سپي او پیشوګان پالونکی راهب

د ویډیو تشریح، سپي او پیشوګان پالونکی راهب
سپي او پیشوګان پالونکی راهب

په ټایلنډ کې یو راهب د کوویډ-۱۹ د قرنطین له پای ته رسېدو راهیسې پخپل معبد کې د پرېښودل شویو سپیانو او پیشوګانو ساتنه او پالنه کوي. ګڼ دغه حیوانات د هغو کاروبارونو اړوند دي چې له وبا وروسته وتړل شول. ځینې نور یې بیا څښتنانو له دې کبله پرېښي چې د ساتلو د لګښت وس یې نه درلود.