هغه وژل شوې افغانه نجلۍ چې کورېشیا کې پرې انځوریز کتاب ولیکل شو

د عکس سرچینه، Ena Jurov/Sandorf
- Author, نمانیا میتروویچ
- دنده, بي بي سي
مارینا یوه تخیلي کرکټره ده چې تازه د کورېشیا پلازمېنه زاګرب ښار ته کډه شوې او "له هغه ښاره د نړۍ هر هغه ځای ته سفر کولی شي چې زړه یې وغواړي."
دویمه بیا مدینه ده چې "کورېشیا ته د کډوالۍ پر پولو او لارو د مړینو یوه بېلګه" ده، او داسې څوک چې له خپله کوره لېرې، "د نړۍ په تر ټولو اوږده کوڅه کې" او د کډوالو په پنډغالو کې لویه شوې ده.
دا "د مدینه حسیني لوبغالي ماشومان" په نوم د انځوریز کتاب اصلي اتلانې دي او پر کتاب دا نوم د شپږ کلنې افغان ماشومې له مړینې وروسته اېښودل شوی دی.
نوموړې د ۲۰۱۷ کال د نومبر پر ۲۱مه هغه مهال پر پټلۍ اورګاډي ووهله او مړه یې کړه، چې د کورېشیا پولیسو یې کورنۍ ته له پولې د بېرته اوښتلو او صربیا ته د ستنېدلو امر وکړ.
د کتاب انځورګرې او یوې لیکوالې انا یوروف د بي بي سي سربي ژبې ته ویلي: "دا انځوریز کتاب دی او باید له خپلو میندو پلرونو سره په لوړ غږ ولوستل شي، بیا خبرې پرې وشي."
د دې انځوریز کتاب لیکواله اولیا ساویچویچ ایوانچویچ وايي، خلکو ته د مدینې د کیسې او د کډوالو ور یادول او همدارنګه تر هغې وروسته "په زاګرب کې پر ځانګړي ځای د هغې نوم اېښودلو" نوښت ځینې هغه موخې دي چې له دې کتاب سره تعقیبېږي.

د عکس سرچینه، Ena Jurov/Sandorf
هغه وايي: "هیلمنه یم چې دوی به ترې یو څه ترلاسه کړي، لا هم په دې تړاو ډېرې خبرې شته."
کورېشیایۍ لیکوالې د بي بي سي صربي څانګې ته وویل، "په هر صورت هغه پخپله د یوه لنډ ژوند یادګاره ده چې له بده مرغه ژوند یې ډېر لنډ و."
د زاګرب ښار پر عمومي ځایونو د نوم اېښودلو صندوق ته د مدینې حسیني نوم په زیاتولو سره دا پروسه په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوه، خ په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د کوروېشیا د پلازمېنې په شورا کې وشي.
له دې یو کال وړاندې د اروپا د بشري حقونو محکمې پرېکړه وکړه چې کورېشیا باید د دغې نجلۍ کورنۍ ته څلوېښت زره یورو ورکړي، ځکه چې دوی ته یې د صربیا له پولې له ورتېرېدو وروسته، د پناه غوښتنې اجازه نه وه ورکړې.
"له مدینې پرته ټولو له پټلۍ ټوپ وهل"
د مدینې کیسه په ختیځ او د دې په پلرني هېواد افغانستان کې پیلېږي چې مور یې له پنځو بچیانو سره له ایران، ترکیې، بلغاریا او صربیا څخه واوښتل او اروپايي ټولنې ته د تلو څو کلن سفر پیل کړ.
د مدینې کورنۍ د سربیا د کډوالو پنډغالي کې له څو میاشتو تېرولو وروسته د نومبر په یوه یخه شپه کې له دوو قاچاقبرو سره کورېشیا ته ورسېدل، خو هلته پولیسو ودرول.
پناه غوښتنه یې ونه منل شوه او صربیا ته د ستنېدو امر ورته وشو.
د ستنولو په پلمه یې د پولیسو ګاډي کې تر پولې ورسول او هلته ورته وویل شول چې پر هغه پټلۍ لاړ شي چې د کورېشیا له ښارګوټي ته رسېږي.
د مدینې ورور رشید په د صربیا په ېلازمېنه بلګراد کې د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې وویل: "موږ روان وو، چې ناڅاپه مو د اورګاډي غږ واورېد، له مدینې پرته ټولو څنګ ته ټوپ کړل."
د شاهدانو په خبره، اورګاډي دغه ماشومه د کورېشیا د پولیسو د درېدو له ځایه لسګونه متره لېرې ووهله.
رشید زیاتوي: "اورګاډی ودرېد او د څراغونو په رڼا کې مې ولیده چې مدینه پر ځمکه پړمخې پرته وه، د هغې سر مې په چپ اړخ کړ، وینه مې ولیده."
په امبولانس کې یې مړی کورېشیا ته یووړل شو.

