د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، افغانستان کې پر رسنیو فشار او د خبریالانو ګواښل ډېر شوي، خو طالبان یې رپوټ د اعتبار وړ نه بولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د دوی د موندنې ښيي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د طالبانو حکومت له خوا پر رسنیو د فشار او د خبریالانو د ګواښلو پېښې ډېرې شوې دي.

دغه مرکز زیاتوي چې په دې موده کې د محتوا له مخې د رسنیو د کارونو څارنه هم تر پخوا سخته شوې ده.

دغه رسنيز سازمان ویلي، چې په موده کې یې د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو له خوا د خبريالانو د نیولو او ګواښلو شاوخوا ٩٠ پېښې ثبت کړې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ تر جون پورې یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو د مسوولینو له حقونو د سرغړونې ۸۹ قضیې ثبت کړې دي.

په دې کې ۶۰ قضیې د خبریالانو او د رسنیو د مسوولینو د ګواښلو او ۲۹ د طالبانو امنیتي ځواکونو لخوا د خبریالانو د نیول کېدو دي.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خبریالانو د ملاتړي بنسټ دغه رپوټ موندنې بې بنسټه ګڼي چې وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې پر خبریالانو فشار او د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، یاد مرکز په کور دننه او بهر رسمي ادرس نه دی او راپورونه یې د اعتبار وړ نه دي. د دغه وزارت ویاند خُبَیب غفران بي بي سي ته وویل:

''کومه منبع چې تاسې یادوئ، دا نه په هېواد کې دننه او نه هم له هېواده بهر کوم رسمی ادرس دی. نه هم د دوی راپور د اعتبار وړی دی. د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور تر سیوري لاندې د رسنیو د سرغړوونو یو کمېسیون شته، دغه کمېسیون د رسنیو او رسنیزو مرکزونو او خبریالانو ټولو ستونزو ته رسېدګي کوي او که کوم مشکل وي، حل کوي یې.''

خو دغه اعلامیه کې ویل شوي، په دې موده کې یې په کابل کې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت له خوا د دوو خصوصي ټلویزیونونو د تړلو په ګډون د رسنیو د بندېدو لږترلږه ۷ پېښې ثبت کړې دي.

د همدې اعلامیې له مخې، د نیول شویو خبریالانو له ډلې یو چې د پسرلي پیل کې په غزني کې نیول شوی و، لا هم د طالبانو په بند کې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، دغه هېواد کې پر خصوصي او ازادو رسنیو فشارونه زیات شوي، د رسنیو د کار او محتوا څارنه هم ډېره شوې او د طالبانو د حکومت د استخباراتو اداره او امر بالمعروف وزارت چارواکي د رسنیو په کارونو کې مسقیمه او غیرمستقیمه لاسوهنه کوي.

دغه مرکز خپله اعلامیه کې دا هم ویلي چې یو شمېر رسنۍ په ځانګړي ډول د افغانستان په سویل او ختیځ کې د طالبانو له خوا د هغو پروګرامونو د خپرولو له امله ګواښل شوي، چې د ښځو غږ پکې وي یا بګراونډ کې د موسیقۍ غږ وي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اعلامیې له مخې، په دغو محدودیتونو کې پر ټولنیزو شبکو د ژورنالیستانو په شخصي حسابونو کې د منځپانګې خپرول هم شامل دي.

د افغان خبریالانو مرکز دا هم ویلي چې معلوماتو ته لاسرسی سخت محدود شوی او له افغانستانه بهر له رسنیو سره د خبریالانو پر همکارۍ هم بندیز لګېدلی دی.

دغه بنسټ له طالبانو غوښتي، چې رسنیو او خبریالانو ته دې له وېرې پرته د کار کولو داسې یو چاپېریال برابر کړي چې هغوی په کې له ځان سانسورۍ خلاص وي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت پخوا څو ځله ویلي، د رسنیو د قانون تر چتر لاندې د خبریالانو او رسینزو د فعالیتونو ملاتړ کوي.