پر کورسک د اوکراييني ځواکونو برید؛ زېلېنسکي وايي مسکو باید د جګړې پایلې احساس کړي

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له پولې پورې غاړه د روسیې په کورسک سیمه کې د اوکراییني ځواکونو د برید پر درېیمه ورځ ویلي چې مسکو باید پر اوکرایین د خپل یرغل پایله "احساس" کړي.

ښاغلي زېلېنسکي د پنجشنبې ورځې په ماښامنۍ وینا کې له دې پرته چې دغه برید ته مستقیمآ اشاره وکړي، وویل: "روسیې زموږ خاورې ته جګړه راوړې او باید احساس وکړي چې څه یې کړي دي."

هغه زیاته کړه: "اوکرایینان پوهېږي چې څنګه خپل اهداف ترلاسه کړي. او موږ په جګړه کې خپلو اهدافو ته د رسېدو لار نه ده غوره کړې."

روسیه وايي، لږ تر لږه ۱۰۰۰ اوکراییني ځواکونه، چې د ټانکونو او زغره والو موټرو ملاتړ ورسره وو، سې‌شنبه سهار د دوی خاورې ته ورننوتي دي.

دا په اوکرایین کې د جګړې له پیل راهیسې د روسیې په خاوره کې د خپلې بڼې تر ټولو ستر برید ښکاري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر دغه برید وروسته اوکرایین پر "لویه پارونه" تورن کړی دی.

اوکراییني چارواکي تر ډېره د دغه برید په اړه چوپه خوله دي.

سیمه کې د دقیق وضعیت مالومول ځکه ګران دي چې له دواړو خواو تر اوسه ډېر کم توضیحات خپاره شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر پنجشنبه تر دې لږ ورمخکې هم دغه برید ته له مستقیمې اشارې پرته ویلي وو، "هر څوک لیدی شي چې د اوکرایین اردو پوهېږي چې څنګه څوک حیران [او] پایلې ترلاسه کړي."

د روسیې دولتي خبري اژانس RIA-Novosti په وینا، د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې (IAEA) ویلي چې دوی د کورسک اټومي بټۍ څارنه کوي.

د روسیې دفاع وزارت د پنجشنبې پر ورځ وویل چې د دوی پوځیان په هوایي ګوزارونو او د راکټونو او توپونو په ډزو سره د اوکرایین د وسله والو قطعاتو له منځه وړلو ته دوام ورکوي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د روسیې احتیاطي ځواکونه هم سیمې ته استول شوي دي.

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ، چې یو مشهور فکري بنسټ دی، وايي د جغرافیايي موقعیت-موندنې تصویرونه ښيي، چې د اوکرایین زغره وال ګاډي د برید په لومړیو دوو ورځو کې د کورسک سیمې د لس کیلومترۍ مورچلو ته رسېدلي دي.

د روسیې پوځي مشرتابه په کور دننه تر سخت څار او انتقاد لاندې دی، ځکه چې ځینې مشهورو او په عمومي ډول جګړه پلوو ټېلېګرام چینلونو ویلي چې په سیمه کې وضعیت هغومره باثباته هم نه دی څنګه چې یې کرملین ښيي.

هممهاله په روسیه او اوکرایین دواړو کې کورسک ته د ورڅېرمه پرتو سیمو کې ځايي مشرانو خلکو ته ویلي چې د خپل خوندیتوب لپاره له سیمې ووځي.

داسې ښکاري چې دغه یرغلیز اقدام د کیېف مهم متحدان هم حیران کړي دي.

په دې لړ کې د سپېنې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پیېر ویلي، متحد ایالتونه له اوکرایین سره په تماس کې دي چې پوه شي د څه ترلاسه کولو تمه لري.‌

دا لومړی ځل نه دی چې په اوکرایین کې د مېشتو وسله والو له خوا پر روسیې برید کېږي.

ځینو کرملین ضد روسیې ډلو هم تېر کال په ورته اقدام لاس پورې کړی و، چې په شا وتمبول شول.

همدا راز په تېر مارچ کې هم ځواکونه بلګورود او کورسک سیمو ته ورننوتل او هلته د روسیې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکیل شول.

چارشنبه د اوکرایین د پارلمان یوه غړي‌ اولېکسیي هونچارېنکو ویلي وو چې د اوکرایین پوځ د سودژا ګازو مرکز کنټرول په لاس کې اخیستی.

د روسیې طبیعي ګاز د همدغو تاسیساتو په وسیله د اوکرایین له لارې اروپايي ټولنې ته ځي او فعالیت یې له جګړې سره سره دوام موندلی دی.

دا له روسیې اروپايي‌ټولنې ته د ګازو د داخلېدو یوازنی نقطه ده.

د رپوټونو له مخې تر پنجشنبې له سودژا څخه د ګازو جریان دوام درلود.‌

دا چې د کیېف ځمکني ځواکونه په ختیځ دونباس سیمه کې له پرله پسې بریدونو سره مخامخ وو، نو روسیې په تېرو څو میاشتو کې په ختیځ اوکرایین کې راوړنې هم درلودې.

د اوکرایین د دفاعي استخباراتو مشر کیریلو بودانوف په یوه تازه مرکه کې ویلي، تمه کېږي چې د روسي ځواکونو یرغلیز عملیات به "په یوه نیمه یا دوه میاشتو کې پای ته ورسېږي".