د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر انسان: 'راز مې دا دی، چې له هیچا سره هیڅ جنجال نه کوم'

  • Author, سټیورټ مایزنر
  • دنده, بي بي سي

د بریتانیا یوه اوسېدونکې ښځه د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لري. ایتیل کاتیرهام تېره ورځ د ۱۱۵ کالو او ۲۵۲ ورځو شوه.

دا چې د شورې سیمې پاملرنې په یوه مرکز کې اوسې پر چهارشنبه د ۱۱۶ کلنې برازیلۍ راهبې اینها کانابارو له مړینې وروسته د نړۍ تر ټولو د ډېر عمر کس وبلله شوه.

اغلې کاتیرهام د ۱۹۰۹ کال د اګست پر نهمه زېږېدلې او د پاچا ایډوارډ اووم د زمانې وروستی پاتې کس دی. دې د تېر ۲۰۲۴ کال په اګست کې د ۱۱۵مې کلیزې په مراسیمو کې وویل، نه پوهېږي، چې ''دومره ډېر شور او زوږ ولې جوړ دی.''

دا وايي، د دومره ډېر عمر راز یې دا دی، چې ''له هېچا سره هېڅ جنجال نه کوم او هغه څه کوم چې زړه مې غواړي.''

په نړۍ کې د ډېر عمر لرونکو کسانو معلومات وړاندې کوونکې ادارې لوونګوېقوېسټ او د ریکارډونو ساتنې نړیوال ګینیزبک ادارې د نړۍ تر ټولو ډېر عمر لرونکې په توګه د ایتیل کاتیرهام نوم تائید کړی دی.

مهم پړاو

د خپلې ۱۱۵ مې کلیزې په مناسبت اغلې کاتیرهام د بریتانیا له پاچا یو لیک ترلاسه کړ، چې دې ته یې ''یوه رښتیني یادګار پړاو'' ته د رسېدو په مناسبت مبارکې پکې ویلې وه.

پاچا خپلې "نیکې هیلې" وړاندې کړې او "هیله یې څرګنده کړه چې ایتل له خپلې خورا ځانګړې ورځې خوند واخلي".

اغلې کاتیرهام په همپشائر سیمه کې زېږېدلې او دې ته په نژدې ویلټشائر سیمه کې رالویه شوې. دا د مور-پلار په اتو اولادونو کې دویمه کشرۍ وه. اتلس کلنه وه، چې په بریتانوي هند کې یې له یوې پوځي کورنۍ سره د کور په کارونو کې د مرستیالې دنده پیل کړه.

په ۱۹۳۳ کال کې بریتانیا ته له ستنېدو وروسته یې له نورمن کاتیرهام سره ولیدل او په ۱۹۳۳ کال کې ورسره واده وکړ. ښاغلی کاتیرهام په بریتانوي پوځ کې د ډګرمن په حیث ګومارل شوی و او دا جوړه هانګ کانګ او جبل الطارق سیمو ته د پوځي خدمت لپاره استول شوي وو.

اغلې کاتیرهام په هانګ کانګ کې د ماشومانو لپاره یو وړکتون پرانیستی و.

دې د ټایټانیک بېړۍ ډوبېدو، لومړۍ نړیوالې جګړې، روسیې انقلاب، ستر مالي کړکېچ او دویمې نړیوالې جګړې حالات په سترګو لیدلي.

له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې دا په همدې شورې سیمه کې اوسي او د ۹۷ کالو تر عمر پورې یې موټر چلاوه.

د دې یوه خور ګلاډیس نومېده، چې تر ۱۰۴ کلونو پورې ژوندۍ وه. اغلې کاتیرهام درې لمسیانې او پنځه کړوسیان لري.

د هالمارک لېکویو نومي پالنځای یوه ویندوی، چې اغلې کاتیرهام پکې اوسي، په دې مناسبت وویل: ''څومره نه هېرېدونکی پړاو او لاسته راوړنه ده او د ښه ژوند تېرولو عالي ثبوت دی. ستاسې قوت، جذبه او ځیرکتیا زموږ لپاره د الهام یوه سرچینه ده، چې دلته ستاسې د ژوند سفر لمانځنه کوو.''

اغلې کاتیرهام په ۱۹۲۰ کال کې پر کووېډ-۱۹ وېروس اخته شوې وه. د ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ معلوماتو له مخې دا د لوی عمر په هغو کسانو کې هم تر ټولو د ډېر عمر وه، چې له دې وبا روغ ووتل. د دې عمر هغه مهال ۱۱۰ کاله و.

په ګینیز ورلډ ریکارډز مرکز کې د ریکارډونو څانګې مشر مارک مکنېلې بي بي سي ته وویل: ''ایتل هېڅکله د ریکارډونو ماتولو هڅه نه ده کړې، خو موږ هیله من یو چې ډېر ژر به هغه ووینو او سند به یې ورته وړاندې کړو.''