څنګه ټرمپ د خلیج هېوادونو پر مخ د مصنوعي ځیرکتیا دروازې پرانیزي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رامي رحيّم
- دنده, بيبيسي نیوز عربي - بیروت
په یوه داسې ګام کې چې د واشنګټن د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ د صادراتو له پالیسۍ سره بشپړ مخالفت ښيي، په سعودي عربستان کې د څو قراردادونو اعلان وشو چې له مخې به نوي سعودي شرکت "هیومن" ته پرمختللي نیمه هادي وسایل ورکړل شي.
په ریاض کې، د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سیمې له سفر سره هممهاله، د مصنوعي هوښیارۍ په اړه دوه مهم اعلانونه وشول.
لومړی، د پرمختللو الکترونیکي چپونو مخکښ شرکت "نویدیا" اجرائیه رئیس جینسن هوانګ اعلان وکړ چې شرکت به له ۱۸ زرو زیات خپل نوي چپونه پر "هیومن" شرکت وپلوري.
د بلومبرګ وېبپاڼې له مخې، جینسن ویلي، سعودي عربستان به وکولی شي د نویدیا ټېکنالوژۍ په وسیله د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې نوې وړتیاوې رامنځته کړي.
ورپسې، د چپونو بل شرکت "اېاېمډي" اعلان وکړ چې له "هیومن" سره یې د یو مشارکت تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به دواړه شرکتونه په راتلونکو پنځو کلونو کې ۱۰ میلیارد ډالر پانګونه کوي، چې له سعودي عربستانه تر امریکا پورې د مصنوعي ځیرکتیا بنسټیزه زېربنا جوړه کړي.

د عکس سرچینه، Brendan Smialowski /AFP via Getty Images
د "اېاېمډي" اجرائیه رئیسې لیزا سو وویل: "له 'هیومن' سره زموږ پانګونه د مصنوعي ځیرکتیا نړیوالو بنسټیزو جوړښتونو په پراختیا کې یو مهم پړاو دی."
د بلومبرګ وېبپاڼې دا ټول پرمختګونه د "مصنوعي ځیرکتیا د قراردادونه یوه توپاني څپه" وبلله، چې خلیجي هېوادونو ته د ټرمپ سفر ورته زمینه برابره کړه. وېبپاڼه وړاندوېینه کوي چې په راتلونکو دوو ورځو کې به نور قراردادونه هم اعلان شي، په ځانګړي ډول له متحده عربي اماراتو سره، چې ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ ورشي.
د دې ټولو تر شا، د ټرمپ ادارې له خوا د یو ډول "انقلاب" څرک لیدل کېږي، چې د پخواني ولسمشر جو بایډن ادارې له خوا د خپلو وروستیو ورځو په جریان کې جوړه شوې پالیسي یې له منځه یووړه. دغه پالیسي د پرمختللې ټېکنالوژۍ، په ځانګړي ډول د مصنوعي ځیرکتیا پر صادراتو محدودیتونه لګولي وو، په داسې حال کې چې پکې د خلیج هېوادونه هم شامل وو.
نو، د بایډن ادارې له خوا د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ پر صادراتو کوم محدودیتونه لګول شوي وو؟ ټرمپ ولې د خلیج د سفر پر مهال پر دغو بندیزونو ته شا کړه؟ او دا ټول پرمختګونه د خلیج هېوادونو، په ځانګړي ډول سعودي عربستان او اماراتو، لپاره څه معنا لري؟
د "مصنوعي ځیرکتیا د خپرېدو قاعده" څه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د بایډن ادارې د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې داسې یو لړ مقررات صادر کړل چې ورته د "مصنوعي ځیرکتیا د خپرېدو قاعده" ویل کېږي. دا قاعده د پرمختللو برېښنایي چپسو، نیمه نښلوونکو او نورو بنسټیزو ټېکنالوژیو د صادراتو محدودولو لپاره جوړه شوې وه - هغه ټېکنالوژي چې د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا او د محاسبې ځواک لوړولو لپاره حیاتي ګڼل کېږي.
دغه قاعده نړۍ پر درېیو ډلو وېشي:
لومړۍ ډله: یو کوچنی شمېر متحد هېوادونه لکه استرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ، بریتانیا، جاپان، هالنډ او سوېلي کوریا. دا هېوادونه به له نژدې هېڅ بندیز سره نه مخ کېږي او پرمختللي امریکایي چپس واردولی شي.
دویمه ډله: د نړۍ ډېر هېوادونه، چې پکې د امریکا ځینې متحدین هم شامل دي او د خلیج هېوادونه. دا هېوادونه به د مصنوعي ځیرکتیا اړوند پرمختللې ټېکنالوژۍ په واردولو کې له محدودیتونو سره مخامخ وي.
درېیمه ډله: هغه هېوادونه چې د امریکا سیال یا دوښمن بلل کېږي، لکه چین، کیوبا، ایران، شمالي کوریا او روسیه. دا هېوادونه به لکه مخکې د دغو ټېکنالوژیو له واردولو بیخي محروم وي.
