یوه روسۍ شبکه، چې 'ځینو اروپايي سیاستوالو ته یې پیسې ورکولې' لمنځه وړل شوې

  • Author, ایدو ووک
  • دنده, بي بي سي

د بېلابېلو هېوادونو چارواکي وايي، د پروپاګند یوه داسې شبکه ماته شوې ده، چې ''د روسیې ملاتړ ورسره وو.'' چارواکي وايي، دې شبکې د اوکرایین پر ضد پروپاګند کاوه او یو شمېر نامعلومو اروپايي سیاستوالو ته یې پیسې ورکولې.

پلټونکي وايي، دې شبکې د اروپا غږ مشهوره وېبپاڼه سیاستوالو ته د پیسو ورکولو لپاره کاروله. د چیک جمهوریت او پولنډ چارواکي وايي، دې شبکې هڅه کوله د اروپا پر ټاکنو اغېز وکړي.

اروپا غږ د دې موضوع په هکله د نظر څرګندولو لپاره د بي بي سي غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د چیک جمهوریت مسوولین د بي ای ایس څارګرې ادارې مسوولینو له قوله وايي، د جرمني، فرانسې، پولنډ، بلجیم، نېدرلنډ او هنګري یو شمېر سیاستوالو ته د دې لپاره پیسې ورکړل شوې، چې د اروپايي پارلمان راتلونکو ټاکنو کې نفوذ وکړي.

د جرمني دیر شپیګل ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، پسې یا خو په پراګ کې په سري لیدنو کې نغدې ورکول کېدې او یا یا هم د کرېپټو کرنسي په بڼه تبادله کېدې.

د روسیې پلوي اوکراینی اولیګارچ ویکټور میدوید چوک په هکله چیک جمهوریت ادعا کوي چې د دې شبکې تر شا یې لاس درلود. ښاغلی میدوید چوک پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل سملاسي وروسته په اوکرایین کې نیول شوی و، خو وروسته د ۲۱۵ اوکراییني زندانیانو په بدل کې له روسیې سره تبادله شو او همالته واستول شو.

چیک چارواکو دغه راز د ارتیوم مارچیوسکي نوم هم په دې لړ کې یاد کړی او په وینا یې د یادې وېبپاڼې ورځنۍ سوداګریزې چارې یې سمبالولې. پر دې دواړو کسانو د چیک جمهوریت له لوري بندیزونه لګول شوي دي.

د پولنډ چارواکي وايي، پلازمېنه وارسا او تېچې سیمو کې یې چاپې وهلې او ۴۸ زره ۵۰۰ یورو او ۳۶ زره ډالر یې ضبط کړي دی.

څارګرې ادارې بي ای ایس په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویلي، ''له مسکوه راغلې پیسې د دې لپاره کارول کېدې چې ځینو سیاستوالو د اوکرایین پر ضد پروپاګند کاوه.''

د دې ادارې په وینا دا پیسې ''میلیونونو'' چیک کرونز ته رسېدې. یادې څارګرې ادارې د هغو سیاستوالو نومونه نه دي یاد کړي، چې ادعا کېږي له دې پروپاګندي شبکې یې پیسې اخیستې، خو د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کرو ادعا کړې، چې په دې کې د اروپايي پارلمان ځینې غړي هم شامل دي.

د اروپا غږ وېبپاڼه پر پنجشنبه فعاله نه وه، خو د ارشیف بڼې په ځینو لیکنو کې یې د اروپايي هېوادونو تر منځ د اوکرایین ملاتړ په تړاو د اختلافونو په هکله یو شمېر لیکنې شته. دغه وېبپاڼه پر خواله رسنۍ ایکس ''مخکیني ټویټر'' ۱۸۰ زره فالوورز لري.