د امریکا پوځي چارواکي وايي د چین د یوه مشکوک څارګر بالون پر تعقیب بوخت دي

امریکا

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا مرموز بالون وروستی ځل چارشنبه د مونتانا ایالت پر فضا کتل شوی

امریکايي چارواکي وايي د یوه مشکوک چینايي څارګر بالون پر تعقیب بوخت دي چې په دې وروستیو کې دغه هېواد کې د حساسو ځایونو پر فضا د الوت پر مهال لیدل شوی و.

د امریکا دفاعي چارواکو ویلي پر‌ دې بشپړ ډاډمن دي چې د "لوړې ارتفاع دا څارونکی بالون" د چین اړوند دی.

دا بالون وروستی ځل د امریکا لوېدیځ کې د مونتانا ایالت فضا کې کتل شوی و.

اوس د امریکا پوځي مشرانو ویلي له دې وېرې یې د دغه بالون له وېشتلو ډډه کړې چې د پاتې شونو راغورځېدل یې لاندې پر ځمکه خطر پېښ نه کړي.

بېجېنګ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ته هم د دغه بالون او وضعیت په تړاو مالومات ورکړ شوي.

چارواکو ویلي دا شی چارشنبه د مونتانا ایالت د بېلېنګز ښار پر فضا تر کتل کېدو وړاندې د الاسکا الایت د الېوتي ټاپوګانو له لارې د کاناډ پر لور تللی و.

د امریکا یوه جګپوړي پوځي چارواکي چې د نوم نه خپرېدو په شرط یې خبرې کولې ویلي، که سپینې ماڼۍ د دغه شي د راغورځولو امر کړی وای، نو حکومت ورته د 'اېف ۲۲' په ګډون جنګي جټونه چمتو کړي وو.

رپوټونو کې راغلي چې د دفاع وزیر لویډ اسټن او لوی درستیز مارک میلي په ګډون پوځي مشرانو چارشنبه ناسته کړې چې له دې اړخه پېښ خطر وارزوي.

خو دوی د دې لپاره د دغه بالون له وېشتلو تېر شوي چې د پاتې شوني راغورځېدل به یې لاندې پر ځمکه خلکو ته خطر جوړ کړي.

اسټن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن هغه مهال د فېلېپین پر سفر بوخت و

مونتانا کې د امریکا د هوايي ځواک 'مالمسټورم اډه' له هغو دریو یو ځای دی چې ویل کېږي امریکا پکې خپل اټومي توغندي زېرمه او ساتلي دي.

‌چارواکو ویلي دې څارګر بالون ظاهرآ د همدغه حساس پوځي ځای په اړه مالومات ټولول.

د امریکا دغه دفاعي چارواکي ویلي،‌ دوی "پوهېږي چې دا بالون دقیقآ چېرته دی او د کومو ځایونو پر فضا تېرېږي" نو له همدې کبله د امریکا استخباراتي مالوماتو ته کوم جدي او پام وړ خطر نه دی پېښ.

هغه زیاته کړې، دا چې دغه بالون د خصوصي هوايي شرکتونو لخوا الوتنو لپاره له کارېدونکې ارتفاء ډېر لوړ دی، نو ملکي هوايي چلن ته هم ترې خطر نشته.

د امریکا دغه دفاعي چارواکي ویلي چې دا موضوع بېجېنګ او واشنګټن کې د چین سفارت چارواکو سره مطرح شوې ده.

خو د امریکا پوځي چارواکو پنجشنبه پنټاکون کې د خبرو پر مهال له دې ډډه وکړه،‌ چې د دغه بالون اوسنی ځای برملا کړي.

دوی د دغه بالون اندازه او نور جزییات هم شریک نه کړل.

usa

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اټکل دا دی چې دا موضوع به د چین او امریکا ترمنځ له پخوا خرابې اړیکې لا ترینګلې کړي

په دې وروستیو کې د مونتانا ایالت ځینو اوسېدونکو هم پر خواله رسنیو اسمان کې د دغه مشکوک شي ځینې عکسونه خپاره کړي او د هغه په اړه پوښتنې مطرح کړې.‌

ځینو ان دا هم لیکلي چې د امریکا پوځي الوتکې یې د دغه شي د تعقیب پر مهال کتلې.

له دې سره د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې "سي ای اې" مشر ویلیام بورنز پنجشنبه واشنګټن کې د خبرو پر مهال که څه مشخصآ د دغه بالون یادونه ونه کړه،‌ خو چین یې دمګړۍ امریکا لپاره "تر ټولو ستر جیوپولیټیکي ننګونه" وبلله‌.‌

اټکل دا دی چې د دغه بالون موضوع به د امریکا او چین ترمنځ کړکېچ لا ډېر کړي.

دا موضوع داسې راپورته شوې چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن راتلونکې اوونۍ چین ته پر سفر روان دی.

دا چین ته د جو بایډن ادارې د کابینې د یوه وزیر لومړنی سفر هم دی.‌

دغه جګپوړي امریکايي دیپلومات په چیني لوري سره له امنیت نیولې تر تایوان ټاپو او کورونا وبا پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

د فایننشل ټایمز د رپوټ له مخې، ښاغلی بلېنکن د چین له ولسمشر 'شي جېن پېنګ' سره هم ګوري.