د غزې کنټرول په اړه د ټرمپ طرحې ته غبرګونونه: منتقدانو یې "قومي تصفیه" بللې

د عکس سرچینه، Reuters
"د غزې د مالکیت او کنټرول ترلاسه کولو " او په نورو هېوادونو کې د دې تراړې د اوسېدونکو ځای پر ځای کولو په تړاو د ډونلډ ټرمپ وړاندیز په نړیواله کچه له غبرګونونو او نیوکو سره مخامخ شوی دی.
د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو تر ټولو جګپوړي چارواکي ټینګار کړی چې له نیول شویو سیمو د خلکو ایستل له نړیوالو قوانینو سره په ټکر دي.
پخپله په امریکا کې د ډونلډ ټرمپ منتقدو دیموکراتانو هم دا "قومي تصفیه" بللې ده.
خو په اسرائیل کې یې ښي اړخو سیاستوالو ملاتړ کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي "ډېره اړینه ده چې د نړیوالو حقوقو زېربناو ته وفادار پاتې شو او له هر ډول قومي تصفیې په هره بڼه او شکل ډډه وکړو."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د چارشنبې پر ورځ وویل: "ډېره مهمه ده چې د اوربند د بل پړاو پر لور حرکت وکړو؛ ټول یرغمل او زندانیان چې په خپلسره ډول نیول شوي، ازاد شي، جګړه پای ته ورسېږي او د غزې بیارغونه نړیوالو بشردوستانه حقوقو ته په بشپړ درناوي ترسره شي."
هغه زیاته کړې چې "د خلکو هر ډول جبري لېږدونه یا له اشغال شویو سیمو د خلکو ایستل په کلکه منع دي."
د بریتانیا، فرانسې، جرمني او اسپانیا په څېر د امریکا له نږدې اروپايي متحدانو رانیولې د دغه هېواد تر نړیوالو سیالانو روسیې او چین دغه وړاندیز رد کړی دی.
همدا راز د سعودي عربستان، قطر، مصر او اردون په ګډون د عربي هېوادونو لخوا هم د ټرمپ دا لیدلوری له نیوکو سره مخامخ شوی.
دغو هېوادونو له هر ډول اشغال او د فلسطینیانو له جبري لېږدونې سره مخالفت ښودلی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
بلخوا په اسرائیل کې بیا توندلارو ښي اړخو سیاستوالو د ټرمپ د دغه وړاندیز هرکلی کړی.
د دغه هېواد د ملي امنیت مخکیني وزیر 'ایتمار بن ګویر' چې له حماس سره د اوربند د تړون په اعتراض کې یې استعفا کړې، ویلي که دا طرحه پلې شي، بېرته به حکومت ته راوګرځي.
د اسرائیل مالیې وزیر بزالل سموتریچ هم ویلي چې د ټرمپ طرحه د حماس لخوا د اکتوبر اومې برید ته "رښتینی ځواب" دی.
هغه زیاته کړې چې اسرائیل به اوس د "فلسطیني دولت خطرناک نظر" له پامه وباسي.
که څه هم په امریکا کې د ټرمپ د حکومت چارواکو او هغه ته نږدې سیاسونو د غزې د تخلیې وړاندیز یوه نوې نظریه بللې، خو دیموکراتو مخالفانو یې بیا دا وړ څرګندونې "خطرناکې"، د "امریکا له بنسټیزو سیاستونو او نړیوالو قوانینو" سره په ټکر کې بللې دي.
په دې لړ کې د ماساچوسېت سناتورې الیزابت وارن ویلي، "د یوه ولسمشر له اړخه دا ډول چلند خطرناک او د امریکا د ارزښتونو پر ضد دی."
د اریزونا دیموکرات سناتور 'روبین ګایګو' د ټرمپ څرګندونې "په بشپړ ډول لنډ فکره، احمقانه او غیر قانوني" بللې. هغه ویلي چې "متحد ایالتونه به غزه لاندې یا اشغال نه کړي."
له تګزاس ایالته د استازو جرګې غړي الکساندر ګرین ویلي، "په غزه کې قومي تصفیه څه ټوکه نه ده، په ځانګړې توګه چې د امریکا د ولسمشر له خولې راوځي چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن شخص دی."
ټرمپ د غزې په اړه څه ویلي و؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائيلو له لومړي وزير سره له ليدني وروسته رسنيو ته په خبرو کې ويلي چې دی غواړي امریکا د غزې چارې په لاس کې واخلي او له سره يې ورغوي.
ډونلډ ټرمپ ويلي، امریکا کولی شي په دې اړ "ريښتينی کار" وکړي، لکه "د بمونو او چاودېدونکو توکو لرې کول، بيا رغول او د اقتصاد بیا په پښو درول."
نوموړي زیاته کړې، "موږ نشو کولی چې بېرته هغه حالت ته ستانه شو، که نه تاريخ به بيا تکرار شي."
ډونلډ ټرمپ پرته له کوم ثبوت ادعا کړې چې فلسطينيان ځکه غواړي غزې ته بېرته ستانه شي، چې دوی له دې پرته بله لار نه لري.
کله چې له ولسمشر ټرمپ وپوښتل شول چې ایا هغه د یوې خپلواکې سیمې د نیولو په اړه خبرې کوي، نوموړي وویل هو، دی د امریکا په مشرۍ د غزې د "اوږد مهاله نيولو تصور" لري.
ټرمپ زیاته کړه، "موږ به دا سيمه خپله وګڼو، پراختيا به ورکړو، زرګونه دندې به رامنځته کړو، دا به واقعا په زړه پورې وي."
د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د غزې په تړانګه کې به له بيارغونې وروسته څوک اوسېږي، هغه وویل، "د نړۍ خلک."
د امریکا ولسمشر وویل، د غزې تړانګه "له څو لسیزو راهیسې د مرګ او ویجاړۍ سمبول دی." او دا ځای يې "بدمرغه" سیمه وبلله او دا ادعا یې تکرار کړه چې د هغې ۱.۸ میلیونه خلک غواړي ووځي او په نورو هېوادونو کې ژوند وکړي.
نوموړي وویل چې د دې لېږد لګښت باید د سیمې شتمن هېوادونه ورکړي ترڅو فلسطینیان "په ارامۍ او سوله کې ژوند وکړي."
هغه مخکې په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي وو چې فلسطینیان باید بل ځای ته ولېږدول شي، او وړاندیز یې کړی و چې دا لېږد ممکن مصر یا اردن ته وي.

