د کمبرېج استاده چې د افغانانو نڅا کوي

ربیکا مېچل په کمبرېج پوهنتون کې پي اېچ ډي کړې ده. په دغه پوهنتون کې د فرانسوي او ژبپوهنې استاده ده. هغې پنځه کتابونه هم لیکلي دي، خو وايي، نڅا یې دویم ژوند دی.
د عکس تشریح، ربیکا مېچل په کمبرېج پوهنتون کې د دکتورا تر کچې زدکړې کړي اوس په دغه پوهنتون کې د فرانسوي او ژبپوهنې استاده ده.
  • Author, رویین رهنوش
  • دنده, بي بي سي
  • Twitter,

ربیکا مېچل په کمبرېج پوهنتون کې د دکتورا تر کچې زده کړې کړي اوس په دغه پوهنتون کې د ژبپوهنې استاده ده چې فرانسوي ژبه تدریسوي. هغې د ژبپوهنې اړوند پنځه کتابونه لیکلي دي، خو وايي، نڅا یې دویم ژوند دی.

که څه هم مېرمن مېچل د بلېټ یا باله او سالن په نوم د لاتینې امریکا او فلامینکو نڅا کې ماهره ده، خو د اسیايي هېوادونو نڅا ته ډېره لېواله ده.

هغې د کمبرېج په خپل استوګنځي کې- چې کتابونه، مجسمې او خپلې رسامۍ ورته کتار وې- بي بي سي ته وویل: "زه له افغان نڅا او دودیزې ایرانۍ نڅا سره ډېره مینه لرم. "

د دغه مینې له کبله یې د خپلې نڅا د پروګرامونو لپاره پر ځان "زیبا تبرزي" هنري نوم هم اېښی. هغه دا نوم د ایران له تبریز ښار سره غوټه بولي.

هغه وايي: "زه له شمالي ایران سره مینه لرم او اوس زیبا تریزي ماته په نښان بدل شوی دی. "

ربیکا میچل یو مجموعه لري د هغو کالیو چې د هر هیواد د رقص په وخت کې یې اغوندي.
د عکس تشریح، ربیکا میچل یود هغو جامو یوه ټولګه لري چې د هر هېواد د نڅا پر وخت یې اغوندي.

خو د هغې د نڅا لمن تر دې هنري نوم ډېره پراخه ده او د افغانستان، تاجکستان، سوېلي اسیا او ډېرې عربي نڅاوې هم پکې را ټولې دي.

هغه وایي: "د اذربایجان د لازجینکا په نوم نڅا ډېره جالبه ده، دا ډېر چټک او سخت نڅېدل دي، خو زما خوښېږي. "

اغلې مېچل ډېرو کلتوري ناستو کې د دغو هېوادونو نڅا کړې ده. هغه د مختلفو هېوادونو د دودیزو جامو ټولګه لري او په همدې نڅاوو کې یې اغوندي.

مېچل ډېرې افغانې جامې لري، د خپل یوه کمیس په هکله وايي: "دا ډېر ښه کمېس دی، د پښتنو مېرمنو جامه ده او ډېره درنه ده. "

بریتانیا کې فارسي ژبي د نڅاوو له درکه ربیکا مېچل پېژني.

خو د دې نڅاوو زده کول هم ورته څه اسان کار نه و.

ربیکا مېچل وايي: "هیڅوک هم نه و، چې ایراني نڅا یې را زده کړې وی. "

مېرمن مېچل ویل، اسیايي نڅاوې یې له ځان زده کړې دي او په لومړیو کې یې د محمد خردادیان او جمیله- چې اصلي نوم یې فاطمه صادقي ده- په څېر د پخوانیو ایراني نڅاګرو ویډیوګانو ته مخه کړه.

نوموړې د افغانستان د نڅا په هکله وايي: "کلونه پخوا ما د افغان نڅا په ورکشاپ کې ګډون وکړ، خو روزونکي د تاجکي نڅا درس ور کاوه، خو بیا وروسته مې ښه زده کړه. "

"یو ځل یوې افغانې راته وویل، چې زه د کلیوالو نجونو په څېر نڅېږم. دا هغه څه و چې ما غوښتل. "

ربیکا د رقص او پوهنتون کې د تدریس سره سم نقاشي کوي او د زاړه شوو کسانو لپاره ویولن غږوي.
د عکس تشریح، ربیکا دنڅا او پوهنتون کې د تدریس سره سم نقاشۍ کوي او دعمر خوړلو کسانو لپاره ویولن غږوي.

ډاکټره مېچل وايي ژبې، نڅاوې او بهرنۍ موسیقي ورته تل نورې نړۍ ته د پټو دروازو په څېر وې، داسې دروازې چې هغې غوښتل پیدا یې کړي.

د هغې په اند: "نڅا نور خلک بوختوي، په همدې سبب زه نڅېږم، خلک خوشالوي، په نڅا او تدریس سره ته مثبت کارونه کوې. "

په افغانستان کې ښکاره یا عام محضر کې د ښځو نڅېدل ناشوني دي او د طالبانو واکمنۍ کې ان د سزا وړ جرم دی، خو د طالبانو تر واکمنېدو وړاندې هم یوه داسې خبره وه چې ورمخې ته کېدل اسانه نه و، ځینې ښځې ان په خپل کور کې د نارینه وو په مخ کې نڅېدلی نه شوې.

