ولې ټرمپ 'امریکا غږ' رسنۍ تړي؟

امریکا غږ

د عکس سرچینه، Getty Images

  • Author, ټامس مکېنټاش او مرېلېن ټامس
  • دنده, بي‌بي‌سي نیوز

د امریکا ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ په فدرالي پیسو د چلېدونکې خبري رسنۍ 'امریکا غږ' د تړلو امر لاسلیک کړی. ده پر دې رسنۍ تور پورې کړی چې ګواکې "ټرمپ ضد" او "بنسټپاله" ده.

سپنې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه امر په لاسلیکېدو سره به دا "ډاډ تر لاسه شي‌ چې نور نو مالیه ورکوونکي د بنسټالو تبلیغاتو لپاره پیسې نه ورکوي."

په خبرپاڼه کې د هغو سیاستوالو او ښي اړخو رسنیو نقل قولونه هم ځای شوي چې د دې رسنۍ پر خپرونو یا نشراتو یې نیوکې کړې دي.

امریکا غږ یا (وایس اف امېرېکا) چې لنډیز یې (وي‌او‌اې) دی، په اصل کې یې راډيويي خپرونې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د جرمن نیازیانو د تبلیغاتو د مخنیوي لپاره رامنځ‌ته کړې.

ویل کېږي چې د دې رسنۍ نشرات په ټوله نړۍ کې هره اوونۍ سلګونه میلیونه خلکو ته رسېږي.

د امریکا غږ مشر مایک ابرامووېتز ویلي چې ده او شاوخوا ۱۳۰۰ همکارانو ته یې په کور تنخوا حواله کېږي، یعنې په بامعاشه رخصتۍ پر کور کېنول شوي دي.

ابرامووېتز ویلي چې دې پرېکړې امریکا غږ رسنۍ له خپل "مهم ماموریته غورځولې ده... هغه هم په داسې مهم وخت کې چې د امریکا مخالفان لکه ایران، چین او روسیه پخپلو ناسمو څرګندونو او بیانونو سره د امریکا پر بدنامولو میلیاردونه ډالر مصرفوي."

په امریکا غږ کې د ژورنالیزم خپلواکۍ ته "خطر"

د 'نشنل پرېس کلب' په نوم په امریکا کې د خبریالانو یوه مخکښ بنسټ د ډونلډ ټرمپ‌ د دې پرېکړې په اړه ویلي چې "ازادو او خپلواکو مطبوعاتو ته د امریکا اوږدمهاله ژمنتیا ځپي."

دغه بنسټ همداراز پوښتلي، "یوه خبرخونه چې شپه په شپه تشه شي نو دا د رسنیو د ازادۍ په اړه څه ډول حالت ښکاروي؟" او زیاته کړې یې ده، "یوه بسته اداره له منځه وړل کېږي. دا یوازې د هغې د کارکوونکو د کار او ګمارنې په اړه پرېکړه نه ده بلکې دا یو داسې بنسټيز بدلون دی چې په راتلونکي کې په وي‌او‌اې کې خپلواک ژورنالیزم هم له خطر سره مخ کوي."

امریکا غږ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د وي‌او‌اې یا امریکا غږ څښتن شرکت یو‌اېس‌اې‌جي‌اېم یا (د امریکا نړیواله خبري‌ شبکه) نومېږي چې د ازادۍ راډيو د اروپا او اسیا برخې یې هم تمویلولې او په اصل کې د کمونیزم ضد نشراتو لپاره د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال رامنځ‌ته شوې وه.

د ډونلډ ټرمپ په دغه امر کې په ټوله کې د وي‌او‌اې څښتن شرکت یو‌اېس‌اې‌جي‌اېم یا (د امریکا نړیواله خبري‌ شبکه) په نښه شوې چې د ازادۍ راډيو د اروپا او اسیا برخې یې هم تمویلولې چې په اصل کې د کمونیزم ضد نشراتو لپاره رامنځ‌ته کړل شوې وې.

د دغو رسنیو مدیرانو ته هم ویل شوي چې "خپل فعالیت تر هغه برید او وسه راټيټ کړي څومره چې قانون اجازه ورکړې وي."

