاد نیوکه؛ وايي په‌ کور دننه او بهر یې ستونزې جوړې کړې

پخوانی امریکايي دیپلومات او له افغان طالبانو سره د سولې مذاکراتو لپاره د امریکا مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي‌‌ د پاکستان د پوځ‌ لوی درستیز جنرال عاصم منیر خپلې ستونزې پراخوي.

خلیلزاد پر خپله اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي: "هغه [عاصم منیر] پاکستان کې تر ټولو محبوب سیاسي مشر [عمران خان] د خیالي تورونو له مخې نیولی، هڅه یې کړې چې د سوله‌ییزو لاریونونو مخه ونیسي او اوس یې د بشري حقونو پر یوې مدافع ډلې 'پښتون ژغورنې غورځنګ' بندیز لګولی دی".

هغه د پاکستان د پوځ مشر تورن کړی چې ګوندې د سیمې په کچه یې له هند سره له تاریخي اړخه د خپل هېواد له خصومت یا تربګنۍ ډکې اړیکې لا پسې خرابې کړې او پر دې سربېره یې اوس په افغانستان کې د طالبانو له واکمن حکومت سره هم توند او تهاجمي دریځ ته مخه کړې ده.

د پاکستان پوځ او حکومت تر اوسه دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.‌

زلمي‌ خلیلزاد مخکې هم د عمران خان د نیول کېدو د ناوړه پایلو په ګډون د پاکستان پر ځینو اړوندو مسایلو تبصرې کړې،‌ خو دا ځل یې ژبه انتقادي او نسبتآ تونده ده.‌

د یادونې وړ ده چې د شهباز شریف په مشرۍ د پاکستان مخکیني لنډمهاله حکومت د هغه پخوانۍ څرګندونې کم اهمیته بللې او ویلي وو چې دوی د خلیلزاد په څېر خلکو مشورو ته اړتیا نه لري.

'اور سره لوبې'

خلیلزاد لیکلي "طالبان ادعا کوي چې اسلام اباد داعش لپاره په پټنځي بدل شوی او مرکزي اسیا ته مې د وروستي سفر پر مهال له ځايي کارپوهانو او چارواکو هم ورته تورونه واورېدل".

نوموړی وایي‌ "که رښتیا وي،‌ نو دا اور سره له لوبېدو هم بدتره ده." هغه زیاته کړې "جنرال منیر هېواد چېرته بیایي؟ تګلاره یې څه ده؟"

په خټه افغان زلمی خلیلزاد اوس د امریکا حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري.‌

خو هغه له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا د تاریخ په ډېرو حساسو وختونو کې،‌ چې‌ ځواکونه یې په افغانستان او عراق کې پر ترهګرۍ ضد جګړه بوخت وو،‌ په دغو هېوادونو او همدا راز ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر پاتې شوی او وروسته یې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته په رسېدو او په دې توګه له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو وتلو ته د لارې په برابرولو کې مهم نقش درلود.‌

خلیلزاد پر افغانستان د پخواني‌ شوروي اتحاد د یرغمل له وخته پاکستان سره چې افغان مجاهدینو ته یې پناه ورکړې وه،‌ ښکېل پاتې شوی.‌

خو په تېرو دوو لسیزو کې چې امریکا په افغانستان کې پراخ حضور درلود،‌ د پاکستان له سیاست او د دغه هېواد له پوځي‌ او سیاسي مشرانو سره د هغه ښکېلتیا نوره هم ډېره شوه.‌