ګوګل وسلو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارولو بندیز لېرې کړ

کارپوهان وايي د اوکرایین په جګړه کې د مصنوعي ذکاوت AI په مرسته وسلې کارول شوي دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان وايي د اوکرایین په جګړه کې د مصنوعي ذکاوت AI په مرسته وسلې کارول شوي دي
  • Author, لوسي هوکر او کریس ویلانس
  • دنده, د سوداګرۍ او ټېکنالوژۍ خبریالان

د ګوګل اصلي شرکت خپل یو پخوانی اصل لغوه او د وسلو او څارنې وسایلو په جوړولو کې یې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د کارولو بندیز یې لېرې کړی دی.

الفابیټ (د ګوګل اصلي شرکت) خپلې لارښوونې بیا لیکلي، هغه برخه یې لرې کړې چې مخکې یې د داسې مصنوعي ځیرکتیا کارونې مخنیوی کاوه چې "د زیان لامل کېدای شي."

ګوګل په یوه بلاګ پوسټ کې د دې پرېکړې دفاع کړې، ویلې یې دي چې کاروبارونه او دیموکراتیک حکومتونه باید په ګډه د داسې یوې مصنوعي ځیرکتیا رامنځته کولو لپاره کار وکړي چې "ملي امنیت ته ګټه ورسوي."

کارپوهان وایي، مصنوعي ذکاوت یا 'اې‌ای' ښایي په پراخه توګه په جګړه‌ییزو ډګرونو کې وکارول شي، خو د دې ټېکنالوژۍ کارولو په تړاو اندېښنې هم شته، په ځانګړي ډول د خپلواکو (autonomous) وسلو د سیسټمونو په اړه.

ګوګل په خپل بلاګ کې لیکلي، دیموکراتیک هېوادونه باید د AI پرمختګ رهبري کړي او دا کار باید د "بنسټیزو ارزښتونو" لکه ازادۍ، برابرۍ او د بشري حقونو درناوي پر بنسټ وشي.

وايي "موږ باور لرو هغه شرکتونه، حکومتونه او سازمانونه چې دا ګډ ارزښتونه لري، باید یوځای د یوې داسې مصنوعي ځیرکتیا رامنځ ته کولو لپاره کار وکړي، چې خلک خوندي وساتي، نړیواله وده وهڅوي او ملي امنیت ته وده ورکړي."

"په پراخه کچه وژنه"

په وروستیو کلونو کې د AI پوځي امکاناتو ته ډېر پام ور اوښتی دی.

د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د بریتانیا د پارلمان غړو ویلي، د اوکرایین جګړې وښوده، چې دا ټېکنالوژي "په جګړه‌ییز ډګر کې مهمه پوځي برتري لري."

د بریتانیا د پارلمان استازې ایما لیول-بک - چې د بریتانیا د پوځ د AI کارونې په اړه یې د وروستي راپور مشري کړې وه، لیکلي، لکه څنګه چې مصنوعي ځیرکتیا مخ پر وده او پرمختګ روانه ده، "دا به د دفاعي چارو له دفترونو د جګړې تر کرښې هر څه بدل کړي".

خو د مصنوعي ځیرکتیا د پراخې کارونې، د سوداګریزو ګټو او بشري خطرونو د کنټرول په اړه بحثونه لا دوام لري. په جګړه‌ییز ډګر او څارنیزو ټېکنالوژیو کې د مصنوعي ذکاوت کارول هم له لانجو سره مخ دي.

تر ټولو ستره اندېښنه د هغو AI وسلو په اړه ده چې په خپلواکه توګه د وژونکو پرېکړو کولو وړتیا لري او له انساني کنټرول پرته عمل کوي. فعالان وایي، دا ډول سیسټمونه باید ژر تر ژره کنټرول شي.

"د قیامت ساعت" – چې د بشریت د احتمالي ویجاړۍ نږدېوالی ښیي – په خپله وروستۍ ارزونه کې د AI وسلو ته اشاره کړې:

"په اوکرایین او منځني ختیځ کې د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ پوځي سیسټمونه کارول شوي او ځینې هېوادونه هڅه کوي مصنوعي ځیرکتیا په خپلو پوځونو کې مدغمه کړي. دا هڅې دا پوښتنه راولاړوي چې تر کومې کچې ماشینونه پوځي پرېکړې – ان د پراخې وژنې پرېکړې کولی شي".

"شریر مه اوسئ "

Top Google executive Diane Greene told staff on Friday there would be no renewal of the contract (file pic)

د عکس سرچینه، Steve Jennings

د عکس تشریح، د ګوګل لوړ پوړي اجرایيوي مشرې ډایان ګرین کارمنانو ته وویل، چې د قرارداد قرارداد به نه تمدیدېږي (د ۲۰۱۸ کال د ارشیف انځور)

ګوګل لا له وړاندې د مصنوعي ځیرکتیا اخلاقي اصولو ته پام درلود. د دې شرکت بنسټ‌ایښودونکو، سرګي برین او لاري پېج، خپل شعار "شر مه کوئ" ټاکلی و.

په اصل کې، د مصنوعي ذکاوت په اخلاقو کې د لېوالتیا له اوسني زیاتوالي ډېر وخت دمخه، د ګوګل بنسټګرو سرګي برین او لاري پیج وویل چې د شرکت لپاره د دوی شعار "شریر مه اوسئ" و.

خو کله چې ګوګل په ۲۰۱۵ کال کې د الفابیټ نومي شرکت تر چتر لاندې تنظیم شو، دا شعار بدل شو او "سم کار وکړئ" ته یې واړاوه.

له هغه وخت راهیسې د ګوګل کارمنانو ځینې وختونه د خپلو اجرایيوي رییسانو لخوا له ټاکل شوي چلن سره مخالفت کړی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې، شرکت د استعفاوو او د زرګونو کارمنانو لخوا له لاسلیک شوي غوښتنلیک وروسته د متحده ایالاتو له پنټاګون (دفاع وزارت) سره د مصنوعي ځیرکتیا کار لپاره قرارداد نوی نه کړ.

دوی وېره درلوده چې "پروجیکټ مېون" د وژونکو موخو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارولو پر لور لومړنی ګام و.‌

د الفابیټ بلاګ د دې شرکت له کلني مالي راپور لږ وړاندې خپور شو، چې پایلې یې د بازار له تمو کمزورې وې او د شرکت د ونډو ارزښت یې راښکته کړ.

دا په داسې حال کې و چې د دې شرکت عاید د ډیجیټل اعلانونو له لارې ۱۰٪ زیات شوی و، چې د امریکا د ټاکنو لګښتونو له امله یې وده کړې وه.

شرکت په خپل عایداتي راپور کې علان وکړ چې سږکال به ۷۵ میلیارده ډالره د مصنوعي ځیرکتیا پروژو ته ځانګړي کړي، چې دا د وال سټریټ د شنونکو له اټکلونو ۲۹٪ زیات دي.

شرکت پر هغو زېربناوو چې مصنوعي ذکاوت وچلوي، د AI پر څېړنو او د مصنوعي ځسیرکتیا د لټون یا (Search) په پرمختګ پانګونه کوي.