دا تمه وه چې د بایډن قاعده د مې ۱۵مه یعنې د ټرمپ د سیمې د سفر پر مهال پلې شي، خو لا مخکې له دې چې بایډن واک پرېږدي، شکونه وو چې ټرمپ به دا قاعده ومني. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ پلان درلود چې دا وېش (د درېیو کټګوریو قاعده) لغوه کړي او پر ځای یې دوهاړخیز قراردادونه غوره کړي.
یوې سرچینې ویلي چې دا ډول تګلاره د ټرمپ د معاملې پر بنسټ چلن سره ډېره برابره ده او دا به امریکا ته دا موکه ورکړي چې د پرمختللو چپونو ټېکنالوژي د نورو مسلو په تړاو د فشار وسیله وکاروي.
په پای کې، د ټرمپ د خلیج سفر پر لومړۍ ورځ د امریکا د سوداګرۍ وزارت اعلامیه خپره کړه چې د بایډن د قاعدې د لغوه کېدو خبر یې ورکړ. دا کار د قاعدې د رسمي پلې کېدو له نېټې مخکې وشو - او دا د ټرمپ د سعودي عربستان د سفر پر مهال عملي شو.
دا پرمختګ د خلیج هېوادونو لپاره څه مانا لري؟
تر اوسه دا نه ده روښانه چې د مصنوعي ځیرکتیا اړوند د اعلان شویو معاملاتو دقیق شرایط څه دي او څومره لوی دي. دا نه یوازې له سعودي سره د اعلان شویو قراردادونو لپاره، بلکې له اماراتو سره هم پر راتلونکو معاملاتو صدق کوي - د کومو په اړه چې ځینې رسنۍ له وړاندې ځینې جزئیات افشا کوي.
سره له دې چې ټرمپ هم د بایډن په څېر د چین پر وړاندې سخت دریځ لري، د سوداګرۍ وزارت په خپل بیان کې ویلي چې دوی لا هم غواړي پرمختللې ټېکنالوژي "زموږ د دوښمنانو له لاسونو" لرې وساتي.
یعني، سره له دې چې د بایډن قاعده لغوه شوه، خو د ټرمپ اداره هڅه کوي یو داسې متوازن سیاست غوره کړي چې:
- امریکایي شرکتونه له محدودیتونو خلاص کړي
- له خلیجي هېوادونو او نورو متحدانو سره اړیکې پیاوړې کړي
- او په عین حال کې، د پرمختللې ټېکنالوژۍ انتقال د چین او نورو سیالانو لاس ته پرېنږدي
- دا به د خلیج هېوادونو لپاره لوی فرصت وي، چې وکړی شي له دې شرایطو په هوښیارۍ ګټه واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د خلیج هېوادونه، که څه هم د امریکا د دوښمنانو په کتار کې نه راځي، خو له چین سره یې پراخېدونکې اړیکې د واشنګټن لپاره د اندېښنې لامل ګرځېدلې وې. دا اندېښنه په ځانګړي ډول له دې اړخه وه چې امکان لري چین د دغو هېوادونو له لارې د امریکا پرمختللې ټېکنالوژي غیر مستقیم ډول تر لاسه کړي.
د بایډن د ادارې له نظره، حل دا و چې د خلیج هېوادونه او نور دوست هېوادونه د نړۍ په دویمه ډله کې شامل کړي - داسې هېوادونه چې د پرمختللې ټېکنالوژۍ پر وارداتو یې سخت او پېچلي شرایط وضع شوي وي.
د بایډن د قاعدې له مخې، که یوه کمپنۍ په لومړۍ ډله کې یوه هېواد کې مېشته وي، یا د داسې یوې کمپنۍ تابع وي، نو د دویمې ډلې ځینو هېوادونو ته د پرمختللو چپسونو د صادراتو اجازه غوښتلی شي، خو دا به د مشخصو شرایطو تابع وي - لکه د امنیتي تعهداتو اخیستل. دا ډول شرطونه به د کارنيګي انسټیټیوټ له نظره، بهرنۍ کمپنۍ وهڅوي چې د امریکا معیارونه ومني، که غواړي له دغو ټېکنالوژیو استفاده وکړي.
پوښتنه دا ده: که د بایډن قاعده لغوه شوې، نو د ټرمپ اداره به دا میکانیزمونه څه ډول بدیل کړي، چې یقیني شي چین دا ټېکنالوژي نهشي تر لاسه کولی؟
او همداراز، ایا سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو کوم تعهدات ورکړي او که نه، نو د دوی له چین سره اړیکې به اغېزمنې شي؟
ځواب څه وخت څرګندېږي؟ دا ډول پوښتنو ته ځوابونه ښايي په راتلونکو ورځو یا اونیو کې څرګند شي. خو دا روښانه ده چې سعودي عربستان او ښايي متحده عربي اماراتو هم، اوس د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د خپلو ارمانونو د پوره کولو پر لور یو مهم خنډ له مخې لرې کړی.
یعنې، د بایډن د سختو بندیزونو له منځه تلل دوی ته دا موکه ورکوي چې له امریکایي شرکتونو سره د لوړې کچې همکارۍ پیل کړي - که د ټرمپ اداره دا عمل د سختو تعهداتو او شرایطو سره وتړي یا نه.