د ملګرو ملتونو کارپوهانو اسرائیل په غزه کې پر جنسي تاوتریخوالي او 'نسل وژنې' تورن کړ

د ملګرو ملتونو کارپوهانو اسرائیل تورن کړی چې د فلسطینیانو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی په زیاتېدونکې توګه کارولی، میندو ته د پاملرنې او زېږون روغتیایی مرکزونو د سیستماتیک ویجاړولو له لارې یې د "نسل وژنې کړنې" کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا په چمتو شوې رپوټ کې په غزه او نیول شوې لوېدیځه غاړه کې، د ۲۰۲۳م کال اکتوبر میاشتې له اوومې نېټې وروسته چې حماس جګړه پیل کړه، د جنسي تېري په ګډون ځينې نورې ادعا شوې سرغړونې مستند شوې دي.

رپوټ دا هم وايي، په غزه کې د زېږون څانګو او د زېږون په کلینیکونو کې د جنینونو ویجاړول ښايي د یوې ځانګړې ډلې ترمنځ د زېږون مخنیوي لپاره یوه ستراتېژيکه هڅه وي، چې د نسل وژنې یو له قانوني تعریفونو څخه دی.

اسرائیل وايي، دا "بې بنسټه تورونه په کلکه ردوي."

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو رپوټ ته په غوسه غبرګون ښوولی او د بشري حقونو شورا یې "یوه یهود ضد، فاسده، د ترهګرو ملاتړ کوونکې او غیر اړونده اداره" وبلله.

هغه وویل چې د حماس لخوا پر ترسره شويو جنګي جرمونو د تمرکز کولو پرځای، دا اداره پر اسرائیلو د ناسمو لارو "دروغجن " برید کوي.

د اشغال شوي فلسطیني خاورې په اړه د څېړنو خپلواک نړیوال کمیسیون په ۲۰۲۱ کال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا لخوا جوړ شو، چې د نړیوال بشر دوستانه او د بشري حقونو له قانونه د ټولو ادعا شویو سر غړونو پلټنه وکړي.

دغه درې کسیز کمیسیون ویلي، د جنسي او زېږون تاوتریخوالي اړوند د دوی نوی رپوټ، د قربانیانو او شاهدانو د شهادتونو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د کمیسیون مشرې ناوي پیلي، چې په سوېلي افریقا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ مشره ده، د روانې اونۍ په پیل کې وویل، راټول شوي شواهد "د جنسي او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي کې د خواشینۍ وړ زیاتوالی څرګندوي، چې د هغې د ادعا پر بنسټ د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو پر وړاندې کارول کېږي، چې دوی ووېروي او د ظلم یو داسې سیسټم ته دوام ورکړي چې د خپل برخلیک ټاکلو حق یې کمزوری کوي."

په رپوټ کې راغلي، د جنسي او جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ځانګړي ډولونه، د بېلګې په توګه په عامه ځایونو کې جبري بربنډول، جنسي ځورونه، د جنسي تېري ګواښونه، او همدارنګه جنسي تېری "د فلسطینانو پر وړاندې د اسرائیلو د امنیتي ځواکونو د معیاري عملیاتي چلند برخه ده."

په رپوټ کې ادعا شوې چې د تاوتریخوالي بڼې د بېلګې په توګه د جنسي تېري په ګډون د تاوتریخوالي نور ډولونه "د څرګندونو امرونو یا هم د اسرائیلو د لوړ پوړو ملکي او پوځي مشرتابه لخوا د ضمني هڅونې له لارې ترسره شوي دي."

په دې رپوټ کې د قوماندانانو یا لوړ پوړو چارواکو د څرګندو امرونو بېلګې نه دي وړاندې شوي.

رپوټ وايي، کمیسیون دا هم وموندله چې اسراییلي ځواکونو په غزه کې د ۱۷ میاشتنۍ جګړې پر مهال په سیستماتیک ډول د جنسي او زېږون روغتیایي مرکزونه ویجاړ کړي دي. دوی دې پایلې ته رسېدلي، چې د اسرائیلي چارواکو لخوا لګول شویو شرایطو له امله ښځې او نجونې د مېندوارۍ او د زېږون اړوند پېچلتیاو له کبله مړې شوې دي. او دا د انسانیت د له منځه وړلو او وژنو په کچه اقدامات دي.

د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه د یوه د بې ساري برید په ځواب کې د حماس د له منځه وړلو لپاره کمپاین پیل کړ، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ تنه نور یرغمل شول.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسرائیلو د برید له پیل راهیسې له ۴۸،۵۲۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د غزې د ۲.۱ میلیونه وګړو ډېری برخه څو ځله بې ځایه شوي دي. اټکل دی چې نژدې ۷۰ سلنه ودانۍ زیانمنې یا ویجاړې شوې دي، د روغتیا پاملرنې مرکزونه، د اوبه رسولو او روغیتايي سیسټمونه ویجاړ شوي دي او د خوړو، سون توکو، درملو او سرپناه کمښت هم ډېر شوی دی.