سوریایانو د اسد له پرځېدو وروسته "د بریا جمعه" ولمانځله

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د بشار الاسد د حکومت مخالفې پوځي ټلوالې مشر ابو محمد الجولاني په بلنه نن جمعه په بېلابېلو سوریایي ښارونو کې ګڼ شمېر خلکو د جمعې له لمانځه وروسته په سړکونو له نیمې پېړۍ وروسته د اسد کورنۍ د حکومت سقوط ولمانځه.

سړکونو او واټوونو ته د خلکو د راوتلو بېلابېل انځورونه او وېډیوګانې پر خواله رسنیو لاس په لاس شوې دي.

د دمشق اموي جامع جومات په انګړ کې زرګونو سوریایانو یووالي ته بلونکي شعارونه ورکول، لکه "یو، یو، یو، د سوریې ولس یو دی".

۳۸ کلنه نور ذي الغنا له همدې ځایه وايي: "دا لومړی ځل دی چې موږ په دې شمېر په یوه ځای کې سره راټولېږو او لومړی ځل دی چې د داسې یوې تاریخي پېښې شاهدان یو... موږ هېڅکله د داسې ورځې تمه نه درلوده."

زرګونو کسانو د امویانو میدان ته - چې د دمشق تر ټولو لوی میدان دی، د لمانځنې لپاره مخه کړه او د خپلواکۍ بیرغ یې د دمشق د سترې تورې په یادګاري ځای پورته کړ.

له باب سریجه ولسي بازار څخه - چې د پلازمېنې په منځ کې دی، ګډونوالو د "انقلاب د بریا" په نغمو سندرې وویلې. ۴۰ کلن نجيب عرّاج له همدې ځایه وویل: "زه له ادلب څخه دمشق ته راغلی یم چې د شام له خلکو سره دا ستره بریا ولمانځم."

د امویانو میدان ته چې د دمشق تر ټولو لوی میدان دی، زرګونه سوریایان ورغلي وو چې د اسد د واکمنۍ سقوط ولمانځي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امویانو میدان ته چې د دمشق تر ټولو لوی میدان دی، زرګونه سوریایان ورغلي وو چې د اسد د واکمنۍ سقوط ولمانځي

د حلب ښار په مرکزي میدان کې - چېرې چې د لمانځنې لپاره لویه ګڼه ګوڼه وه، د سوریې رسمي سور رنګه بیرغ لرې کړل شو او ګډونوالو زرغون رنګه د خپلواکۍ بیرغ رپاند کړ.

د سویدا ښار کرامت میدان کې، چې د پلازمېنې دمشق په سوېل کې پروت دی، د "دروزي" ټولنې خلکو د اسد د واکمنۍ سقوط ولمانځنه. په دغو جشنونو کې د خپلواکۍ بیرغ په روښانه توګه ښکارېده.

د سوریې د لنډمهالي حکومت لومړي وزیر محمد بشیر د اموي جومات د جمعې په لمانځه کې ګډون وکړ او له لمانځه وروسته یې حاضرینو ته وینا وکړه.

په حلب ښار کې هم ګڼ شمېر خلک "د بریا ورځې" په نوم یاده شوې دې ورځ د لمانځلو لپاره سړکونو ته راوتلي وو. حلب لومړی ښار و چې د اسد د حکومت پر ضد د مخالفینو د وروستي برید په ترڅ کې د هیأت تحریر الشام ټلوالې لاس ته ولوېد.

الشرع د اسد د نظام له سقوط وروسته لومړی ځل ملکي جامو کې: ''هېواد جوړولو ته ژمن پاتې شئ"

د ویډیو تشریح، الشرع د اسد د نظام له سقوط وروسته لومړی ځل ملکي جامو کې

د سوریې د نوي ادارې عمومي قوماندان احمد الشرع، چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی، په یوه وېډیويي پیغام کې د اسد د رژیم له سقوط راهیسې لومړی ځل په ملکي جامو کې څرګند شو.

