اېلون مسک د نږدې ۴ میلیارد ډالرو په ارزښت د ټېسلا نورې ونډې هم وپلورلې

د نړۍ تر ټولو شتمن سړي 'اېلون مسک' د ۳ اعشاریه ۹۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د برېښنايي موټرو خپلې کمپنۍ 'ټېسلا' ۱۹ نیم میلیونه نورې ونډې پلورلې دي.‌

دا خبر داسې مهال خپور شوی چې ښاغلي مسک همدا دوه اوونۍ وړاندې په ۴۴ میلیارد ډالرو ټویټر وپېره.

د ټېسلا د ونډو بیې د روان کال له پیله تر ۵۰ سلنې ډېرې راپریوتې دي.

دې کمپنۍ تازه امریکا کې له دې کبله د خپلو څه باندې ۴۰ زره موټرو په بېرته راټولو پیل کړی چې شترنګ کې یې یوه جدي ستونزه وکتل شوه.

ښاغلي مسک تر هغې راوروسته چې د روان کال لومړیو کې یې د ټویټر د پېرلو اعلان وکړ، د نږدې ۲۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د ټېسلا ونډې پلورلې دي.

هغه تر دې وړاندې اپرېل کې د ۸ اعشاریه ۵ او اګست کې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت د ټېسلا ونډې پلورلې وې.

د موټرو بېرته ټولول

ټېسلا د سې شنبې پر ورځ امریکا کې له دې کبله د خپلو څه باندې ۴۰ زره موټرو په بېرته راټولو پیل وکړ چې شترنګ کې یې یوه جدي ستونزه وکتل شوه.

دې کمپنۍ ویلي چې د دغو موټرو د برېښنايي شټرنګ کومکي سیستم ښايي پر خامو او خرابو سړکونو او یا یې کندو ته د ټیر پرېوتلو پر مهال کار پرېږدي.

ټېسلا د دغه سیستم د بیا ارزولو لپاره د سافټویر یو اپډیت هم را ایستلی.

خو د برېښنايي موټرو دا کمپنۍ وايي تر اوسه د دې ستونزې له کبله د چا د مړینې یا ټپي کېدو کوم خبر نه دی ترلاسه شوی.

ټویټر کې د دندو کمول

اېلون مسک له هغې راوروسته چې تېره میاشت یې د ټویټر کنټرول ترلاسه کړ، د دې کمپنۍ شاوخوا نیم کارکوونکي ځواب کړي‌.

هغه د ټویټ یوه پیغام کې ویلي چې د کاري ظرفیت له محدودولو پرته بله لاره ورته نه وه پاتې ځکه دې کمپنۍ هره روځ ۴ میلیون ډالر له لاسه ورکول.

نوموړي د دې کمپنۍ د عوایدو کمېدو پړه پر اعلان ورکوونکو د فعالانو په فشار واچوله.

هغه د خواله رسنۍ د دې پلټفارم په ادلون بدلون کې دا پرېکړه هم کړې چې د نیلي تاییدنښې له کاروونکو به یې د میاشتې ۸ ډالر فیس اخلي.