نور غبرګونونه
د فلسطینۍ ادارې مشر محمود عباس، مصر او بریتانیا هم د غزې په تړاو د ټرمپ وړاندیز غندلی.
په ملګرو ملتونو کې د فلسطینیانو سفیر ریاض منصور په یوه خپره کړې ویډیو کې ویلي" هغه کسان چې دوی غواړي یو ښاد او ښه ځای ته یې ولېږي د دې پر ځای دې یې اسرائیلو کې خپلو اصلي مېنو ته د تګ اجازه ورکړل شي."
هغه ویلي فلسطینیان او د غزې اوسیدونکي هیله لري خپلو کورونو ته ستانه شي. " زموږ وطن، زموږ وطن دی...غواړي غزه کې ښونځي، روغتونونه او ټولګټي بنسټونه ورغول شي، ځکه دا دوی کور دی او غواړي په مینه په کې ژوند وکړي. زما نظر دا دی چې رهبران باید د فلسطینیانو هیلو ته درناوی وکړي."
د سې شنبې پر ورځ د حماس یوه ویاند هم د ولسمشر ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکې کړې وې چې غزوال دې بېرته غزې ته نه ستنیږي او یو بل ځای دې د مېشتېدو ځای ورکړل شي. هغه دا غبرګون د ټرمپ له دې خبرو وړاندې ښودلی و چې د غزې "واک به په لاس کې اخلي".

د عکس سرچینه، EPA-EFE/REX/Shutterstock
سامي ابو زهري څو خبري رسنیو ته ویلي " د ټرمپ دا نظر په سیمه کې د تاوتریخوالي او هرج مرج پېښول دي."
هغه ویلي " غزې تړانګه کې به زموږ خلک د دې طرحې د پلې کولو اجازه ورنه کړي. څه چې په کار دي زموږ پر خلکو د بریدونو او نیواک پای ته رسول دي نه دا چې زموږ خلک دې له خپلې خاورې ویستل شي."
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د ټرمپ له خبري ناستې وروسته په یوه وینا پاڼه کې وویل " دا د مذاکراتو دریځ نه دی" او زیاته یې کړه " تل پاتې سوله" تر هغه ناشونې ده چې د فلسطینیانو " مشروع حقونه" نه وي ورکړل شوي او هغوی د خپل هیواد څښتنان شوي نه وي.
د امریکا په کانګرېس کې فلسطین الاصله امریکایۍ رشیده طلب ټرمپ پر یو مخیز چلن تورنوي چې غواړي " توکمیزه پاک کاري وکړي." هغې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " ټرمپ فدارلي سرچینې پر کارګرو پرې کوي او هم مهاله د اسرائیلو دولت مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.
د کنټیکټ سناتور پر خپله ایکسپاڼه لیکلي " په بشپړه توګه یې لار ورکه کړې" هغه لیکلي " زه تاسو لپاره دا خبر لرم چې موږ به د غزې واګې په لاس کې نه اخلو."
د کلیفورنیا استازي اریک سوالول لیکلي " څه وشول؟ امریکا غواړي غزه اشغال کړي؟ هغه ویلي "موږ ته ژمنه راکړل شوې وه چې نورې به اوږد مهاله جګړې نه وي. څه چې ما انګیرلي دا دي چې موږ د ګرینلنډ، کاناډا، پاناما کانال او دا دی اوس د غزې د اشغال تکل لرو."