اسرائیلو د لبنان پر تاریخي ښار بعلبک بمبارۍ کړې؛ لبنان د اوربند هوکړې ته د رسېدو خوشبیني څرګنده کړې

په بعلبک کې له اسرائیلي بمبارۍ وروسته له یوه ځایه لوګي پورته کېږي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په بعلبک کې له اسرائیلي بمبارۍ وروسته له یوه ځایه لوګي پورته کېږي.

په لبنان کې د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، اسرائیلي بمباریو کې د اتو ښځو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي دي. دغه بمبارۍ پر ختیځ ښار بعلبک او د دې ښار په شاوخوا سیمو کې شوې دي.

له دې مخکې اسرائیلي پوځ د دې تاریخي ښار اوسېدونکو ته له کورونو او مېشت ځایونو د وتلو امر کړی و او لسګونه زره خلک وتلي وو.

ښاروال مصطفی شیل بي بي سي ته ویلي، لږ تر لږه د ۲۰ ځایه بمباریو رپوټونه ورکړل شوي، چې پنځه ځایه په ښار کې دننه شوې، چې د رومي دورې تاریخي اثار یې د یونېسکو په لیست کې شامل دي.

اسرائیلي پوځ بیا وايي، دوی په ختیځ بعلبک کې او دغه راز په سویلي نباتیه سیمو کې د حزب الله مرکزونه په نښه کړي دي. د لبنان رسمي خبري اژانس وايي، په ګاونډ دوریس سیمه کې د ډیزلو زېرمې بمبار شوې دي، چې د ښاغلي شیل په وینا په تازه تصویرونو کې لیدل کېږي، چې لوخړې ترې پورته کېږي.

دغه بریدونه داسې حال کې کېږي، چې د حزب الله عمومي منشي وايي، د ده په مشرتابه به د اسرائیل پر ضد د دوی جګړه روانه وي او په خبره یې ''د اوربند لپاره به نه ژاړي.''

د حزب الله نوي مشر په توګه له ټاکل کېدو یوه ورځ وروسته نعیم قاسم وویل، د حزب الله مخکیني مشر حسن نصرالله اجنډا به پر مخ بیايي. حسن نصرالله تېره میاشت پر بیروت د اسرائیل په بمبارۍ کې وژل شوی و.

قاسم په داسې حال له نامعلومه ځایه دغه څرګندونې کړې، چې د ځینو رپوټونو له مخې نوموړی ایران ته تښتېدلی، چې د حزب الله مهم ملاتړی هېواد دی.

بل لور د لبنان د بیړنیو حالاتو ادارې پرون ناوخته وویل چې اسرائیلي ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې د لبنان پر بېلابېلو سیمو ۱۰۱ هوايي بریدونه کړي دي. لبناني چارواکو دغه راز ویلي، یو برید د دارالامل روغتون په منځ کې شوی دی.

لبناني روغتیايي چارواکو ویلي په دې تازه بریدونو کې د خلکو کورونه هم په نښه شوي او د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

حزب الله هم ویلي د پرون ورځې په اوږدو کې یې د اسرائیل پر شمالي سیمو د توغندیو او ډرون ګڼ بریدونه کړيدي.

د اسرائیل له دې هوايي بریدونو سره هم مهال لبنان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هم په خبرو کې د پرمختګ رپوټونه ورکړل شوي دي.

د لبنان چارسمبالي لومړي وزیر نجیب میقاتي په دې اړه یوه تازه مرکه کې ویلي د سیمې د هېوادونو لپاره امریکایي استازي ډاډ ورکړی چې د اوربند خبرو کې پرمختګ شوی.

ښاغلي میقاتي د لبنان دولتي تلویزیون سره مرکه په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې د اوربند یوې هوکړې ته د رسېدو په اړه په محتاطانه خوشبیني ښودلې ده.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي واشنګټن له اسرائیلو غواړي چې ولسي وګړي ونه ګواښي او بنسټونو او لرغونو کلتوري میراثونو ته زیان ونه رسوي.

اخوا په غزه کې که څه هم پرون د کوم لوی برید رپوټ نه دی ورکړل شوی خو د اسرائیلو پوځي لا هم عملیات دوام لري. د اسرائیلو پوځ د اوړمې ورځې خونړۍ په اړه چې د استوګنې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ په کې په نښه شوه ، بي بي سي ته معلومات ورکړي. د اسرائیلو پوځ ادعا کړې چې په دې برید کې یې هغه کس په نښه کړی چې د دې ودانۍ پر سر دور په لاس لیدل شوی او دوی فکر کوي چې دې کس غوښتل ددوی د پوځیانو ځایونه وڅاري. پوځ ویلي دوی نه وو خبر چې دې ودانۍ ګڼ شمېر بې ځایه شوې کورنۍ اوسیږي. امریکا دا له وحشته ډک برید بللی او له اسرائیلو غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.

یو اعشاریه دوه میلیونه لبنانیان له خپلو مېشت ځایونو وتلو ته اړ شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، یو اعشاریه دوه میلیونه لبنانیان له خپلو مېشت ځایونو وتلو ته اړ شوي دي.

د لبنان پر سویلي سیمو او دغه راز د پلازمېنې بیروت په سویل کې له څو اونیو بمباریو وروسته داسې ښکاري چې اسرائیلي هوايي ځواکونه اوس د لبنان په ختیځ کې هم د حزب الله پر ضد عملیات پراخوي.

دا یوه بله داسې سیمه بلل کېږي، چې حزب الله ډله او ملاتړي یې پکې شته. بعلبک د لبنان او سوریې تر منځ پولې ته نژدې په بیکا دره کې یوه داسې سیمه ده، چې د شاوخوا پرتله ګڼ نفوسه ده.

دا تر ډېره کلیواله او د لبنان له خورا بیوزله سیمو یوه ده. حزب الله نه یوازې په دې سیمه کې ځینې مرکزونه لري، بلکې له همدې سیمې وسله وال هم جذبوي.

د حزب الله لپاره دا سیمه له ستراتژیکي پلوه هم ځکه مهمه ده، چې دوی له همدې لارې په سوریه او عراق کې له خپلو متحدینو سره یو ځای کېږي او بالاخره تر ایران پورې د رسېدو لپاره همدا لار کاروي.