نڅا شرمناک کار بلل کېږي، په تېره د لوی حیثیت انسان لکه د پوهنتون استاد یا پي اېچ ډي ډاکټر ډېر لږ دې ته تیارېږي چې د نورو په مخ کې ونڅېږي، خو ډاکټره میچل دا ډول فکر سم نه بولي.

"زه دوه ژونده لرم، نڅا او تدریس، دا دواړه ما ته یو مخ دودیز دي... زه نه پوهېږم چې خلک ولې نڅېدل شرمنده او سپک کار بولي، دا بېخي عادي کار دی. "

هغه وايي، یوه ورځ تر نڅا وروسته یوه سړي ورته وویل، چې هیلمن دی، یوه ورځ یې لور په افغانستان کې د دې په څېر ازادانه نڅا وکړي. "

ډاکټره مېچل د ۲۴ ژبو په هکله معلومات لري.

هغه وايي: "یوازې په هسپانیوي، پرتګالي، فرانسوي او انګرېزۍ ژبو روانې خبرې کولی شم. فارسي مې هم له یوه عبارتي کتاب او یوې وییپانګې زده کړې، ځکه لږ خبرې پکې کولی شم. "

د پښتو په هکله یې وویل: "پښتو راته سخته ده، لږ مې زده کړې ده، خو راتلونکي کې بیا هڅه کوم. "

خو د فارسي ویونکي د هغې پر دغه ژبه پوهېږي.

ژبپوهنه او ګرامر یې د تخصص برخه ده، چې افریقا کې پر فرانسوي ویونکو ځانګړی تمرکز لري.

استوګنځي کې یې ځینې نقاشۍ هم لیدل کېږي، چې پخپله یې انځور کړې دي او یو څو پر دېوال ځوړند دي؛ چې یوه پکې "فارسي پیشو" او بله هم یوه ښځه ده چې دودیزې رنګه افغان جامې یې اغوستې دي.
د عکس تشریح، دا انځور چې نوم یې «فارسي پيشو» دی، ربیکا رسم کړی دی.

پروسږ کال یې برتانیا کې پر یوه ورځ "د ملي ژبپوهنې نړیواله ورځ" نوم کېښود.

له خپلو نورو چارو سره وایلون هم غږوي، د عمر خوړلو کسان د وختېري لپاره د دوی د ځوانۍ د وخت سندرې هم ورته زمزمه کوي.

"ډېری یې الزایمر لري، دوی د اویایمو او اتیایمو کلونو په منګ دي، زه په دې سندرو له دوی سره مرسته کوم چې د خپلې ځوانۍ ورځې په زړه کړي، هغه سندرې ورته کوم، چې دوی خپل کم عمر کې اورېدې. "

استوګنځي کې یې ځینې نقاشۍ هم لیدل کېږي، چې پخپله یې انځور کړې دي او یو څو یې پر دېوال ځوړند دي؛ چې یوه په کې "فارسي پیشو" او بله هم یوه ښځه ده چې دودیزې رنګه افغان جامې یې اغوستې دي. نوموړې وايي دا یې په لندن کې د ملي انځورګرۍ ګالرۍ کې سیالۍ ته استولې وې.

دا انځور د یوې افغان ښځې د مخ او رنګین کالیو ربیکا رسم کړی دی
د عکس تشریح، دا انځور ربیکا د لندن په ملي پورټریټ ګالري کې د یوې سیالۍ لپاره رسم کړی دی.

هغه وايي، "له بده مرغه سیالي مې ونه ګټله، خو زه له دې انځورګریو سره ډېره مینه لرم، ځکه دا ډېرې رنګینې دي، زه له دودیزو افغان جامو سره بې کچه مینه لرم، ډېرې ښایسته دي. "

ډاکټره میچل هیلمنه ده چې رسنیو کې د افغانستان د جګړې او لوږې پر ځای پر افغان کلتور ډېر راپورونه وویني.

" پوهېږم چې په افغانستان کې ژوند ډېر سخت دی، په تېره ښځو او نجونو ته، خو افغانستان ډېر ښکلی کلتور لري، لکه موسیقي یې، جامې یې... څادري خو د افغانستان دودیز لباس نه دی، د دوی ریښتونې جامې ډېرې رنګینې دي. زه غواړم چې انګلنډ کې خلک پر افغان کلتور یو څه وپوهېږي. "

طالبانو په افغانستان کې پر ډېرو کلتوري او هنري پروګرامونو بندیز لګولی دی. مېرمن مېچل باوري ده چې که دغه هنر او کلتور ان په کډوالۍ کې هم ژوندی وساتل شي، نو ډېر اهمیت لري.

"خلک باید خپله دودیزه نڅا او د موسیقي الو غږول روان وساتي. دا بیا نه هېږېږي، خلک تل خپلې دودیزې نڅاوې او دودیز میوزیک ژوندی ساتي. "