فلسطیني مرکچي: په غزه کې د اوربند خبرې په وروستي پړاو کې دي

غزه

تر څو میاشتو کړکېچ وروسته، داسې نوې نښې لیدل کېږي چې اسرائیل او حماس ښايي په غزه کې اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو تړون ته نژدې شوي دي.

په غیر مستقیمو خبرو کې ګډونوال او یوه جګپوړي فلسطیني چارواکي بي بي سي ته وویل، خبرې "پرېکنده او وروستي پړاو" کې دي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرایل کاتز هم ویلي، تر بل هر وخته یوه موافقه نژدې ده.

په وروستیو اونیو کې، امریکا، قطر او مصر خپلې د منځګړیتوب هڅې بیا پیل کړې دي. دوی یوې موافقې ته د رسېدو او څوارلس میاشتنۍ جګړې پای ته رسولو لپاره د زیاتې لېوالتیا خبر ورکوي.

فلسطیني چارواکي یو درې پړاویز پلان اعلان کړی، چې له مخې به یې په غزه کې یرغمل شوي ملکيان او ښځینه سرتېرې په لومړیو ۴۵ ورځو کې خوشې شي. دغه راز اسرائیلي ځواکونه به د ښار له مرکزونو، ساحلي سړکونو او له مصر سره د پولې په اوږدو کې له ځمکنیو ستراتیژیکو سیمو ووځي.

د چارواکو په وینا، د غزې د بې ځایه شویو لپاره به یوه تګلاره جوړه شي، چې وکولای شي بېرته شمالي سیمو ته ور ستانه شي.

په دویم پړاو کې به پاتې یرغمل خوشې شي او په درېیم پړاو کې به د جګړې له پای ته رسېدو مخکې د ځواکونو وتل شامل وي.

اسرائیل ګومان کوي چې په غزه کې د یرغمل شویو ۹۶ بندیانو له ډلې، ۶۲ یې لا هم ژوندي دي.

داسې ښکاري، پلان د هغه تړون پر بنسټ دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د می په ۳۱ نېټه بیان کړی و او د ټولو اړخونو رپوټونه هم وايي، چې د کار کولو لپاره کلیدي توضیحات موجود دي.

د اکتوبر په نیمایي کې د خبرو پړاو د یوې موافقې په رامنځ ته کولو کې پاتې راغلی و. هغه وخت حماس د لنډ مهاله اوربند وړاندیز رد کړ.

د اسرائیلو د دفاع وزارت ویاند وايي، وزیر کاتز د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې غړو ته ویلي، "د غزې په اړه زما دریځ روښانه دی. وروسته له دې چې موږ په غزه کې د حماس پوځي او حکومتي ځواک ته ماتې ورکړه، اسرائیل به د بشپړې ازادۍ سره د غزې امنیت کنټرول کړي."

هغه زیاتوي، "موږ به له غزې څخه د اسرائیلي ټولنو او اسرائیلي وګړو پر وړاندې هېڅ راز ترهګریز فعالیت ته اجازه ور نه کړو. موږ به اکتوبر د اوومې نېټې پېښې بیا تکرار ته اجازه ور نه کړو."

په غزه کې د جګړې په پیل کې اسرائیلو ژمنه وکړه چې د حماس واکمني او پوځي وړتیاوې به له منځه وړي. د حماس د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې چې د ملګرو ملتونو او نورو لخوا د باور وړ ښکاري د جګړې له پیله، تر ۴۵ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.

د غزې د دوه اعشاریه درې میلیونه وګړو ډېره برخه یې بېځایه شوي دي او پراخه ویجاړي هم رامنځ ته شوې ده.

په نومبر میاشت کې د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بریا، ډیپلوماتیکو هڅو ته نوی زور ورکړی دی.

هغه د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډې کې یو ځل بیا خبر داری ورکړ چې د واک تر اخیستو مخکې باید اوربند وشي، پرته له هغه به دا د خوښۍ وړ نه وي.