بریتانیا بهرنیو کارمنانو او محصلینو ته د ویزې ورکړه کمه کړې

بریتانیا بهرنیو کارکوونکو او محصلینو ته د ویزې ورکول کم کړي او رپوټونه وايي، دا شمېر په تېر یوه کال کې یو درېیمه برخه راټیټ شوی دی.

د رپوټونو له مخې په دوی کې د بهرنیو کارکوونکو او محصلینو د کورنیو د غړو ویزې هم شاملې دي.

دا لوی کمښت د هغو قوانینو له بدلون وروسته راغلی، چې د محافظه کار دولت له خوا وړاندې شوي.

د دغه قانون له مخې د بهرنیو محصلینو، روغتیايي پاملرنې او ټولنیزو چارو کارکوونکي د کورنیو غړو ته د ویزې ورکړه بنده شوې ده.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د ارقامو له مخې د هغو کډوالو او د دوی د کورنیو د غړو چې ویزې لپاره یې غوښتنلیکونه ورسپارلي، د ۲۰۲۳ کال په جولای کې ۱۴۱ زره کسان و خو تر تېرې میاشتې دا شمېر ۹۱ زره ته راټیټ شوي دی.

د روغتیا او پاملرنې کارمنانو د ویزو لپاره د غوښتنلیکونو شمېر کې لوی کمښت تر سترګو کېږي چې اتیا سلنه راټیټ شوی او اوسنی شمېر یې ۲۹۰۰ ښودل شوی دی.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي" ډاډ ورکوو چې کورني کاري ځواک ته به وده ورکړو او مهارتونو کمښت ستونزه به حل کړو."

د دې ادارې یوه ویاند ویلي "کډوالۍ بریتانیا ته ډېرې ګټې کړې، خو باید د یوه عادلانه سیسټم له لارې کنټرول کړل شي."

د ملي‌ پاملرنې ټولنې اجرائيوي مشر نادر احمد ویلي، له دې سره یو شمېر کارمنان بېرته خپلو کورونو او هېوادونو ته ستانه شوي دي.

نوموړي بي بي سي ته ویلي: "که کورنی کاري ځواک کار کولو ته لېواله وای، بهرني کاري ځواک ته به مو اړتیا نه لرلی."

نوموړي زیاته کړې، چې کورنی کاري ځواک برابرول به "څو کاله وخت ونیسي". هغه دا خبرداری هم ورکړی چې په بېلابېلو برخو کې خالي بستونه او د کارمنانو کمښت به مخ په ډېرېدو شي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د بهرنیو محصلینو کمښت به هم هغو پوهنتونو ته لا نور تاوان واړوي چې لا له وړاندې مالي ستونزو سره مخامخ دي.

داسې ښکاري، هغه قوانین چې د بریتانیا د پخواني لومړي وزیر ریشي سوناک له خوا د کډوالۍ د کمښت لپاره وړاندې شوي و د ویزو په غوښتنلیکونو کې د کموال‍ي لامل شوي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې قانوني کډوالي ۷۶۴ زرو ته لوړه شوه، خو په ورپسې کال بیا لس سلنه راکمه شوه.

د ملي احصايي اداره وايي: "دا به ډېر ژر وي چې ووایو دا پروسه په راکمېدو ده که نه."

په ۲۰۲۱ کال کې د روغتیايي پاملرنې کارمنانو لپاره د کډوالۍ په قوانینو کې نرمښت راغلی و، خو دوه کاله وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي اعلان وکړ چې د کډوالۍ د کمښت په موخه به بریتانیا ته د دغو کارمنانو د کورنیو غړو راوستل بند کړي.

د محصلینو او زدکوونکو کورنیو ته د ورکړل شویو ویزو شمېر په ۲۰۱۹ کال کې ۱۶۰۰۰ وو او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۳۵۰۰۰ ته لوړ شو.

مخکیني دولت همدا راز وړاندیز کړی و چې هغه کارمنان چې غواړي بریتانیا ته خپلې کورنۍ راولي باید کلنی عاید یې ۳۸۷۰۰ پاونډه وي.

تېره میاشت د برتانیا کورنیو چارو زیر یووت کوپر ویلي و، چې نوی کارګر دولت به د کډوالو د مشورتي کمېټې تر ارزونې دا اندازه تر ۲۹۰۰۰ پونډو پورې وساتي.