د بي‌بي‌سي ملګرې امریکایۍ رسنۍ سي‌بي‌ايس وايي چې د امریکا غږ کارکوونکو ته د یو‌اېس‌اې‌جي‌اېم شبکې د بشري سرچینو برخې مشر کرېسټل توماس د ایمېل له لارې خبر ورکړی دی.

یوې سرچینې سي‌بي‌ايس ته ویلي چې ټولو فريلانس کارکوونکو او نړیوالو قراردادیانو ته ویل شوي چې اوس دوی ته د تنخوا ورکولو پیسې نه لري.

ځينې ایمیلونه چې سي‌بي‌ايس ترلاسه کړي، په هغوی کې د ازادۍ راډيو اسیا او اروپا څانګې مشرانو ته هم خبر ورکړل شوی چې نور نو دوی ته ورکېدونکې فدرالي مرستې پای ته رسېدلې دي.

د خپرونو د دوام هڅه

امریکا غږ او د دې د څښتنې شبکې اړوند نورو خبري څانګو ویلي چې په نړۍ کې یې تر ۴۰۰ میلیون ډېرو خلکو ته نشرات کول. دا په لویه کې له بي‌بي‌سي سره سیاله یا مساوي ده چې یوه برخه بودیجه یې د بریتانیا حکومت له لوري ورکول کېږی.

د چېک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر جان ليپفسکي ویلي، دی هیله‌من دی چې اروپايي ټولنه به مرسته وکړي چې په پراګ کې د ازادۍ اروپا راډيو څانګې خپلې خپرونې روانې وساتلی شي.

هغه زیاته کړې چې د دوشنبې پر ورځ به د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو په یوه ناسته کې وغواړي چې لږ تر لږه د دې رسنۍ د یوې برخې د فعالیت روان ساتلو لپاره لارې چارې ولټوي.

امریکايي میلیاردر او د ډونلډ‌ ټرمپ لوړپوړي سلاکار ایلان مسک چې د امریکا حکومت لپاره د بودیجې سپمولو هلې ځلې کوي، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې وي‌او‌اې باید بنده شي.

ډونلډ ټرمپ‌ پر ځينو نورو فدرالي ادارو هم بودیجه بنده کړې ده. په دوی کې هغه بنسټونه هم شامل دي چې د بې‌کورۍ د مخنیوي مسؤلیت لري. همدا راز موزیمونه او کتابتونونه هم پکې راځي.

له امریکا غږ سره د ټرمپ "تربګني"

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

ټرمپ د ولسمشرۍ پخپله لومړۍ دوره کې هم پر امریکا غږ سختې نیوکې کولې او په دې وروستیو کې یې خپله یوه کلکه ملاتړې او ژمنه ملګرې کاري لېک د وي‌او‌اې څښتن شرکت یو‌اېس‌اې‌جي‌اېم لپاره د ځانګړې سلاکارې په توګه ټاکلې ده.

ښاغلی ټرمپ وار په وار وايي‌ چې ډېرې رسنۍ له ده سره تعصب لري. د امریکا په عدلیه اداره کې یې د خپلې یوې وینا پر مهال سي‌اېن‌اېن او اېم‌ایس‌اېن‌بي‌سي خبري شبکې "فاسدې" وبللې.

امریکا غږ یا وي‌او‌اې لومړی ځل په ۱۹۴۲ کې د نازیانو او جاپانیانو له تبلیغاتو سره د مبارزې په موخه خپرونې یا نشرات پیل کړل. لومړنۍ خپرونه یې د یوه ګډ هدف په موخه د هغه ټرانسمیټر په مرسته جوړه کړې وه چې بي‌بي‌سي امریکا ته په پور ورکړی و.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جرالډ فورډ په ۱۹۷۶ کال کې د وي‌او‌اې عمومي منشور لاسلیک کړ چې پر مټ یې د دې ادارې خبري خپلواکي خوندي‌ کړي.

تر ۱۹۹۴ کاله د غیر نظامي خپرونو د څارنې لپاره د خپرونو یوه ډله رامنځ‌ته شوه چې بورډ اف ګورنرز یې بلله.

په ۲۰۱۳ کال کې په قانون کې له بدلون سره امریکا غږ او ور پورې تړلو رسنیو ته په امریکا کې د خپرونو د پيلولو اجازه ورکړل شوه.