ملګري ملتونه: د افغانستان شمال ولایتونو کې د ملخانو یرغل کروندې ګواښي

TOPSHOT - In this photograph taken on June 4, 2023, a farmer tries to step on locusts near a wheat field during a locusts swarm at Kandali area in Sholgara district, Balkh province. (Photo by Wakil KOHSAR / AFP) (Photo by WAKIL KOHSAR/AFP via Getty Images)

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان اېف‌اې‌او (FAO) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په شمال کې مراکشي نومې ملخانو خپرېدل د کرنیزو ځمکو لپاره جدي ګواښ دی او په احتمالي توګه په څو ولایتونو کې د خوړو خوندیتوب له ګواښ سره مخامخوي.

دوی وايي دا ولایتونه لا وار دمخه له اقتصادي ستونزو او چاپېریالي اغېزو له پلوه کړاو ګالي.

دغې ادارې د دوشنبې پر ورځ په یوه ویناپاڼه کې ویلي، ملخان اوس مهال د هګیو کولو په لومړيو پړاونو کې دي او اټکل دی، چې په کندوز، بغلان، تخار، سمنګان او بلخ ولایتونو کې به کرنیزې ځمکې اغېزمنې کړي.

دوی زیاتوي که مخنیوی یې ونه شي، کولی شي په خپلو چپاونو د غنمو او وربشو کروندو ته پراخ زیان ورسوي، چې د ځایي خلکو لپاره د خوراکي توکو حیاتي توکي بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي، مراکشي ملخان (Dociostaurus maroccanus) په مرکزي او سوېلي اسیا کې د نباتاتو پر وړاندې یو له خورا ویجاړوونکو افتونو ګڼل کېږي او ان یوه کوچنۍ ډله یې کولی شي په یوه ورځ کې د زرګونو خلکو د اړتیا وړ فصلونه وخوري.

د اېف اې او په وینا، "د دې افت د خپرېدو مخنیوي او د څړځایونو او کلیوالي خوړو خوندیتوب دواړو ساتلو لپاره بېړنيو ګامونو ته اړتیا ده."

دغه اداره د ځمکې څارنه، کیمیاوي درملو شیندلو او له خطر سره مخ ټولنو کې د پوهاوي کمپاینونو په ګډون د بېړني کنټرول چارې همغږې کوي.

په بېلابېلو بڼو د ملخانو مخنیوي هڅې

د طالبانو په حکومت کې د کرنې وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، د کرنې او مالدارۍ وزارت په هغو ولایتونو کې چې اټکل کېده ملخان به پرې یرغل وکړي، د درمل شیندلو کمپاینونه پلې کړي.

ښاغلی کاظم زیاتوي، "اوسمهال د افغانستان په تخار، کندوز، فاریاب، بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو په ځینو هغو سیمو کې چې د ملخانو د موجودیت رپوټونه ورکول شوي دي، عملا د کرنې وزرات د کارکوونکو له خوا یې په میخانیکي او کیمیاوي بڼو مخنیوی روان دی. تر اوسه ملخانو کرکیلې ته کوم زیان نه دی اړولی."

د ښاغلي کاظم په وینا د کرنې وزارت د غور، هرات، بادغیس، بدخشان او فراه په ولایتونو کې د ملخانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره اړین احتیاطي تدبیرونه نیولي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له ځايي بزګرانو او اوسېدونکو غوښتي چې په دې برخه کې د مخنیوي ګامونه اوچت کړي او د شکمنو ناروغیو د خپرېدو په اړه سم لاسي سیمه ییزو چارواکو ته خبر ورکړي.

د کرنې کارپوهان وايي، په وروستیو کلونو کې د اقلیم بدلون، لږ ورښت او په ناسمه توګه د څړځایونو کارولو د ملخانو د نسل لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کرنې کارپوهان وايي، په وروستیو کلونو کې د اقلیم بدلون، لږ ورښت او په ناسمه توګه د څړځایونو کارولو د ملخانو د نسل لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي دي.

د کرنې کارپوهان وايي، په وروستیو کلونو کې د اقلیم بدلون، لږ ورښت او په ناسمه توګه د څړځایونو کارولو د ملخانو د نسل لپاره مناسب شرایط رامنځته کړي دي.

د افغانستان نازک او د ماتېدو له ګواښ سره مخ کرنیزه اډانه چې د شخړو، اقتصادي ګوښیتوب او پرلپسې طبیعي پېښو له امله تر فشار لاندې دی، په ځانګړي ډول د دا شان پېښو پر وړاندې زیان منونکی دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له خوا دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې افغانستان د یو پېچلي بشري ناورین سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د وروستیو ارزونو له مخې، له ۱۵ میلیونو ډېر خلک، چې د ټول هېواد د وګړو درېیمې برخې څخه ډېر اټکل کېږي د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

دوه لسیزه وړاندې هم په دغه سیمه کې مراکشي ملخانو پر کروندو چپاو ور وړی و چې د افغانستان د غنمو ۸ سلنه تولیدات یې کم کړي و او کابو څلور لسیزې وړاندې په یوه بل چپاو کې یې د افغانستان د غنمو ۲۵ سلنه حاصلات له منځه وړي وو.