فلسطینیانو، مصر، بریتانیا او نورو د ټرمپ هغه وړاندیز چې وايي د غزې واګې به په لاس کې اخلي غندلی

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائيلو له لومړي وزير سره له ليدني وروسته رسنيو ته په خبرو کې ويلي چې دی غواړي امریکا د غزې چارې په لاس کې واخلي او له سره يې ورغوي.

ډونلډ ټرمپ ويلي، امریکا کولی شي په دې اړ "ريښتينی کار" وکړي، لکه "د بمونو او چاودېدونکو توکو لرې کول، بيا رغول او د اقتصاد بیا په پښو درول."

نوموړي زیاته کړې، "موږ نشو کولی چې بېرته هغه حالت ته ستانه شو، که نه تاريخ به بيا تکرار شي."

ډونلډ ټرمپ پرته له کوم ثبوت ادعا کړې چې فلسطينيان ځکه غواړي غزې ته بېرته ستانه شي، چې دوی له دې پرته بله لار نه لري.

کله چې له ولسمشر ټرمپ وپوښتل شول چې ایا هغه د یوې خپلواکې سیمې د نیولو په اړه خبرې کوي، نوموړي وویل هو، دی د امریکا په مشرۍ د غزې د "اوږد مهاله نيولو تصور" لري.

ټرمپ زیاته کړه، "موږ به دا سيمه خپله وګڼو، پراختيا به ورکړو، زرګونه دندې به رامنځته کړو، دا به واقعا په زړه پورې وي."

د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د غزې په تړانګه کې به له بيارغونې وروسته څوک اوسېږي، هغه وویل، "د نړۍ خلک."

د امریکا ولسمشر وویل، د غزې تړانګه "له څو لسیزو راهیسې د مرګ او ویجاړۍ سمبول دی." او دا ځای يې "بدمرغه" سیمه وبلله او دا ادعا یې تکرار کړه چې د هغې ۱.۸ میلیونه خلک غواړي ووځي او په نورو هېوادونو کې ژوند وکړي.

نوموړي وویل چې د دې لېږد لګښت باید د سیمې شتمن هېوادونه ورکړي ترڅو فلسطینیان "په ارامۍ او سوله کې ژوند وکړي."

هغه مخکې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وو چې فلسطینیان باید بل ځای ته ولېږدول شي، او وړاندیز یې کړی و چې دا لېږد ممکن مصر یا اردن ته وي.

د خبري غونډ پر مهال ډونلډ ټرمپ وویل، د نتنیاهو سره په کار کولو یې په خپله لومړنۍ دوره کې "ستر بریالیتوبونه" درلودل، منځني ختیځ ته یې "سوله او ثبات" راوست، داعش ته یې ماته ورکړه او د ایران اټومي تړون یې پای ته ورساوه.

د منځني ختیځ هېوادونو په وار وار د غزې د اوسېدونکو د لېږدولو وړاندیزونه رد کړي او خبرداری یې ورکړی چې دا کار به سیمه ایز ثبات ته ګواښ وي.

د ټرمپ ادارې لوړ پوړو چارواکو مخکې له خبریالانو سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړې وې چې ټرمپ غواړي د غزې خلک په زوره له هغه ځایه وباسي. دوی ويلي وو چې ټرمپ غواړي غزه "د استوګنې وړ" کړي.

بل پلو د اسرائیلو لومړي وزير د غزې اوربند تړون ته په اشارې سره وويل، ټرمپ د اسرائیلي او امریکایي یرغمل شویو کسانو په بېرته راوستلو کې مرسته کړې ده.

نوموړي ډونلډ ټرمپ "په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلو تر ټولو غوره ملګری" وباله او ادعا وکړه چې ولسمشر ټرمپ اسرائیلو ته د وسلو رسولو لړۍ بیا پیل کړې، کوم چې د بایډن ادارې لخوا درول شوې وه.

غبرګونونه

د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس، مصر او برتانیا د غزې په تړاو د ټرمپ هغه وړاندیز غندلی چې امریکا به د غزې واګې په لاس کې واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو سفیر ریاض منصور په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي" هغه کسان چې دوی غواړي یو ښاد او ښه ځای ته یې ولېږي د دې پر ځای دې یې اسرائیلو کې خپلو اصلي مېنو ته د تګ اجازه ورکړل شي."

هغه ویلي فلسطینیان او د غزې اوسیدونکي هیله لري خپلو کورونو ته ستانه شي. " زموږ وطن، زموږ وطن دی...غواړي غزه کې ښونځي، روغتونونه او ټولګټي بنسټونه ورغول شي، ځکه دا دوی کور دی او غواړي په مینه په کې ژوند وکړي. زما نظر دا دی چې رهبران باید د فلسطینیانو هیلو ته درناوی وکړي."

د سې شنبې پر ورځ د حماس یوه ویاند هم د ولسمشر ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکې کړې وې چې غزوال دې بېرته غزې ته نه ستنیږي او یو بل ځای دې د مېشتېدو ځای ورکړل شي. هغه دا غبرګون د ټرمپ له دې خبرو وړاندې ښودلی و چې د غزې "واک به په لاس کې اخلي".

سامي ابو زهري څو خبري رسنیو ته ویلي " د ټرمپ دا نظر په سیمه کې د تاوتریخوالي او هرج مرج پېښول دي."

هغه ویلي " غزې تړانګه کې به زموږ خلک د دې طرحې د پلې کولو اجازه ورنه کړي. څه چې په کار دي زموږ پر خلکو د بریدونو او نیواک پای ته رسول دي نه دا چې زموږ خلک دې له خپلې خاورې ویستل شي."

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ له خبري ناستې وروسته په یوه وینا پاڼه کې وویل " دا د مذاکراتو دریځ نه دی" او زیاته یې کړه " تل پاتې سوله" تر هغه ناشونې ده چې د فلسطینیانو " مشروع حقونه" نه وي ورکړل شوي او هغوی د خپل هیواد څښتنان شوي نه وي.

د امریکا په کانګرېس کې فلسطین الاصله امریکایۍ رشیده طلب ټرمپ پر یو مخیز چلن تورنوي چې غواړي " توکمیزه پاک کاري وکړي." هغې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " ټرمپ فدارلي سرچینې پر کارګرو پرې کوي او هم مهاله د اسرائیلو دولت مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

د کنټیکټ سناتور پر خپله ایکسپاڼه لیکلي " په بشپړه توګه یې لار ورکه کړې" هغه لیکلي " زه تاسو لپاره دا خبر لرم چې موږ به د غزې واګې په لاس کې نه اخلو."

د کلیفورنیا استازي اریک سوالول لیکلي " څه وشول؟ امریکا غواړي غزه اشغال کړي؟ هغه ویلي "موږ ته ژمنه راکړل شوې وه چې نورې به اوږد مهاله جګړې نه وي. څه چې ما انګیرلي دا دي چې موږ د ګرینلنډ، کاناډا، پاناما کانال او دا دی اوس د غزې د اشغال تکل لرو."