بلېنکن: روسيه بايد د اوکرايين د بيارغونې بيه پرې کړي

د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن ويلي چې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين بايد د هغه څه بيه پرې کړي چې په اوکرايين کې يې ويجاړ کړي دي.

نوموړي د اوکرايين پلازمېنه کيېف کې د خبرو پر مهال وويل، واشنګټن په امریکا کې د روسيې د شتمنيو د کنګل کولو وړتيا لري او له هغو به د اوکرايين د بيارغونې په برخه کې ګټه واخلي.

ښاغلي بلېنکن دا هم وويل چې، "اوکرايين له ناټو سره نور هم نژدې شوی دی."

د امریکا دې لوړ پوړې ډيپلومات وړاندې د اوکرايين ولسمشر ولودمير زيلېنسکي ته ويلي وو چې پوځي مرستې "پر لاره دي".

ښاغلي بلېنکن چې د کيېف پوليتخنيک پوهنتون کې يې وينا کوله وويل، "روسيه بايد د هغه څه د بيا رغونې پيسې ورکړي چې پوتين ويجاړ کړي دي... دا هغه څه دي چې د اوکرايين خلک يې مستحق دي. "

نوموړي وويل، "ګانګرېس موږ ته دا واک راکړی چې په امریکا کې د روسيې شتمنۍ ضبط کړو او د دې د کارولو قصد هم لرو."

ښاغلي بلېنکن زياته کړه، "د نړۍ اووه ستر اقتصادي هېوادونه بريتانيا، فرانسه، جرمني، ايټاليا، جاپان، کاناډا او امريکا کولی شي ميلياردونه ډالر ازاد کړي او پوتين ته به يو قوي پيغام ورسوي چې وخت د هغه په طرف نه دی."

د اټکل له مخې پر اوکرايين د روسيې د بشپړ يرغل راهيسې په اروپايي ټولنه کې د روسيې د ۲۱۱ ميليارده يورو په ارزښت دولتي شتمنۍ کنګل شوې دي.

ښاغلی بلېنکن د سې شنبې په ورځ د پولنډ له پولې د اورګاډي په اته ساعته سفر کې د اوکرايين پلازمېنې ته ورسېد.

نوموړی په داسې حال کې اوکرايين ته سفر کوي چې دغه هېواد هڅه کوي دويم لوی ښار خارکيف ته څېرمه د لوی پوځي بريد پر وړاندې مبارزه کوي.

د ښاغلي بلېنکن دا سفر دری اوونۍ وروسته له هغه ترسره کېږی چې د امريکا کانګرېس اوکرايين ته د ۶۱ میلياردو ډالرو مرسته تصويب کړه.

ښاغلي بلېنکن په خپلو خبرو کې وويل، "موږ اوکرايين له ناټو سره نژدې کوو او بيا به يې له ناټو سره يو ځای کړو. "

نوموړي په مستقيم ډول د اوکرايين خلکو ته وويل، "تاسو يوازې نه ياست، موږ له تاسو سره يوو او ستاسو تر څنګ به درېږو."