غزه د اسرائیلو بمبارۍ د حماس یو جګپوړی چارواکی وژلی

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images
د حماس یوه چارواکي بيبيسي ته ویلي چې د غزې په سوېل خان یونس ښار کې د اسرائیل د هوایي برید پایله کې د حماس یو جګپوړی چارواکی صلاح البردویل وژل شوی. نوموړی د حماس د سیاسي مشرانو له ډلې یو مهم مشر و.
د سیمې د خلکو په وینا، د حماس د دې غړي مېرمن هم په برید کې ووژل شوه.
د رویټرز د راپور له مخې، حماس په یوه بیان کې ویلي: "صلاح البردویل له خپلې مېرمنې سره د لمانځه په ادا کولو بوخت و، چې د اسرائیل توغندی د دوی پر خېمه ولګېد."
تر اوسه اسرائیل په دې اړه څه نه دي ویلي.
صلاح البردویل، چې پخوا د حماس ویاند و، یو پېژندل شوی شخصیت و او ډېری وخت به یې په سیمهییزو رسنیو کې څرګندونې کولې.
هغه د حماس له لسو لوړپوړو چارواکو یو و، چې د اسرائیل د پوځي عملیاتو له بېرته پیل راهیسې، د مارچ پر ۱۸مه (د کب ۲۸مه) په غزه کې وژل شوی دی.
له څو ورځو راهیسې، د اسرائیل پوځ په غزه پراخ بریدونه بېرته پیل کړي او د حماس پر غاړه یې د دې جګړې د بیا پیل مسؤلیت اچولی دی. اسرائیل ادعا کوي چې حماس د اوربند هغه توافق مات کړی چې د روان کال د جنورۍ پر ۱۹مه پیل شوی و.
حماس دا تورونه رد کړي او پر اسرائیل یې تور لګولی چې هغه اوربند یې نقض کړی، چې د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب ترلاسه شوی و.
د حماس تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت یوه چارواکي اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، ۳۲ فلسطینیان د غزې په بېلابېلو سیمو کې وژل شوي دي.
اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د پولو هاخوا بېساري برید ته په غبرګون کې، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او له ۲۰۰ زیات کسان یرغمل ونیول شول، پر حماس جګړه پیل کړه.
د حماس د روغتیا چارواکو ویلي چې له هماغه وخته تر اوسه، په غزه کې له ۴۹۵۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي او د دې سیمې کورونو او بنسټیزو تأسیساتو ته پراخ زیانونه اوښتي دي.
له اوربند راهيسې پر لبنان د اسرائیلو بريد؛ اووه تنه وژل شوي لسګونه ټپیان دي

د عکس سرچینه، Reuters
اسرائيل وايي له لبنان څخه يې د دريو توغنديو توغېدو په ځواب کې د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر مرکزونو بریدونه کړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو وايي، پوځ ته يې امر کړی چې "په لبنان کې د لسګونو ترهګرو اهدافو پر وړاندې په بشپړ ځواک سره عمل وکړي."
د لبنان د رسمي خبري اژانس په وینا، د اسرائیلو په بریدونو کې اووه کسان وژل شوي، چې یوه کوچنۍ نجلۍ هم پکې شامله ده. دا تاوتریخوالی د حزب الله او اسرائیلو ترمنځ د اوربند تر ټولو جدي سرغړونه ګڼل کېږي، او د لبنان لومړي وزیر د "نوې جګړې" د ګواښ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د اسرائیلو پوځ وايي دوی د حزب الله اړوند لسګونه توغندي توغوونکي او د قوماندې يو مرکز په نښه کړی دی.
د شنبې په سهار، د اسرائیلو په شمالي ښار میتولا کې سایرن وغږول شو، او د اسرائیلو دفاع وزارت اعلان وکړ چې له لبنان څخه توغول شوي دری توغندي يې شنډ کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د لبنان ولسمشر جوزف عون، چې د روان کال په جنوري کې واک ته رسېدلی، په یوه وینا کې "هغه اقدامات چې لبنان د تاوتریخوالي په کړۍ کې ښکېلوي" غندلې، او د لبنان لومړي وزیر نواف سلام خبرداری ورکړی چې د تاوتريخوالي دا زیاتوالی "هېواد بلې جګړې ته کاږي".
حزب الله وايي پر اسرائیلو يې توغندي نه دي توغولي او ټینګار يې کړی چې د اوربند تړون ته ژمن دي. تر اوسه کومې بلې ډلې د دې بریدونو مسؤلیت نه دی منلی.
رویټرز خبري اژانس د یوه اسرائیلي چارواکي له خولې ویلي، تر اوسه دا نه ده تائید شوې چې د برید تر شا کومه ډله وه.
اسرائیلو مخکې خبرداری ورکړی و چې د توغندیو پر وړاندې به "سخت ځواب" ورکړي.
په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواک، هم د "تاوتریخوالي د زیاتوالي خطر" په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اسرائیلو او لبنانه یې غوښتي چې "خپلو ژمنو ته غاړه کېږدي."
د اسرائيلو او حزب الله تر منځ د نومبر پر ۲۷ شاوخوا څلور میاشتې وړاندې اوربند وشو چې په مکرر ډول د دواړو خواو له خوا د سرغړونو د تورونو له امله ګواښل شوی خو دا وروستی تاوتريخوالی د نسبي ارامۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ بلل کېږي.