یمن کې وسله پلورونکي د اېکس (ټويټر) له لارې وسلې پلوري

د عکس سرچینه، Getty Images
په یمن کې د وسلو ځينې پلورونکي په ښکاره توګه د ټولنیزې شبکې اېکس (پخواني ټویټر) له لارې کلاشینکوفونه، تومانچې او لاسي بمونه پلوري.
د وسلو دا سوداګر د یمن په پلازمېنه صنعا او د حوثيانو تر کنټرول لاندې نورو سیمو کې فعالیت کوي.
حوثي یاغیان یوه له هغو ډلو ده، چې د ایران له خوا یې ملاتړ کېږي خو د امریکا او استرالیا حکومتونه یې د "ترهګرو" په توګه پېژني.
په یمن کې د بریتانیا پخوانی سفیر اډمونډ فیټون براون، چې دمګړۍ له سختدریځۍ سره د مبارزې په پروژه کې کار کوي وايي:
"دا له تصور څخه لرې ده، چې دوی [د وسلو پلورونکي] د حوثیانو په استازیتوب عمل نه کوي. "
نوموړي زیاته کړه:
"د خصوصي وسله پلورونکو فعالیت، چې هڅه کوي د یمن حکومت ته د وسلو پهبرابرولو سره ګټه ورورسوي، ډېر ژر به یې مخه ډب شي. "
د ټایمز ورځپاڼې څېړنې ښيي، چې د ټولنیزې شبکې اېکس یو شمېر دا یمني حسابونه تائید شوی 'نیلي ټیک' هم لري.
ټایمز او بي بي سي دواړو له خواله رسنۍ اېکس څخه په دې اړه نظر غوښتی خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د یادې ټولنیزې شبکې ډیر څارونکي مدیران وروسته له هغه له دندې ګوښه شول، چې ایلان مسک په ۲۰۲۲ کال اېکس وپېره.

د عکس سرچینه، Reuters
د وسلو دا سوداګریز اعلانونه په عربي ژبه دي، چې تر ډېره د یمنيو پېریدونکي لپاره دي.
ډیر وخت د دغه هېواد په اړه ویل کېږي، چې د وسلو شمېر یې د نفوسو تر شمېره درې برابره لوړ دی.
بي بي سي یو څو انلاین بېلګو ته لاسرسی پیدا کړی، چې په یمني او سعودي ریال وسلې پلورل کېږي.
د یادو وسلو په اړه یوه اعلان کې د شګو په رنګ پاکستان کې جوړه شوې تومانچه ښيي، چې ۹۰۰ ډالره بیه لري.
دا ډول اعلانونه په 'ډارک وېب' کې پټ نه وي، هلته د وسلو په ګډون د نورو ناقانونو توکو پلورل کومه پټه خبره نه ده خو اوس په اېکس کې هم په علني ډول میلیونونو کسانو ته د لاسرسي وړ دي.
د دې موضوع په اړه د (ترهګرۍ ضد ټېکنالوژي) په نوم په بریتانیا کې نادولتي سازمان له ټولنیزو شبکو او په ټوله کې له انټرنټ څخه د حوثي پلوه منځپانګېسمدستي لرې کولو غوښتنه کړې.
حوثي یاغیان، چې د لږکیو یوه قومي ډله ده په ۲۰۱۴ کال کې یمن کې واک ته ورسېده او د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت پېژندل شوی حکومت یې ړنګ کړ.