الشرع له خلکو وغوښتل چې بریا و"لمانځي" او هېواد جوړولو ته ژمن پاتې شي.

د هیأت تحریر الشام (HTS) مشر له سوریایانو وغوښتل چې د انقلاب د بریا د لمانځلو لپاره سړکونو ته راووځي. دا خبره د اې‌اېف‌پي خبري اژانس د راپور له مخې شوې ده. هیأت تحریر الشام هغه یاغي ډله چې تېره اونۍ یې پلازمېنه دمشق ونیو.

احمد الشرع، چې په ابو محمد الجولاني هم مشهور دی، په یوه وېډیويي پیغام کې، چې د ټیلېګرام له لارې کې شریک شوی و، سوریایانو ته خپله وینا وکړه.

دا راغونډېدنې د ۲۰۱۱ کال د دیموکراسۍ غوښتونکو مظاهرو د لومړیو ورځو جمعې اعتراضونه تازه کوي.

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې انځور کې یو سوریایي سړی د دمشق په مرکزي امویانو میدان کې د خپلواکۍ د دورې سوریایي بیرغ رپوي.

په سوریه کې یاغیانو د بشار الاسد د پلار قبر ته اور ورته کړی

په سوریې کې یاغي وسله والو د مخکیني ولسمشر بشار الاسد د پلار حافظ الاسد قبر ته اور ورته کړی دی.

په هغه ویډیويي کلیپ کې چې بي بي سي تائید کړې، وسله وال کسان لیدل کېږي، چې د سوځېدلي قبر په شاوخوا کې ګرځي او شعارونه ورکوي.

دا قبر د شمال لوېدیځې سوریې لتاکیا په ساحلي سیمه القدراحه سیمه کې وه.

د هیئت التحریر الشام په مشرتابه د یاغیانو ډلو له پراخو بریدونو وروسته د اسد حکومت ونړاوه، چې پایله کې یې د دې کورنۍ ۵۴ کلنه واکمني ختمه شوه.

بشار الاسد روسیې ته وتښېد او هلته یې له کورنۍ سره یو ځای پناه ترلاسه کړه.

د بشار الاسد حکومت له نړېدو وروسته د سوریې په لر او بر کې خلکو د بشار او د ده د پلار حافظ الاسد مجسمې ونړولې.

اسد کورنۍ د شیعه علوي فرقې اړوند و، چې د سوریې د ټول نفوس ۱۰ سلنه تشکیلوي. د علوي فرقې ډېری اړوند خلک د روم سمندر پر غاړو د سوریې په لتاکیا ایالت کې اوسي.

اسد کورنۍ په خپله څه باندې پنځه لسیزې واکمنۍ کې د علویانو له ملاتړه برخمن وو.

د ویډیو تشریح، سوریايي یاغیانو د بشار الاسد د پلار قبر سوځولی

بل لور د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د یاغیانو مشر ابو محمد الجولاني له قوله ویل شوي، چې د بشار الاسد حکومت امنیتي ځواکونه منحل کوي.

له دې مخکې د نوموړي هئیت تحریر الشام ډلې نظامي قوماندې ویلي و، سرتېرو ته عمومي عفوه اعلانوي.

الجولاني په هغه اعلامیه کې چې رویټرز خبري اژانس ته یې سپارلې ویلي دي، ''د مخکیني رژیم امنیتي ځواکونه منحل کوي او بدنام زندان به وتړي.''

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې په پام کې ده، اوسنی انتقالي حکومت به د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې (راتلونکې څلور میاشتې) فعالیت وکړي.

په ورته مهال قطر وايي، غواړي چې ژر په دمشق کې خپل سفارت پرانیزي. د یادونې ده، چې لس کاله مخکې د بشار الاسد حکومت پلویانو په دمشق کې د قطر پر سفارت برید وکړ او له هغه وروسته دا لومړی ځل دی، چې د قطر حکومت په دمشق کې خپل سفارت پرانیزي.