د عکس سرچینه، BBC/Lazara Marinković
کورنۍ ته یې اجازه ور نه کړل شوه چې ور پسې شي او بلګراد ته واستول شوه.
د کورېشیا چارواکي له افغانې کورنۍ سره ناوړه چلن نه مني او په بیان کې ادعا کوي چې په دنده بوختو پوله ساتو یواځې تر پېښې وروسته دوی ولیدل.
کورنۍ ته یې څو ورځې وروسته د نجلۍ مړی وسپارل شو.
د هغې خور نیلاب حسیني وایي، "بیا مو چې مدینه ولیدله، نو په تابوت کې وه. لا هم پر وینو لړلې وه، چا یې مخ نه و مینځلی."
که څه هم کورنۍ یې د مسلمانانو په طریقه خاورو ته سپارل غوښتل، خو هغه د شید سرحدي ښارګوټي د سربیايي اردوتودکس هدیرې په لمن کې خاورو ته وسپارل شوه.
مړی یې په یوه بې نښې قبر کې کېښودل شو او څو لرګینې لښتې یې پرې ودرولې.
له تصویري کیسو او طرحو تر انځوریزو کتابونو

د عکس سرچینه، Ena Jurov/Sandorf
انا یورف د افغانې نجلۍ په هکله د انځوریز کتاب نظریې وړاندې کولو سره غوښتل په زاګرب کې په یوه عام ځای د "مدینې حسیني د نوم اېښودلو نوښت" سره مرسته وکړي.
هغې چې پخوا د دې افغانې ماشومې د مرګ په تړاو انځوریزه کیسه رسم کړې وه، اوس یې غوښتل پر ماشومتوب، ښه ژوند ته د رسېدو لپاره د هغې پر زرګونه کیلومتره اوږده لار او د کډوالۍ مرکزونو کې یې پر ژوند وغږېږي.
"زه غواړم نور خلک له دې نا انصافه کیسو خبر شي، چې ماشومان هم وپوهېږي چې پوله څه ده او اروپا کې له نسبتا امن ژوند برخمن شي، ځکه ځینې ماشومان چې له نورو سره هیڅ توپیر هم نه لري، نه خو دا ډول حقونه لري او نه هم پاسپورټ."
لیکواله اولیا ساویچویچ ایوانچویچ "د ځايي ماشومانو له لیدلوري په یو شعر د کیسې بهیر" سره یو ځای شوه.
که څه هم هغې څو ناولونه، شعري ټولګې او د ماشومانو لپاره تیاتري ډرامې لیکلې، خو وايي پر دې انځوریز کتاب کار ورته ننګوونکی او بېل و.
ساویچویچ ایوانچویچ وايي" نه پوهېږم چې د حکومتي ادارو په لاس د ماشوم تر وژلو به بل څه بوږنوونکي وي، دوی باید ماشومان خوندي کړي، نه دا چې تر مرګ یې ورسوي."
مارینا او مدینه

د عکس سرچینه، Ena Jurov/Sandorf
په انځوریز کتاب کې دوه موازې کیسې دي یوه د مارینا چې تخیله کرکټره ده او بله پر مدینې چې رښتینې کرکټره ده
مارینا د سپلېټ او برلین له لارې د کورېشیا د پلازمېنې تر زړه ځان رسوي، هلته سملاسي نوي ملګري پیدا کوي او په رېبنجک پارک کې ور سره لوبېږي، خو دغه افغان ماشومه پر هغه سړک ګرځي چې له سفره منع شوي خلک او ماشومان پرې روان وي.
اولیا ساویچویچ ایوانچویچ وايي، مدینه د ازادۍ، لوبو او خوشحاله ماشومتوب د ځای په توګه د هغه پارک په لور سفر کوي، خو هیڅکله هم نه ور رسېږي.
دې انځوریز کتاب کې څو نور کرکټرونه هم ښکاره کېږي چې د مختلفو توکمونو ماشومان، د هغوی خپلوان او میندې او پلرونه دي.
د کیسې په یوه مهم ځای کې دا پوښتنه هم کېږي چې ولې ځینو ماشومانو ته د سفر اجازه نشته، دا څنګه ممکنه ده چې له خلکو تشو د ډېرو کورونو مخې ته ځینې خلک بې کوره دي نو دا نړۍ د چا ده؟
ماشومان دا پوښتنې له لویانو کوي او دوی نه پوهېږي چې دې انځوریز کتاب کې څنګه ځواب ورکړي.
د زاګرب توکمپوهنې او فولکلور انستیتیوت کې مخکښې څېړونکې مارییانه همرسک د مدینې حسیني د ژوند په تړاو جزییات برابر کړي او دې انځوریز کتاب ته یې وروستی متن هم لیکلی دی.

د عکس سرچینه، Ena Jurov/Sandorf
صربیا کې عمومي ژوند، کتابتونونه او خپرونې
دا انځوریز کتاب وروستیو کې خپور شوی او لیکواله انا یوروف دې حقیقت ته خوشحاله ده چې د عامه ژوند او کتابتونونو برخه ګرځي.
دا انځورګره زیاتوي: "دا زما لپاره مهمه ده چې کتاب نړیوال معیار نمبر یا اې اېس بي اېن لري او د کورېشیا ملي او پوهنتوني کتابتون ته وړل کېږي او همېش به هلته وي."
اولیا ساویچیویچ ایوانچویچ وايي: "که دا انځوریز کتاب د خبرو په بیا پیلولو کې مرسته کوي، نو موږ نه یواځې د مدینې بلکې د هغو ماشومانو په هکله هم لا د مخه یو څه کړي، چې له ورته خطر سره مخامخ دي."
هغه وايي: "د زاګرب وړکتونونو کې هغو ماشومانو او والدینو ته د دې انځوریز کتاب د ویشلو لپاره له خپروندوی سره هم خبرې شوې چې دا کتاب غواړي."
نوموړې په صربیا کې هم د دې انځوریز کتاب خپرېدل غواړي.
لیکواله په پایله کې وایي "دا به غوره وي، ځکه دا پېښه پر پوله شوې او یو ډول سمبولیکه معنی هم لري."