اسرائیل خپلو ځواکونو ته په غزه کې د نورو سیمو د نیولو امر کړی

فلسطینیان او فلسطینیانې په یوه ګاډۍ کې باران کې لېږدي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فلسطینیان او فلسطینیانې په یوه ګاډۍ کې باران کې لېږدي.
  • Author, ټیفاني ورتایمر
  • دنده, بي‌بي‌سي نيوز

د اسرائیل دفاع وزیر خپلو ځواکونو ته په غزه کې د نورو سیمو د نیولو امر کړی دی.

اسرائیل کاټز دا خبرداری هم ورکړی که حماس ټول پاتې یرغمل ازاد نه کړي، نو د غزې ځینې سیمې به د تل لپاره ونیسي.

هغه زیاته کړې چې اسرائیلي ځواکونه به تر هغه وخته په غزه تراړه کې په بشپړ ځواک سره ځمکني عملیات په زیاتېدونکي شدت جاري وساتي چې "ټول ژوندي او مړه" یرغمل بېرته نه وي ګرځول شوي.

انګېرنه دا ده چې په غزه کې له پاتې ۵۹ یرغملو به ۲۴ لا هم ژوندي وي، خو برخلیک یې د اوربند تړون په دویم پړاو خبرو کې پرمختګ پورې تړلی دی.

خو د اوربند دا تړون چې له جنورۍ راهیسې نافذ و، تېره اونۍ د اسرائیلو لخوا غزه کې د هوايي بریدونو او د ځمکنیو عملیاتو له بېرته پیلېدو سره پای ته ورسېد.

د اسرائيلي ځواکونو په دغو تازه بریدونو کې د سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ شوی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له اژانس څخه سام روز د غزې تراړې وضعیت چې لروبر پکې "نهیلوونکې غمېزې پېښېږي"، خورا "اندېښمنوونکی" بللی دی.

اسرائیل او امریکا حماس تورن کړی چې د اوربند د غځولو وړاندیزونه یې رد کړي دي. خو حماس ویلي چې " په بشپړ مسؤلیت او جديت سره له منځګړو سره خبرې کوي".

اسرائیل کاتز

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، اسرائیل کاتز د چهارشنبې په ورځ حماس ته "وروستی خبرداری" ورکړ او له دغې ډلې یې د پاتې یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وکړه.

خو د اسرائيلو دفاع وزیر د جمعې پر ورځ په یوه بیان کې وویل "حماس چې هر څومره انکار ته دوام ورکوي، اسرائیل ته به هماغومره ډېرې سیمې له لاسه ورکړي."

کاټز زیاته کړه چې هېواد یې لا هم د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي سټیف ویټکوف له هغه وړاندیز سره موافق دی، چې "مړه او ژوندي ټول یرغمل شوي مخکې له مخکې او په دوو پړاوونو کې چې د اوربند پر مهال خوشې شي."

هغه لیکلي: "موږ به تر هغه چې یرغمل خوشې او حماس مات نه شي، له هوا، سمندر او ځمکې په بریدونو او ځمکني مانور په پراخولو سره جګړه سخته کړو."

د اسرائيل دفاع وزیر دا هم وویل چې دوی به نورو سیمو ته "د غزې اوسېدونکو د رضاکارانه لېږدېدو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرمپ پلان پلي کړي".

ډونلډ‌ ټرمپ څو ځله ویلي، دی غواړي چې د غزې کنټرول امریکا په لاس کې واخلي، دا تراړه بېرته ورغوي او شاوخوا دوه میلیون مېشت فلسطینیان یې په دایمي ډول بل ځای ته ولېږدوي.

غزه د پلور لپاره نه ده

د یوشمېر اسرائیلي یرغملانو د خوشي کولو په ورځ یو فلسطینی د حماس یوه جنګیالي سره په لاس روغبړ کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یوشمېر اسرائیلي یرغملانو د خوشي کولو په ورځ یو فلسطینی د حماس یوه جنګیالي سره په لاس روغبړ کوي.

فلسطیني ادارې او حماس ډلې ویلي چې غزه "د پلور لپاره نه ده"، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی د اشغال شوي سیمې د وګړو هر ډول جبري بې‌ځایه کول د نړیوالو قوانینو له مخې منع دي او "نسلي پاکولو ته ورته" ګڼل کېږي.

د امریکا، قطر او مصر په مشرۍ د څو میاشتو خبرو اترو په ترڅ کې د درېډ‌پړاویز اوربند وړاندیز شو. خو اسرائیل او حماس د دې اوربند له لومړي پړاو وروسته د پرمختګ پر څرنګوالي موافقه و نه کړه.

کله چې امریکا او اسرائیل د لومړي پړاو د غځولو وړاندیز وکړ، نو پلان ټکنی شو. حماس دا بدلون رد کړ او ویې ویل چې دا د اسرائیل "یو ښکاره هڅه" ده "چې له هوکړې وتښتي".

د سې‌شنبې په ورځ هغه وخت اوربند مات شو، چې اسرائیل د غزې پر تړانګه پراخ هوایي بریدونه وکړل، چې د حماس تر ولکې لاندې د روغتیا وزارت په وینا، په دوو ورځو کې یې له ۴۳۰ ډېر کسان ووژل. د پنجشنبې په ورځ، حماس درې توغندي د تل‌ابیب پر لور وتوغول.

د اسرائیلي حکومت ویاند دېوېد منسر د تاوتریخوالي د بیا پیلېدو پړه پر حماس واچوله او ویې ویل چې دغې ډلې "د یرغمل شویو اسرائیلیانو د خلاصون هر ډول معامله رد کړې ده".