د میلانیا ټرمپ مجسمه دهغې د زوکړې ښار سلوانیا کې ورکه شوې

د عکس سرچینه، JURE MAKOVEC/AFP via Getty Images
میلانیا د ۲۰۲۰ کال جولای میاشت کې اروپا کې د ساوا د سیند پر غاړه راڅرګنده شوې وه. له هغه څلور میاشتې وړاندې چې د اغېز نښې یې سپینه ماڼۍ کې پریښې وې.
اوس څلور میاشتې وروسته له هغه چې میلانیا ټرمپ چې پخوا په ملانیا ک-نوز پېژندل کېده د واشنګټن په تر ټولو نامتو سیمه کې مېشته شوه هغه مجسمه چې یې له بدنه هم لویه جوړه شوې وه د دې له اصلي ټاټوبي سېونېتزا په بې شرمۍ سره غلا شوه.
د برونز له لویې مجسمې پاتې شوني اوس یوازې پښې او د ونې دوه متره لوړ هغه ډډ دی چې دا مجسمه پرې درول شوې وه.
ښايي دغه مجسمه به د امریکايي فلمونو ډایرکټر وېس انډرسن لپاره په زړه پورې وه ځکه هغه ډېر وخت په خپلو فلمونو کې لوړې او په زړه پورې مجسمې ښيي. خو ان د هغه په فلمونو کې هم هېڅکله د امریکا د لومړۍ مېرمنې مجسمې په څېر کوم څه نه وو ښودل شوي.
خو دا لومړی ځل نه دی چې د سېونیکا سیمه کې د میلانیا ټرمپ مجسمې سره داسې یو څه کېږي.
لومړنۍ مجسمه یې په ۲۰۱۹ کال کې ځايي هنرمن الېس مکسي زوپېک جوړه کړې وه. هغه کس چې د برېښنايي ارې په مرسته له لرګیو مجسمې جوړوي.
دا مجسمه یې هم د لرګي له یوې دړې جوړه کړې وه چې یوازې یو کال یې دوام وکړ او بیا د جولای میاشتې پر پنځمه نېټه یو نامالوم کس وسوځولوه. .
امریکايي هنرمن براډ ډاوني چې له مکسي غوښتي وو له لرګیو مجسمه جوړه کړي لا هم د مجسمې قالب درلود او د بیا لپاره یې ټيک هماغه ځای کې بله د برونز مجسمه جوړه کړه.
ښاغلي ډاوني یې د پرانیستلو پر وخت وویل د مجسمې نوې بڼه ډېره پياوړې او له داسې دوام لرونکو موادو جوړه شوې چې په اسانۍ نشي ورانېدلی.
خو داسې ښکاري چې په ښنګرو کې پرې کېدلی او وړل کېدلی شوه.
ځايی پولیس وايي دوی د میلانیا مجسمې ورکېدو ته د غلا په سترګه ګوري او دا چې پلټنه یې پیل کړې.
براډ ډاوني تل ټینګار کړی چې د ده کار سیاسي و. هغه مکسي ځکه همکارۍ ته غوره کړ چې د هغه د روزنې بڼه لومړۍ مېرمن ته ورته والی درلود.
هغه وویل میلانیا ټرمپ د متحده ایالاتو د تابعت اخیستلو له چټک بهیره ګټه اخیستې په داسې حال کې چې نور کډوال بیا د دې د مېړه د کډوالۍ له کرکجنو تګلارو کړېدلي دي.
دی اوس ګومان کوي د دې مجسمې ورکېدل به د ټرمپ له بیا ټاکل کېدو سره تړاو ولري.
په ورته وخت کې په سېونیکا کې ځايي چارواکي یې په اړه دوه نظره لري. دوی په دواړو شخصي او عامه ملکیتونو کې د هر ډول لاسوهنې غندنه وکړه.
خو دا یې زیاته کړه چې د امریکا د لومړۍ مېرمنې مجسمه داسې کوم څه نه وه چې څوک پرې وویاړي.