سوریه

د عکس سرچینه، Getty Images

د قطر لومړي وزیر مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت رسمي ویاند ډاکتر ماجد انصاري نن وویل، هېواد به یې ''له اړینې همغږۍ وروسته ژر د سوریې په عربي جمهوریت کې خپل سفارت پرانیزي.''

ډاکتر الانصاري د قطر له خبري اژانس (قنا) سره خبرو کې ویلي، ''دا ګام د دوو وروڼو ملتونو او هېوادونو تر منځ د تاریخي ورورګلوۍ اړیکو د پیاوړتیا په موخه اخیستل کېږي.''

د ایران مذهبي مشر: امریکا او اسرائیل د بشار الاسد حکومت نسکورېدو اصلي عاملین دي

بل لور د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه امریکا، اسرائیل او د سوریې یو بې نومه ''ګاونډی هېواد'' د بشار الاسد حکومت نړېدو لامل وبلل.

د ایران مذهبي مشر وايي، ''د سوریې د پېښو اصلي لاملونه د امریکا او اسرائیل د قوماندې په خونو کې طرح شوي دي.''

علي خامنه يي د بشار الاسد حکومت له ړنګېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې وویل:'' قرائن د شک او تردید لپاره ځای نه پرېږدي، چې د سوریې پېښو اصلي عامل او دسیسه ګر'' امریکا او اسرائیل دي.

نوموړي د تهران په امام خمیني حسینیه کې د وینا پر مهال وویل، ''د سوریې یوه ګاونډي هېواد برالا رول لوبولی. اوس یې هم لوبوي. خو د قوماندې اصلي خونه امریکا او صهیونیستي رژیم دي.''

ګومان کېږي، چې د ایران مذهبي مشر اشاره د بشار الاسد مخالفانو د ملاتړ په برخه کې د ترکیې رول ته ده.

اسرائیل د سوریې پوځ د وسلو پر زېرمتونونو پرلپسې بریدونه کړي. په سوریه کې د بشري حقونو څار ډله (اېس او اېچ ار) چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، له یکشنبې راهیسې اسرائیلي پوځ د سوریې په بېلابېلو سیمو کې له ۳۵۰ ډېر بریدونه کړي دي.

ښاغلي خامنه يي تلویحاً ترکیه د هغو پېښو تر شاه بللې، چې د بشار الاسد حکومت د نسکورېدو لامل شوې، خو له معمول سره سم یې امریکا او اسرايیل د دې پېښې اصلي عاملین وبلل.

د عکس سرچینه، Fars

د عکس تشریح، ښاغلي خامنه يي تلویحاً ترکیه د هغو پېښو تر شاه بللې، چې د بشار الاسد حکومت د نسکورېدو لامل شوې، خو له معمول سره سم یې امریکا او اسرايیل د دې پېښې اصلي عاملین وبلل.

اسرائیل حکومت وايي، هغه کسان چې اوس د سوریې پر ډېری سیمو کنټرول لري، باید داسې سرچینې و نه لري، چې اسرائیل وګواښي، خو عرب هېوادونو بیا د اسرائیل بمبارۍ غندلې دي.

په ورته مهال د سوریې یاغي ځواکونو ویلي، په ختیځ کې یې دیر الزور ښار کنټرول ترلاسه کړی، چې مخکې د کردي ځواکونو په ولکه کې و.

بشار الاسد حکومت په ۲۰۱۱ کال کې یوه سوله ییز دیموکراسي پلوه پاڅون خورا سخت وځاپه، چې پایله کې یې سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوه. په دې جګړه کې نژدې نیم میلیون خلک ووژل شول او ۱۲ میلیونه نور خلک د خپل کور – کلي پرېښولو ته اړ شول.

حافظ الاسد له ۱۹۷۱ کاله تر ۲۰۰۰ زېږدیز کاله خورا په بې رحمۍ حکومت وکړ او د ده له مړینې وروسته یې زوی بشار الاسد د سوریې واکمن شو.